د ټیګونو ارشیف : دندې

کرېکټ بورډ د اقتصادي بحران له کبله ګڼ شمېر کارکونکي له دندو ګوښه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د بودیجې کمښت او اقتصادي بخران له کبله شاوخوا «۴۳» کارکونکي له دندو ګوښه کړي دي. د افغانستان کرېکټ بورډ د نوې پریکړې له مخې په کاري برخه کې د غوره کیفیت او د بودیجې د کموالي له کبله د یاد بورډ د ګڼ شمېر کارکونکو قراردادونو پای ته ...

نور ولوله »

کرېکټ بورډ د اسدالله خان، دولت احمدزي او نوید کاکړ دندې وځنډولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د سرپرست اجراییه رییس اسدالله خان، د غوراوي کمیټې پخواني مشر دولت احمدزي او د لوبډلې مدیر نوید کاکړ دندې د ټاکلې مودې لپاره وځنډولې. د راپورونو له مخې د افغانستان کرېکټ بورډ مشر عزیز الله فضلي د یوې غونډې پرمهال چې په کې د عاطف مشعل او ضیاء ...

نور ولوله »

د کورنيو چارو لوړ پوړي چارواکي له دندو ګوښه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت درې تنه لوړ پوړي چارواکي له دندو لرې کړل شوي دي او په ځای يې نور ټاکل شوي دي. د کورنيو چارو وزارت لومړی معين جنرال جانان بارکزی، امنيتي معين جنرال اختر ابراهيمي او له ترورېزم سره د مبارزې مدير نجیب امان له خپلو دندو لرې کړل شوي دي. ...

نور ولوله »

غني اته سفیران او د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ نور کارکوونکي ګوښه کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): طلوع نیوز وايي، داسې اسناد يې تر لاسه کړي چې ښيي محمد اشرف غني اته سفیران او د بهرنیو چارو وزارت ۱۶ نور کارکوونکي له دندو لرې کړي. په هسپانیه کې افغان سفیر مسعود خلیلي، المان کې سفیر علي احمد جلالي او په مسکو کې افغان سفیر عبدالقیوم کوچی هم د لرې کړل شویو ...

نور ولوله »

کابل: د لومړۍ امنیتي حوزې د پنځو تنو مسوولینو دندې وځنډول شوې

نن ټکی اسیا (غويي ۲مه، ۱۳۹۵ل): په پلازمېنه کابل کې د تېرې ورځې د بريد په غبرګون کې د لومړۍ امنیتي حوزې د پنځو تنو مسوولینو دندې وځنډول شوې. په دې بريد کې چې تېره سه شنبه د ملي امنیت د لسم ریاست پر ودانۍ وشو، پکې د دې ادارې شاوخوا ۴۰۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د کورنیو چارو ...

نور ولوله »

هلمند: د لوړ پوړو دولتي چارواکو دندې ځنډول شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۶مه، ۱۳۹۵ل): په هلمند کې د وروستیو نا امنیو د ملامتیا له امله د دې ولایت د ځينو لوړ پوړو چارواکو دندې ځنډول شوې دي. د کورنیو چارو وزارت له لوري د هلمند د مرستیال والي، امنیه قومندان او د قول اردو د عمومي قومندان دندې ځکه ځنډول شوې چې دوی د هلمند د نا ...

نور ولوله »

د فیسبوک يوه پوسټ د هلمند مرستیال والي له دندې لرې کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند او غزني ولایتونو د مرستیالانو دندې تر نا معلوم وخت پورې ځنډول شوي دي. د ملي امنيت شورا سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته په لېږلي مکتوب کې کښلي چې د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار او د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي دندې د دوی تر بل مکتوبه ...

نور ولوله »

محقق: پرونی لاريون هغو کسانو برابر کړی و، چې دولت دندې نه دي ورکړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د اجرایوي ریاست دویم مرستیال محمد محقق وايي چې د پروني لاريون تر شا د هغو کسانو لاس دی چې د ګډ حکومت له لوري کومه چوکۍ نه ده ورکړل شوې. دغه لاریون چې پرون – چهارشنبه – د ارګ مخې ته وشو، په زابل کې د داعشي وسله والو له لوري د ...

نور ولوله »

جلريز کې تښتېدلي اربکيان له دندو شړل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان وردګو ولایت په جلريز ولسوالي کې له جګړې تښتيدلي اربکيان له دندو شړل شوي دي. د طالبانو د تېرې جمعې ورځې په بريد کې د ميدان وردګو ولایت په جلريز ولسوالي کې د اربکيانو دوولس پوستې سقوط او سیمه د طالبانو لاس ته ورغله. په دې جګړه کې چې تر ...

نور ولوله »

هرات: اشرف غني لسګونه دولتي کارکوونکي له واکه لرې او ځینې محکمې ته معرفي کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۳ل): اشرف غني په هرات کې نږدې دېرش تنه دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي او ځينې يې محکمې ته هم ور معرفي کړي دي. د ګډ حکومت مشر پرون دې ولایت ته له پنځوس کسیز پلاوي سره سفر وکړ، چې موخه يې د هرات د امنیتي، اقتصادي او فرهنګي وضعې اړوند خبرې ...

نور ولوله »