د ټیګونو ارشیف : دفاع وزارت

دفاع وزارت؛ د «ونو پاڼې» هم د تلفاتو ډېرېدو علت بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۸لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ناټو عمومي منشي یسن سټولټبرګ د دولتي ځواکونو د پراخو تلفاتو خبر ورکړ، څو ورځې وروسته ځينو رسنیو د محمد اشرف غني په حواله وویل، چې څلورو کلونو واکمني کې يې تر ۲۸زره ډېر عسکر وژل شوي دي. له دې سره دفاع وزازت او د کورنیو چارو وزارت چارواکو ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: پر دولت د خلکو بې باوري جلب‌وجذب کم کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶لړم، ۱۳۹۷ل): دفاع وزارت د دولتي ځواکونو د زیاتو تلفاتو او کمښت د دلایلو په لړ کې دا هم ويلي، چې پر دولت د خلکو باور له منځه تللی او د جلب‌وجذب لړۍ کمه شوې ده. د دې وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ازادي راډيو ته ويلي، د دې تر څنګ چې خلک پر دولت ...

نور ولوله »

دفاع وزارت د ځواکونو د تلفاتو له امله پوستې را ټولوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې ډاکټر غني د خپلو معلوماتو له مخې یوازې په تېرو څلورو کلونو کې د ۲۸زره ځواکونو وژل کېدو خبر ورکړ، دفاع وزارت وايي ځينې پوستې را ټولوي. د دې وزارت ویاند غفور احمد جاويد وايي، دوی پر نوې ستراتېژي کار کوي، چې پوستې به راټولې او په ځينو مهمو ځایونو ...

نور ولوله »

دفاع وزارت؛ ملي اردو کې د جنسي ځورونې د مخنیوي پالیسي ترتیب کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي د ملي اردو په لیکو کې يې د جنسي ځورونې د مخنیوي په موخه پالیسي ترتیب کړې ده. دفاع وزارت وايي، د دې پالیسې له تطبیق سره به د ملي اردو په لیکو کې ښځينه عسکرې د خوندیتوب احساس وکړي. سره له دې چې وزارت د دې عمل د ...

نور ولوله »

دفاع وزارت د ټاکنو په اړه د طالبانو ګواښ ځوابوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴تلې، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي وايي، طالبان د ټاکنو د ګډوډولو هڅه کوي، خو په وینا يې بریالي به نه شي. هغه نن د کابل په ریشخورو کې د تازه فارغېدونکو پوځيانو غونډې ته په خبرو کې وویل، دفاعي ځواکونه به د ټاکنو خوندیتوب وساتلی شي. وړاندې تر دې د ...

نور ولوله »

دفاع وزارت بلک‌ واټر ته د جګړې سپارل تبلیغات بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹تلې، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزارت مسؤلین وايي د بلک واټر کمپنۍ ته د روانې جګړې سپارل یوازې تبلیغات دي. د دې وزارت ویاند غفور احمد جاويد رسنیو ته ویلي، دوی ته هم د دې جګړې خصوصي کول د منلو نه دي. هغه دعوه وکړه چې د جګړې خصوصي کول د حکومت له قوانینو سره په ټکر ...

نور ولوله »

دفاع وزارت د طالبانو د نفوذ په اړه د محقق څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۱وږي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت ویاند، د طالبانو د پراخ نفوذ او واک په اړه د محمد محقق څرګندونې رد کړې. د اجراییه ریاست مرستیال او د وحدت ګوند مشر محمد محقق وړمه ورځ له اریانا نیوز سره په خبرو کې وویل، چې طالبان د هېواد په پراخه برخه بشپړ واک لري. هغه وویل، اویا، ...

نور ولوله »

پر ډېورنډ کرښه ۶۰ زره پاکستاني پوځيان او د دفاع وزارت څرګندونې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸زمري، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د بلومبرګ په نوم امریکايي خبري اژانس د پاکستاني پوځي مسؤلینو په حواله راپور ورکړ، چې پر ډېورنډ کرښه يې ۶۰ زره پوځيان ځای پر ځای کړي دي. هغه وخت افغان پوځي مسؤلینو څه ونه ویل، خو تازه د دې وزارت مطبوعاتي سرپرست محمد رادمنش ازادي راډيو ته د دې راپور ...

نور ولوله »

کابل: سروبي کې د دفاع وزارت چورلکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱زمري، ۱۳۹۷ب): د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ملي دفاع وزارت اړوند چورلکه غورځېدلې ده. د ملي دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش که څه هم دعوه کوي چې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې، خو مني چې له عملې نه يې ځينې ټپیان شوي دي. طالبانو د دې چورلکې د غورځولو په تړاو څه نه دي ...

نور ولوله »

ولسي جرګه: دفاع وزارت کور په کور جګړه غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د ټرمپ د ستراتېژۍ مطابق دفاع وزارت له کلیوالي سیمو د امنیتي ځواکونو را ایستل تایید کړل، غواړي هلته «سیمه ییزه اردو» فعاله کړي. ولسي جرګه دا طرحه د کور په کور جګړې اور بلول بولي او ټينګار کوي چې دا طرحه نه شي عملي کېدلی. د ولسي جرګې د ...

نور ولوله »