د ټیګونو ارشیف : دفاع وزارت

عطامحمد نور د اشرف غني له لوري دفاع وزارت ته نوماند وزیر نه مني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، غويي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): په شمال کې پخوانی جنګسالار، د بلخ سرپرست والي او د جمعیت اسلامي ګوند اجرايوي رییس عطامحمد نور د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له لوري دفاع وزارت ته د معصوم ستانکزي نومونه تاریخي تېروتنه بللې ده. نور په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې معصوم ستانکزی د دوی د ګوند جمعیت ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: د ملي اردو نهه تنه منسوبین وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، غويي۲۲مه ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت ویلي چې د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې ددوی نهه تنه منسوبین وژل شوي دي. په یوه خبرپاڼه کې چې نن سهار وختي د دفاع وزارت څخه خپره شوه، ویل شوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلا بېل برخو کې د مخالفینو سره په جګړه ...

نور ولوله »

نن پنځه نوماند وزیران خپل پلانونه وړاندې کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د ولسي جرګې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې نن به پنځه نوماند وزیران ولسي جرګې ته خپل پلانونه وړاندې کړي او د راتلونکې شنبې په ورځ به د کابینې د دویم پړاو ټولو نوماند وزيرانو لپاره د رایو صندوقونه کېښودل شي. د دې خبرپاڼې له ...

نور ولوله »

ملي دفاع وزارت د «فتح» په نوم عملیات پیلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت په داسې حال کې چې یاد وزارت لا هم د کابینې په دویم پړاو کې نوماند وزیر نه لري، د سږ کال د پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکوي. د دې وزارت ویاند دولت وزیري رسنیو ته ويلي چې دوی به د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې ۲۱ ...

نور ولوله »

«ملي دفاع وزارت د ګډحکومت د مشرانو د اختلافونو قرباني شو»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۲۰مه، ۱۳۹۴ل): که څه هم ګډ حکومت ملي دفاع وزارت ته تازه نوماند ولسي جرګې ته د باور رایې په هیله ورپېژندلی و؛ خو د ګډ حکومت د ولسمشرۍ او اجراییه ریاست ترمنځ د واک پر سر روانو سیالیو نوماند وزیر استعفا ته اړوېست. ډګر جنرال محمد افضل لودین روانه اوونۍ د ولسمشر غني له خوا ...

نور ولوله »

عبدالله عبدالله: اجرايوي ریاست د چا «ډالۍ» نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت دویم مشر عبدالله عبدالله د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون لپاره د جوړ شوي کمیسیون د مشرې پر سر د ناندریو په اوږدو کې ویلي چې اجرايوي ریاست د چا ډالۍ نه ده؛ بلکې د نوموړي «مسلم حق» دی. اجرايوي رییس دغه څرګندونې د ټاکنیزو کمیسیونونو دسمون د کمیسیون د لرې ...

نور ولوله »

د لودين په بيا راتګ سره به د جهاد ټيکه داران څه کوي؟

ابو الیاس جهادول د روسي يرغګرو او د هغوی د لاسپوڅو پر وړاندې د افغانانو جهاد، دوه ميليونه شهيدان، معلوليت، کډوالي او په وحشي زندانونو کې د شپو او ورځو تيرول يوازې او يوازې د دې له پاره وو چې چې په هېواد کې د پخواني شوروي اتحاد تيری ته د پای ټکی کېږدي، په افغانستان کې اسلامي نظام نافذ ...

نور ولوله »

ولسي جرګه به په یوه اوونۍ کې د نوماند وزیرانو اسناد وڅېړي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۱۵مه، ۱۳۹۴): د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې دا جرګه به په روانه یوه اوونۍ کې د شپاړلسو نوماند وزیرانو اسناد او د تابعیت اړوند خپلې څېړنې بشپړې کړي. د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمد احمدزي رسنیو ته وویل چې په دې اوونۍ کې به د نوماند وزیرانو د اسنادو او تابعیتونو اړوند ...

نور ولوله »

۱۶ نوماند وزیران ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت له پیله نږدې اوه میاشتې وروسته بیا هم د دفاع له نوماند وزیر پرته شپاړلس نوماند وزیران نن ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول. د ګډ حکومت د لومړي مشر اشرف غني دویم مرستیال سرور دانش لاندې پوهنيار عبدالرزاق وحيدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، مېرمن دلبر نظري د ښځو ...

نور ولوله »

عبدالله:‌ د دفاع وزارت او پنټاګون تر منځ به منظمې ناستې بیا پیل شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، وري ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د حکومت اجرایه رییس د سږ کال د وزیرانو په لومړۍ ناسته کې چې له امریکا نه د ډک لاس راستنېدو په اړه غږېده وویل چې د افغانستان د دفاع وزارت او د امریکا د پنټاګون تر منځ به منظمې ناستې بیا پیل شي. عبدالله عبدالله وویل چې پخوا د امریکا دفاع ...

نور ولوله »