د ټیګونو ارشیف : درغلي

نیویارک ټایمز: ټاکنو کې به ۳۳ سلنه مرکزونه هم پرانیستي نه وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): نیویارک ټایمز په پرونۍ لیکنه کې د افغانستان پر را روانو ټاکنو تبصره کړې او لیکلي يې دي، چې ښايي ۳۳سلنه ټاکنیز مرکزونه به هم پرانیستي نه وي. د مضمون د لیکوال پر باور، د سیاسي ګوندونو مخالفت د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې یو بل خنډ دی. ورځپاڼه لیکي، دې وروستیو ناامنیو ته په ...

نور ولوله »

حکمتیار: حکومت په ټاکنو کې د قصدي درغلۍ هڅه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۰وږي، ۱۳۹۷ل): انجینر ګلبدین حکمتیار وايي ټاکنې ورته اغېزمنه وسیله ښکارېده، خو باوري شوی چې راتلونکې ټاکنې به هم د تېر په څېر له درغلیو ډکې وي. هغه نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، حکومت قصدي ځينې سیمې نا امنه کړې او په لوی لاس غواړي درغلیو ته لاره هواره کړي. حکمتیار ...

نور ولوله »

د ټاکڼو کمیسیون د جعلي تذکرو د پېژندنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي د درغلۍ د مخنيوي د هڅو په لړ کې غواړي د جعلي تذکرو د پېژندنې لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړي. د دې کمیسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل، دغه کمېټه به د ټاکنو کمیسیون او د نفوسو د احوالو د ثبت ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ له ایستل شویو نوماندانو ۱۰۴ تنه بېرته لیست ته لوېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵زمري، ۱۳۹۷ل): د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وايي د دوی له لوري ۱۴۱ تنه نوماندان له لیسته لرې کړل شوي و، چې ۱۰۴ يې بېرته ټاکنیز لیست ته لار موندلې ده. دې کمیسیون ټول ۱۴۱نوماندان له لیسته لرې کړي و، چې ۱۳۴ تنو بېرته يې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته عریضې وکړې، چې په پایله کې ۱۰۴ ...

نور ولوله »

اجراییه رییس: د ولسمشریزو ټاکنو نېټه باید اعلان شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي د ټاکنو کمیسیون باید د ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړي. هغه نن د وزیرانو شورا ناسته کې وویل، دا د ټاکنو کمیسیون دنده ده او د حکومت اراده هم باید خلکو ته مبهمه نه وي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره شاوخوا لا لس میاشتې وخت پاتې دی، خو اجراییه رییس ...

نور ولوله »

د ټاکنو کمیسیون: تر اتو میلیونو ډېرو رایه ورکوونکو نومونه لیکلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي، چې د نوم لیکنې له پای ته رسېدو سره سم د رایه ورکوونکو شمېر تر اتو میلونو هم واوښت. د ټاکنو کمیسینو یو کمیشنر حفیظ الله هاشمي رسنیو ته وویل چې د رایه ورکوونکو شمېره اته میلیونه او (۶۳۱۵۶۷) تنو ته رسېږي. د رایه ورکوونکو لپاره د نوم لیکنې ...

نور ولوله »

امرالله صالح: د روان حکومت تر لاس لاندې ټاکنې د باور وړ نه دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح وايي دې حکومت باور له لاسه ورکړی او تر لاس لاندې ټاکنې يې هم د باور وړنه دي. هغه پخپله رسمي فیسبوک پاڼه د اجراییه رییس او محمد اشرف غني تر منځ تازه ناندریو ته اشاره کړې او ويلي يې دي، دا حکومت تر هغه وخت یو ...

نور ولوله »

د ولسې جرګې غړې: حتی د مړو تذکرې سټېکر شوې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د را روانو ټاکنو په اړه د درغلیو او فساد په اړه بحثونه نن هم د ولسي جرګې د غونډې یوه برخه و. په ولسي جرګه کې د کونړ استازې وږمې ساپۍ وویل، چې د نوم لیکنې لپاره شفافیت اصلاً نشته. د هغې په خبره حتی د مړو تذکرې هم سټېکر شوې دي، چې ...

نور ولوله »

فیفا: د نوم لیکنې لپاره جعلي سټيکرونه بازار کې جوړ شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۶غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، فیفا؛ وايي د نوم لیکنې لپاره جعلي سټېکرونه هم په بازار کې جوړ شوي دي. د دې بنسټ اجرایيه مشر یوسف رشید له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویلو د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې لپاره د ټاکنو کمیسیون ډیټابس هم د باور وړ نه دی. د ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: د تذکرو د وېش مرکزونو کې په یو نوم څو تذکرې اخیستل کېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳غويي، ۱۳۹۷ل): مشرانو جرګه د نوم لیکنې ورانه ټکنۍ پروسه هم له درغلیو ډکه بولي او وايي، په مستعارو نومونو پکې تذکرې وېشل کېږي. د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي چې د تذکرو د وېش په بېلابېلو مرکزونو کې درغلې دومره پراخه ده، چې یو تن په څو نومونو څو تذکرې اخیستلی شي. د دې جرګې ...

نور ولوله »