د ټیګونو ارشیف : دفاع وزارت

ویسا ورځپاڼه: د ملېشو جوړول د ناکامو تجربو تکرار دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې «ویسا» په نننۍ سر مقاله کې د دفاع وزارت له لوري د نویو ملېشو جوړولو ته ځانګړې کړې. ورځپاڼه لیکي، د ملي اردو له تشکیلاتو د باندې د ملېشو جوړولو طرحه ولسمشرۍ ماڼۍ هم تایید کړې، خو په افغانستان کې ملېشه يي ځواک تل ناکام وو او حکومت په لوی ...

نور ولوله »

دفاع وزارت پر هوايي بریدونو د محدودیت ډاډ ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما د راپور له خپرېدو وروسته د دفاع وزارت پر هوايي بریدونو د محدودیت ډاډ ورکړی دی. د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، له دې وروسته د افغان هوايي ځواکونو پر هوايي بریدونو محدودیت لګېږي او د جګړې په سیمو کې د ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: د مخالفینو پر ضد تبلیغاتي اعلانونه بهرنیان جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي، د دولت او بهرنیانو د وسله والو مخالفینو پر ضد اعلانونه بهرنیان جوړوي او د دوی له همغږۍ پرته يې پخپل سر خپروي. د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د دې اعلانونو پر اخلاقي، تبلیغاتي، دیني او رواني تېروتنو اعتراف ...

نور ولوله »

د دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي غزني ته تللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت وزیر طارق شاه بهرامي غزني ولایت ته د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه تللی دی. د ملي دفاع وزارت مسوولین وايي، نوموړی نن چهارشنبه د یو پلاوي په ملتیا غزني ولایت ته ورسيد. طارق شاه بهرامي په داسې حال کې غزني ته سفر کوي، چې په دې ولایت ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: امریکا به افغان ځواکونو ته تر ۲۰۲۰م کاله ۱۵۹ الوتکې ورکړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزيري وايي، تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې به د ‏امریکا له خوا ورسره ژمنه شوې الوتکې ور وسپارل شي‎. ‎ وزيري دعوه کوي، چې د دې ۱۵۹ بېلابېلو الوتکو په تر لاسه کولو سره به افغان امنيتي ځواکونه بشپړ پخپلو پښو ودرېږي‎.‎ هغه وايي تر دې ...

نور ولوله »

نويو امریکايي عسکرو ته د دفاع وزارت خوښي؛ د طالبانو ګواښ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳ مرغومي، ۱۳۹۶ل): امریکايي چارواکو تازه افغانستان ته د ۷۰۰ تنو ځانګړو ځواکونو د رالېږلو خبر ورکړی دی. په افغانستان کې د ناټو د ماموریت د مرکزي دفتر ویاند ويلي، دا ډله به له افغان عسکرو سره د جګړې په کرښو کې د هغوی روزلو ته دوام ورکړي. د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: د داعش په اړه د روسيې معلومات ناسم دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل): د افغانستان په چارو کې د روسيې د ځانګړي استازي له څرګندونو وروسته دفاع وزارت وايي د داعش په اړه د دوی معلومات ناسم دي. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي، د ضمیر کابولوف دا څرګندونې چې دلته يې د داعشیانو شمېر ۱۰زره تنه ښوودلی ناسم دي. وزيري وايي داعش په لومړیو ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: د «نور» پر سر د غني او عبدالله ترمنځ شخړه کې یوازې د «نظام» ساتنه کوو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): دفاع وزارت وايي، د بلخ د ګوښه شوي والي عطاء محمد نور پر سر شخړه د ارګ او اجراییه ریاست ته هم رسېدلې او دوی یوازې د نظام ساتنه کوي، نه د کومې سیاسي ډلې. د دغه وزارت ویاند دولت وزیري وايي، افغان ځواکونه سیاسي نه دي، موږ په حکومت کې لاسوهنه نه ...

نور ولوله »

دفاع وزارت: بهرنیان زموږ په همغږۍ عملیات ترسره کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت وايي، دوی د څلور کلن امنیتي پلان سره سم پر مخ ځي او د بهرنیانو ټول عملیات له دوی سره په همغږۍ ترسره کېږي. د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وايي، د څلور کلن له برخې د سږ کال پلان بشپړ او سم تطبیق شوی دی. نوموړي ...

نور ولوله »

وزیري: دولت د اربکیانو  سربېره نوې ملېشه جوړوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، د دفاع وزارت له لوري نوي منطقوي ځواکونه جوړېږي؛ خو له اربکیانو سره به توپیر ولري. د ده په خبره، په دغه نوې ملېشه کې به هغه کسان نیول کېږي، چې په ملي اردو کې یې خدمت کړی وي او یا یې ترخیصونه اخیستي ...

نور ولوله »