د ټیګونو ارشیف : داعش

ایران: افغانستان ته داعش امریکا ولېږدول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ایران پارلمان وايي امریکا افغانستان ته داعش د دې لپاره را ولېږدول چې دې سیمه کې هم د عراق او سوريې بحران وزېږوي. د یاد هېواد د پارلمان مشر علي لاریجاني د چین د کانګریس له غړي سره خبرو کې وویل، د ایران، چین، پاکستان، ترکيې او افغانستان تر منځ همکاري ډېره مهمه ...

نور ولوله »

روسیه: امریکا داعش خپل ائتلافي بولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۴لېندۍ، ۱۳۹۷ل): روسيې چې په منځني ختیځ او افغانستان کې پرلپسې امریکا د داعش پر را پیداکولو، تمویل او ملاتړ تورنه کړې، تازه يې ویلي چې امریکا ته داعش جګړه مار خپل ائتلافیان ښکارېږي. د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف د پرتګال د بهرنیو چاو وزیر اوګوشتو سانتوش سیلفا سره په خبري کنفرانس کې ...

نور ولوله »

ننګرهار؛ د داعش مرستې ته راغلي ۱۶ کمانډویان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶لړم، ۱۳۹۷ل): ننګرهار خوږیاڼو کې د داعش مرستې ته راغلي بهرني او دولتي ځواکونه د طالبانو له توند غبرګون سره مخ شوي دي. ګډو ځواکونو د خوږياڼو په زاوي سیمه کې پر هغو طالب سرتېرو چاپه ووهله، چې له داعشي جګړه مارو سره پر مبارزه بوخت دي. طالبان وايي درې تنه ملګري يې له لاسه ورکړي ...

نور ولوله »

د طاهر داوړ جنازه خاورو ته وسپارل شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵لړم، ۱۳۹۷ل): له اسلام اباد څخه ننګرهار ته تښتول شوی د پاکستاني پوليسو افسر او د پښتون ژغورنۍ غورځنګ ملاتړی چې په ننګرهار کې ووژل شو تيره ورځ يې مړی په تورخم کې کورنۍ ته وسپارل شو. د نوموړي جسد له هغې وروسته پيښور ته يوړل شو او هلته يې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور ...

نور ولوله »

کابل: د داعش ډلې درې غړي نيول شوي

نن ټکی اسيا ‍(چهارشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۷): د افغانستان ملي امنيت اداره وايي چې په کابل ښار کې يې د داعش وسله والې ډلې درې تنه غړي نيولي دي. د ملي امنيت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د داعش دا درې تنه غړي د نورو هيوادونو دي چې افغانستان ته راغلي وو او د ملي ...

نور ولوله »

اسلام اباد څخه تښتول شوی د پوليسو افسر ننګرهار کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د اسلام اباد د پوليسو يو افسر او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی محمد طاهر داوړ په ننګرهار ولایت کې وژل شوی دی. محمد طاهر داوړ د اکتوبر په اووه ويشتمه نېټه د پاکستان له پلازمينې اسلام اباد څخه تښتول شوی و چې نن يې جسد په تورخم کې پاکستاني چارواکو ته سپارل ...

نور ولوله »

ننګرهار: د داعش مشهور قومندان په هوايي بريد کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په هسکه مينه ولسوالۍ کې يې د داعش وسله والې ډلې يو تن مشهور قومندان وژلی دی. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې ددې ولایت د هسکې مينې ولسوالۍ په انګور سيمه کې يې په يوه هوايي بريد کې د عبدالخالق په ...

نور ولوله »

ننګرهار: د داعش خلاف پاڅون کوونکو او عسکرو هوايي بريد مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷لړم، ۱۳۹۷ل): په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې په خلاف په ولسي پاڅون کوونکو چې د حکومت ملاتړ هم ورسره و بريد شوی دی چې له امله يې ۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده. دوه ورځې وړاندې د نازيانو په ولسوالۍ کې نږدې ۵۰۰ تنو ولسي وګړي له خپلو وسلو او تجهيزاتو ...

نور ولوله »

ننګرهار: ولسي خلکو د داعش خلاف پاڅون کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶لړم، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت په نازيانو ولسوالۍ کې سلګونه ولسي خلکو د داعش تروريستي ډلې په خلاف وسله وال پاڅون کړی دی. د نازیانو ولسوالۍ شاوخوا ۵۰۰ کسان په دې موخه راټول شوي او جنګي ليکې منظمې کړې وې چې له دې وروسته به د نازيانو ولسوالۍ او نورو سيمو کې د داعش خلاف جګړه ...

نور ولوله »

داعش د یوې معاملې په ترڅ کې اوه امریکایی بندیان خوشي کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ لړم ۱۳۹۷): داعش ډلي په سوریه کې د امریکایانو سره تر معاملې وروسته ۷ تنه امریکایی سرتیري له خپله بنده خوشي کړي دي. د ترکیې رسمي خبري آژانس اناطولیه خبر ورکړی چې د سوریې په ختیځه برخه کې چیری چې داعش ډله اوس هم پر ځینو سیمو ولکه لري؛ له امریکا سره د یوې ...

نور ولوله »