د ټیګونو ارشیف : داعش

فارن پالیسي: د موصل جګړه شلېدلې او د خنډونو سره مخ ده

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومی ۳، ۱۳۹۵ل): د امریکا د فارن پالیسي مجلې د یوه تحقیق په خپرولو سره ویلي چې د اسلامي دولت ډلي «داعش» پر ضد په موصل کې جګړه نوره شلېدلې او له خنډونو سره مخ ده او داسي نه ښکاري چې ډېر ژر به په دغه جګړه کې کوم ښکاره پرمختګ وشي. د موصل جګړه د ...

نور ولوله »

ننګرهار: د امریکايي الوتکو په بمبار کې ۱۶ کسان ووژل شول

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار چارواکي وايي چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي بې پلوټه الوتکي په برید کې ۱۶ کسان ووژل شول. د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال رسنیو ته ویلي چې د بمبار هدف داعش وسلوال وه، چې ۱۶ تنه یې ووژل شول. نوموړي ویل چې د اچین ...

نور ولوله »

ګیلاني: د داعش د ملاتړ له کبله افغان دولت په نړۍ کې اعتماد بایللی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د افغانستان د ملي یووالي ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني یو ځل بیا په افغان حکومت نیوکې کړي چې د داعش پټ ملاتړ کوي او ویلي یې دي چې د دولت په داخل کې داسې کړۍ شته چې داعش تقویه کوي. نوموړی وايي چې د داعش د ملاتړ له کبله د نړۍ ډیرو ...

نور ولوله »

قاري یوسف: د امریکایانو څخه د امتیاز تر لاسه کولو په خاطر د داعش پروپاګند کیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته وویل چې د ګډحکومت چارواکي او ولایتونو مسؤولین په افغانستان کې د داعش پروپاګند ددې لپاره کوي، تر څو د امریکایانو او غربیانو څخه امتیاز تر لاسه کړي. نوموړي وویل چې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د زابل ولایتي ادارې ادعا ...

نور ولوله »

ظاهر قدیر او په توره بوړه کې د داعش د خلافت شاهدي – سرلیکنه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۹مه، ۱۳۹۵ل):  تیره ورځ ښاغلی ظاهر قدیر په ولسي جرګه کې یوځل بیا په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش پر ځواکمن کیدو اندیښنه ښکاره کړه . نوموړی وویل چې داعش په ننګرهار کې خپل مرکزونه تقویه کوي او که وتوانیږې له پچیر نه لیږ ورها خوا تورې بوړې ته ځان ورسوي نو زه پر ...

نور ولوله »

د غور فاجعه ریښتیا د داعش لخوا رامنځته شوې؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه تیره ورځ خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې داعش په غور ولایت کې خواو شا ۳۶ تنه ولسي وګړي تښتولي او بیایې په بیرحمۍ سره وژلي دي. یاده پیښه د غور ولایت مرکز چغچران ته څیرمه د فیروز کوه په سیمه کې رامنځته شوې او د رسنیو د رپوټونو له مخې وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي ...

نور ولوله »

په غور کې داعش وسلوالو ۳۶ ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسيا (چهار شنبه، لړم ۵مه، ۱۳۹۵ل): د غور ولایت چارواکو نن د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې داسلامي دولت ډلي (داعش) وسلوالو ۳۶ ولسي وګړي تر برمته کولو ورسته په ډزو وژلي دي. د راپورنو سره سم پيښه د غور ولایت په مرکز چغچران کې د فیروز کوه په نامه سیمه کې تیره شپه را منځته ...

نور ولوله »

شیعه ملیشې: د حسین انتقام به په موصل کې اخلو

نن ټکی اسیا (جمعه، تلې ۲۳مه ۱۳۹۵ل): له څو میاشتو راهیسي د عراق حکومت او د ایران ملاتړي شیعه ملیشې د امریکایانو په ملتیا د اسلامي دولت ډلي څخه د موصل ښار د بیا نیولو لپاره چمتوالی نیسي. د عصایب اهل الحق په نامه د شیعه ملیشو مشر «قیس الخزعلي» په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د موصل ښار ...

نور ولوله »

داعش په کابل کې د شیعه ګانو پر ماتم د برید مسؤولیت واخیست

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۲۱مه ۱۳۹۵ل): تېره شپه د کارته سخي پر زیارت د برید مسؤولیت د اسلامي دولت ډلي (داعش) د خراسان څانګې پر خپله غاړه واخیست. دغه ډلي د بریدګر نوم «علي جان» ښودلی او ویلي چې د کابل په ښار کې د کارته سخي په زیارت کې د شرکي اعمالو تر سره کولو پر مهال یې ...

نور ولوله »

د داعش ویاند محمدالعدناني وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۰مه ۱۳۹۵ل): د داعش ډله وايي چې مهم مشر او ویاند يې د سوريې په حلب ښار کې وژل شوی دی. د داعش ډلې ته منسوبه وېبپاڼه اعماق الاخباریة په ټویټر لیکلي چې دوی ته یوې نظامي سرچېنې ویلي چې ابي محمد العدناني د روانو نظامي عملیاتو د څارنې پر مهال په حلب کې وژل ...

نور ولوله »