fbpx

د ټیګونو ارشیف : دانګام

پاکستان یو ځل بیا پر کونړ ۲۰۵ توغندي توغولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱کب، ۱۳۹۶ل): د کونړ ځايي چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ پاکستانیو پوځیانو ۲۰۵ توغندي توغولي، چې د سیمې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي. د دانګام ولسوال محمد رحمان دانش رسنیو ته ویلي، له تېر ماښام راهیسې پاکستانیو پوځیانو ۲۰۵ توغندي پر دانګام ولسوالۍ توغولي، چې د ځايي ...

نور ولوله »

طالبانو په کونړ کې دانګام او کاپیسا کې تګاب ولسوالۍ محاصره کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د خپلو نویو علمیاتو له پیل سره سم، د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې پر امنیتي ځواکونو بريدونه پیل کړي دي. په کونړ کې دانګام او کا پیسا کې تګاب ولسوالۍ له سهار راهیسې د طالبانو تر بريدونو لاندې دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ...

نور ولوله »

کونړ کې ټول ۵۱۲ ښوونځي فعال دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي۱۳مه ۱۳۹۴ل): د کونړ ولایت د پوهنې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې ټول ۵۱۲ ښوونځي فعال دي خو تر ۳۰۰ پورته ښوونځي ودانۍ نه لري. د کونړ ولایت د پوهنې تدریسي ریاست مرستیال عبدالقهار اخوندزاده پژواک ته ویلي چې په دغه ولایت کې هېڅ یو ښوونځي تړل شوی نه دی او ټول ۵۱۲ ...

نور ولوله »

کونړ کې سلګونه عسکر محاصره دي

Posta-da-10

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د کونړ ولایت په مروره، دانګام او سرکاڼو ولسوالیو کې سلګونه عسکر له څو میاشتو راهیسې محاصره دي. د کونړ د سیمه ییزو چارواکو په وینا د مرورې ولسوالي په غاښي کنډو، د دانګام په بنشۍ او سرکاڼو په ناواپاس سیمو کې سلګونه عسکر له خپلو پوستو د باندې نشي وتلی او ټولې ...

نور ولوله »

طالبانو د «دانګام فتحه» تر نوم لاندې نوی فلم نندارې ته وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۱، ۱۳۹۳ل): وسله‌والو طالبانو د کونړ ولایت د دانګام ولسوالۍ اړوند د پوځي عملیاتو نوی فلم نشر کړ. دانګام ولسوالۍ کې ګډحکومت عسکرو نېږدې ۴۰ ورځې عملیات وکړل چې د طالبانو له قوله د سختې ماتې سره مخ شول. د دانګام ولسوالۍ په اړه حکومتي کړیو ویل چې پاکستاني استخباراتو په دغه ولسوالۍ برید کړی ...

نور ولوله »

د کونړ په دانګام کې لسګونه افغان عسکر محاصره دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د ګډو ځواکونو او طالبانو تر منځ یو ځل بیا خونړۍ جګړې پيل شوې. د دغو جګړو په تړاو غبرګ ښکېل لوري، بېلابېل راپورونه او خبرونه ورکوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې وايي،چې دانګام ته درې ورځې ...

نور ولوله »

ولسي پاڅونونه که په هیواد کې د کورنۍ جګړې پیلولو لپاره امریکايي دسیسه؟

لیکوال: عبد الرحیم (ثاقب) د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې لا د جګړو اور نه دی مړ شوی چې د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یو شمیر رسنیو لخوا د طالبانو په خلاف د ملي پاڅون خبرونه ورکړل شول. ښايي له دانګام او کندهار پرته د هیواد نورو سیمو ته هم د ولسي پاڅونونو تر نامه لاندې ...

نور ولوله »

کونړ: د دانګام جګړه لاهم په شدت روانه ده؛ طالبان د دولت ادعاوې بې بنسټه بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۳ل): تر دوو اونیو ډېر وخت کېږي چې د کونړ د دانګام ولسوالي په مربوطاتو کې د طالبانو، اربکیانو او عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده. طالبان وايي چې لا يې هم ملګري په لوړ مورال جنګېږي او د دولت له لوري د ور اوښتیو تلفاتو او د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو د ...

نور ولوله »

په کنړ کې رښتيا څه تېرېږي؟

ابو الیاس جهادوال له کابو لسو ورځو را په دې خوا يو شمېر پلورل شويو رسنيو، د مدني ټولنې فعالانو، فيسبوکي اربکيانو، د شهزاده سرای د معاملو پر بنسټ راغليو د ملي شورا وکيلانو ستوني وشکول چې د کنړ پر دانګام ولسوالۍ په زرهاوو پاکستانيو پوځيانو حمله کړې او د دوي په اصطلاح له ملي پاڅون کوونکيو سره په جګړه ...

نور ولوله »

د دانګام جګړه، د هوايي ځواک نشتوالی او د ولس چیغې

نظرمحمد مطمئن ليکوال او شناند موږ مخکې هم ويلې ؤ اوس هم وايو چې بهرنیانو ته هر افغان خپل دښمن ښکاري، امريکا نه په افغان اردو، نه پر افغان پولیس او پر اربکیانو خو بيخې باور نه لري، له طالبانو اواسلامي حزب (حکمتیار) سره خو ۱۳ کلونه عملا په جګړه بوخت دي. دا ډول پر بې ګناه افغان ملکي وګړو ...

نور ولوله »