د ټیګونو ارشیف : دعوه

هلمند: امنیتي ځواکونو د خانشين د نیولو دعوه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۸مه، ۱۳۹۵ل): په هلمند کې امنیتي مسوولینو دعوه کړې چې له نږدې پنځو میاشتو وروسته د خانشين په بېرته نیولو توانيدلي دي. په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان وايي چې تېره شپه يې پر دې ولسوالۍ عملیات پیل کړي او په یوه شپه کې يې د طالبانو له واکه ویسته. قومندان محمد ...

نور ولوله »

بدخشان: امنیتي ځواکونه د تګاب ولسوالۍ د نیولو دعوه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۶مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان امنيتي مسوولین وايي چې امنیتي ځواکونو وکولای شول چې د عملیاتو په ترڅ کې د تګاب ولسوالۍ له طالبانو څخه ونیسي. د بدخشان د والي وياند وايي چې د تګاب ولسوالۍ يې کې يې ګڼو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې او په وينا يې دا بريالي عملیات دوه ورځې ...

نور ولوله »

تخار: دولتي ځواکونو د درقد نیولو دعوه وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د تخار چارواکي وايي چې د دې ولایت درقد ولسوالۍ يې له دوو میاشتو وروسته د طالبانو له تسلطه خلاصه کړه. د تخار د والي وياند سنت الله تیموري وايي چې دوی نن سهار پر دې وتوانيدل چې د ولسوالۍ مرکز ته ورسېږي، خو طالبانو تر دې دمه د دولتي چارواکو د دې ...

نور ولوله »

هلمند: د موسی کلا د نیولو په موخه تللي ځواکونه شاتګ ته اړ شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ځايي چارواکو پرون د موسی کلا ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره د بهرنیانو په ګډون د پوځي عملیاتو خبر ورکړ. حکومت ادعا کوله، چې د موسی کلا ولسوالۍ ځينې سیمې يې ونیولې او مخ پر وړاندې روان دي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې دولتي قوه بېرته په شا تمبېدلې ده. د ...

نور ولوله »

هلمند: دولتي ځواکونه د موسی کلا د نیولو دعوه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۸مه، ۱۳۹۴): وروسته له هغه چې تېره چهارشنبه د هلمند له مهمې ولسوالۍ موسی کلا نه دولتي ځواکونه وتښتېدل، په تازه څرګندونو کې د بېرته نیولو دعوه کوي. له دفاع وزارت رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت لوی درستيز د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او په وينا يې ...

نور ولوله »

طالبانو په غور کې د خپلو ملګرو د تسلیمي خبر رد کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي د دولتي چارواکو هغه دعوه چې ګواکې په غور کې له دوی سره د قومندان په ګډون څو تنه طالبانو یوځای شوي دي په کلکه ردوو. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په غور ولایت کې د عبدالهادي په مشرۍ څو تنه له دولت سره هغه کسان یو ځای ...

نور ولوله »

طالبان د دوی د تلفاتو په اړه د حکومتي لوري دعوه بې بنسټه بولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۱۱مه، ۱۳۹۳ل): طالبان په خپره کړې خبر پاڼه کې وايي چې د دولت له لوري د دوی د کلنیو تلفاتو اړوند دعوه، هیڅ حقیقت نه لري. طالبان وايي چې دولت د تېر ۲۰۱۴م کال په اوږدو کې د دوی د تلفاتو لیست له هغو لستونو څخه برابر کړی، چې هره ورځ د کورنیو چارو وزارت ...

نور ولوله »

طالبانو په کونړ کې پنځه پوستې نیولې دي

Posta-ranga-12

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۸مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو نن سهار شاوخوا نهه بجې د کونړ ولایت په نورګل ولسوالي کې د اربکیانو په پنځو پوستو بریدونه پیل کړل چې نږدې تر مازیګره يې دوام وکړ. طالبانو په دې جګړه کې اوه تنه اربکیان وژلي او پنځه واړه پوستې يې تر واک لاندې کړې دي. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ...

نور ولوله »

طالبان: په فاریاب کې د دولت ادعا دروغ ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): څو ورځې وړاندې دولتي سرچینو له رسنیو سره داسې خبرونه شریک کړل چې پکې د فاریاب په قیصار ولسوالي کې د طالبانو د لسګونو تنو د تسیلمۍ خبره شوې وه. دولتي چارواکو ویل چې د ملا عبدالله په نامه د طالبانو یو قومندان له خپلو شپېتو ملګرو سره د دوی ملګری شوی او ...

نور ولوله »