fbpx

د ټیګونو ارشیف : درغلي

یوه نومانده وايي ان خپله رایه يې هم ورکه شوې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): له کابل څخه ولسي جرګې ته نومانده، صفیه صدیقي وايي چې ان خپله رایه يې هم ورکه شوې ده. دغه نوماند ګیله کوي چې په هغه ټاکنیز مرکز کې چې دې خپله رایه کارولې وه، له شمېر وروسته يې په حساب کې یوه رایه هم نه ده راغلې. په ورته وخت کې له کابل ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون: د لړم ۱۵مه به وروستۍ پایلې اعلان شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲لړم، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کميسیو مسؤلین وايي د ولسي جرګې د ناندرییزو ټاکنو وروستۍ پایلې به د روانې میاشتې په ۱۵مه اعلان شي. د دې کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، ولایتونو کې مرکزونو ته صندوقونه را ټول شوي، نن چهارشنبه به يې عمومي شمېرنه پیل شي. هغه دا هم وویل چې دوی به د ...

نور ولوله »

د ولسي جرګې ټاکنو ټوليزه ارزونه!

خیر الله شینواری ټاکنې د ډيموکراسۍ هغه اصل دی چې ولسونه يې پر مټ خپل سياسي سرنوشت ټاکي، متأسفانه زمونږ په هيواد کې پر ټاکنو د خلکو باور هغه وخت له مينځه ولاړ چې په تېر څه د پاسه اوولس کلونو کې وخت ناوخت دغه بهير له پراخو درغليو، کورنيو او بهرنيو لاسوهنو، سيستماتيکو او ډراماتيکو پايلو سره مخ وه ...

نور ولوله »

دا ټاکنې وې که په اولس ملنډې؟

جاوید علي خیل بالاخره همدا نن د میزان په ۲۸ مه د ټاکنو هغه ورځ راورسیده چې رسنیو ورته له میاشتو میاشتو خلک منتظر کړي او په تلوسه کې اچولي وو. رسنیو دا څو میاشتې د ټاکنو په اهمیت، ضرورت، شفافیت او په دې برخه کې د سلګونو میلیونه ډالرو په مصرف او بې حده تیاریو او تخنیکي اماده ګیو ...

نور ولوله »

ټاکنې؛ د ځینو نوماندانو د حذفېدو امکان شته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون وايي د ځینو نوماندانو اړوند يې شواهد او اسناد تر لاسه کړي دي چې باید حذف شي. د دې کمیسیون کېمشنر علي احمد مبلغ وايي د ځينو نوماندانو په اړه يې د نامسؤله وسله‌والو د لرلو او ځینو نورو په اړه يې د کمر عمر اسناد موندلي دي. دوی پرون وویل ...

نور ولوله »

ټاکنې – د پروان نوماندان؛ ځينې نوماندان د درغلۍ لپاره نا امني جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳تلې، ۱۳۹۷ل): په پروان کې د ولسي جرګې ځينې نوماندان وايي چې ځينې نور نوماندان د درغلۍ لپاره په لوی لاس نا امني جوړوي. د عبدالظاهر سالنګي په نوم د ولسي جرګې یو نوماند خبرې غونډې ته وویل، سازمان شوې لاسوهنې ته نیت دی او یو شمېر متخصصین د درغلۍ په برخه کې د ټاکنو د ...

نور ولوله »

حکمتیار: ټاکنو کې ګټونکي او بایلونکي سفارتونه ټاکي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار يو ځل بيا په ټاکنو د بې باورۍ خبر راتازه کړه او ويې ویل چې دغه ټاکنې د هيواد د روان بحران په حل کې مرسته نه شي کولای. ګلبدين حکمتيار د ميسم (د ملي يو والي ستره مجمع) په نامه د يوې دوه ورځنۍ مشورتي ناستې ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: ځينې سفارتونه راتلونکي پارلمان کې خپل استازي غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې غړي وايي ځينې سفارتونه او پخپله افغان حکومت په راتلونکو ټاکنو کې د مداخلې له لارې غواړي د خپلې خوښي استازي بریالي کړي. د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د نوماندانو له لوري له دولتي امکاناتو پر ګټه اخیستنې هم نیوکې وشوې. د ولسي جرګې غړي عبدالستار خواصي د چا ...

نور ولوله »

ټاکنو کمیسیون هر ټاکنیز مرکز کې یو څارونکي ګماري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون مسؤلین وايي د شفافیت په موخه د ټاکنو په ورځ هر مرکز کې یو څارونکي ګماري. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون یوه غړي دستګیر هدایت بې بې سې ته ويلي، دوی به په ټولو مرکزونو کې څارونکي ولري، چې ټول شمېر يې پنځو زرو ته رسېږي. هدایت وايي دغه څارونکي به د ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: ټاکنو کې به ۳۳ سلنه مرکزونه هم پرانیستي نه وي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۵وږي، ۱۳۹۷ل): نیویارک ټایمز په پرونۍ لیکنه کې د افغانستان پر را روانو ټاکنو تبصره کړې او لیکلي يې دي، چې ښايي ۳۳سلنه ټاکنیز مرکزونه به هم پرانیستي نه وي. د مضمون د لیکوال پر باور، د سیاسي ګوندونو مخالفت د ټاکنیزې پروسې پر وړاندې یو بل خنډ دی. ورځپاڼه لیکي، دې وروستیو ناامنیو ته په ...

نور ولوله »