د ټیګونو ارشیف : دهراود

روزګان: د طالبانو په برید کې لږترلږه ۳۰ تنه افغان سرتیري وژل سوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، کب ۲۵مه، ۱۳۹۴ ل): د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې طالبانو د امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې اړولي ده. برید تېره شپه ناوخته د دهراود ولسوالۍ په میاندو سیمه کې پر هغه سرای سوی چې د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیرو تازه مرکز پکې نیولی وو، ...

نور ولوله »

روزګان: طالبانو په دهراود ولسوالۍ کې هم پرمختګ پيل کړی

police.with.wall

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): وروسته تر هغه چې طالبانو په چهارچینو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو څخه د خارخوردې، سراب او یخدان پراخي سیمي ونیولي اوس یې ددې ولسوالۍ په څنګ کې د دهراود په مهمه او ستراتیژیکه ولسوالۍ کې پرمختګ پیل کړی. طالبانو په لومړي ګام کې تېره شپه د چهارچینو او دهراود ولسوالۍ تر ...

نور ولوله »

روزګان: د دهراود ولسوالۍ یوازې پنځه سلنه خاوره د دولت په لاس کې ده

rozgan.balst

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): په روزګان کې د دهرادو ولسوالۍ اوسېدونکي او د دې ولسوالۍ سیمه ییز چارواکي وايي چې حکومت یوازې پر خپلو ودانيو واک لري. د دهراود ولسوالۍ قومي مخور وايي چې په دې ولسوالۍ کې دولت د خپلو ودانیو په محدوده کې پاتې دی او نوره ټوله ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې ده. ...

نور ولوله »

د اقتصادي ګټو پر سر ۸۰ پولیسو خپل دندي پریښي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ ل): د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لویې لاري پر سر ۸۰ تنو پولیسو خپلي دندي پريښي او په مرکز ترینکوټ کې میشت شوي دي. د روزګان ولایت چارواکي وایې، دغه ۸۰ تنه پولیس د دهراود ولسوالۍ د مرکز او ترینکوټ تر منځ پر لویه لار په ۷ پوستو کې پر ...

نور ولوله »

روزګان: دهراود کې امنیتي ځواکونه له څلورو پوستو تښتېدلي

mili-ordo

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان په دهرواد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه له څلورو پوستو تښتېدلي او خپلې امنیتي پوستې يې طالبانو ته پرېيښې دي. دغه امنیتي پوستې چې د چهارچينو او مرکز ترینکوټ پر عمومي لاره يې د طالبانو مخه نیوله، تېره شپه يې ځواکونه په تېښته بريالي شوي دي. د روزګان امنیتي مسوولینو تر اوسه ...

نور ولوله »

روزګان کې پولیسو خپل ۹ ملګري وژلي او وسلي یې له ځانه سره وړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې درو تنو پولیسو د خپلي پوستې ۹ تنه پولیس ملګري وژلي او ټولي وسلي یې له ځانه سره وړي دي. د روزګان ولایت د امنیت امر رحیم الله خان رسنیو ته وویل چې پېښه د دوشنبې په شپه د هراود ولسوالۍ په سنګر نومي پوسته ...

نور ولوله »

روزګان: د دهراود امنيه قوماندان او مرستيال يې ووژل شول

نن ټکی اسیا (جمعه، چنګاښ ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي طالب له خپل مرستيال سره په وسله واله نښته کې ووژل شو. راپورونه وايي، چې د هراود امنيه قوماندان حاجي طالب، د هغه مرستيال قوماندان جان اغا نانی له خپلو څلورو ملګرو سره د طالبانو په بريد کې ووژل شول. د طالبانو وياند قاري محمد ...

نور ولوله »

روزګان: دهراود کې دواړه لوري یوبل ته د مرګ ـ ژوبلې دعوې کوي

Ruzgan190

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لړم ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان په دهراود کې له تېرو دریو ورځو راهیسې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده. د روزګان امنیتي مسوولین وايي چې په دې جګړه کې يې لسګونو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې چې ورسره اوه پولیس هم له منځه تللي دي. د دهراود امنیه قومند حاجي عبدالرازق له ...

نور ولوله »

د ګیزاب ولسوالي طالبانو محاصره کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت ګیزاب ولسوالي د طالبانو له لوري محاصره شوې ده او له ولایت سره يې اړیکې شلېدلې دي. له ګیزاب ولسوالي نه امنیتي مسوولینو رسنیو ته ویلي چې د دې ولسوالي ډېرې برخې د طالبانو په لاس کې دي، چې د ولسوالي او ...

نور ولوله »