د ټیګونو ارشیف : دعوت او ارشاد

کندز: د طالبانو په هڅو لسګونو عسکرو له جګړو لاس اخیستی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۸ تله، ۱۳۹۶): په کندز ولایت کې د دولتي ځواکونو ګڼو سرتیرو خپلې دندې پريښي او د طالبانو د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي. د دغو عسکرو شمېر ۷۸ تنو ته رسیږي او کلونه کلونه یې د ملي اردو، پولیسو او اربکیانو په لیکو کې دندې لرلې، خو اوس یې وسلې په ځمکه ...

نور ولوله »

طالبانو په ارزګان کې دولتي کارمندانو ته عمومي عفوه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وږي ۱۷مه ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې د ارزګان ولایت مرکز «ترینکوټ» د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی، طالبانو په دغه ولایت کې ټولو دولتي کارمندانو ته د عفوې اعلان کړی. د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسون لخوا په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي چې که هر نظامي یا ملکي مامور له مخالفته لاس ...

نور ولوله »

طالبان وايي په فاریاب کې د ولسي وګړو سره لويي غونډي کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۱، ۱۳۹۵ل): د طالبانو پر وېب پاڼه په یوه تازه خبر کې ویل شوي چې ددوی د دعوت او ارشاد په نامه کمیسون چارواکو په فاریاب ولایت کې د ولسي وګړو سره لويي ناستي کړي دي. د خبرپاڼي سره سم ددغه کمیسون چارواکو د فاریاب په قیصار ولسوالي کې د عامو ولسي وګړو په مجلسونو ...

نور ولوله »

طالبان: په تېره میلادي میاشت کې نږدې زر تنه دولتي مامورین له دندو لاس په سر شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لېندۍ ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): طالبان وايي چې په تېره ميلادي میاشت کې نږدې زر تنو دولتي کارکوونکو له دولت سره پرېکون اعلان کړی او ځينې يې د دوی ملګري شوي دي. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په نومبر میاشت کې د دوی د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو ۷۵۷ تنه دولتي کارکوونکي له ...

نور ولوله »

طالبان وايي دوی سره ۴۴۷ دولتي منسوبین یو ځای شوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه،۱۳لړم،۱۳۹۴ ل): طالبانو ویلي چې ددوی سره یوازي په تیره میلادي میاشت اکتوبر کې ۴۴۷ تنه دولتي منسوبین یو ځای شوي دي. د طالبانو پر ویب پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دوی دعوت او ارشاد کمیسون توانېدلی چې په تیر اکتوبر میاشت کې د کابل د ادارې اړوند د بېلا بېلو ارګانونو څخه دغه ...

نور ولوله »

فراه: طالبانو اربکی قومندان د ځان ملګری کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، چنګاښ ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د افغان ځواکونو له لیکو څخه طالبانو ته د ډله ییزې ورتېښتې په بهیر کې دا ځل په فراه ولایت کې طالبانو ته د یو اربکي قومندان د وراوښتلو خبر ورکړل شو. قومندان شیراغا د بالابلوک ولسوالۍ د کرانې سیمې د اربکیانو عمومي قومندان و چې نن له پیشلمي وروسته د پنځو ملګرو ...

نور ولوله »

د عسکرو تیښته او تسلیمي ګډ حکومت ته لویه ننګونه ده

میوند سادات طالبانو په وروستیو کلونو کي په خپلو تشکیلاتو کي د دعوت، ارشاد،جلب او جذب کمیسیون هم تاسیس کړی دی، د یادشوي کمیسیون دنده داده چي د کابل حکومت په ملکي او پوځي ارګانونو کي لوړ پوړو او ټیټ پوړو چارواکو، عسکرو او منسوبینو ته لار پرانیزي چي د حکومت او یرغلګرو ځواکونو سره دکار کولو څخه لاس واخلي، ...

نور ولوله »

کندز: د افغان ځواکونو ۷۱ سرتیري طالبانو ته ورواوښتل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۶مه، ۱۳۹۴ل): کندز کې طالبانو د یوې غونډې په ترڅ کې د هغو ۷۱ تنو عسکرو هرکلی کړی چې د دې ولایت په چاردرې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لیکو جلا او له سپکو او درنو وسلو سره له طالبانو سره یوځای شوي دي. طالبان وايي چې ورغلو کسانو له ځانو سره ۷ ټانګونه، ...

نور ولوله »

په اکتوبر کې سلګونه دولتي مامورین طالبانو ته تسلیم شوي دي

  نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې د ګډ حکومت له پیله نږدې یوه نیمه میاشت تېرېږي، ویل کېږي په تېره میلادي میاشت کې ۳۰۱ تنه دولتي مامورین طالبانو ته تسلیم شوي دي. په تسلیم شویو مامورینو کې چې لوړپوړي نظامي مسوولین هم پکې شامل دي، ځينې له طالبانو سره اوږه پر اوږه د ...

نور ولوله »