د ټیګونو ارشیف : ده یک

غزني؛ امریکایانو پر مدرسه چاپه اچولې، اوه تنه يې وژلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني په واغظ ولسوالۍ کې امریکایانو پر مدرسه چاپه وهلې او اوه تنه د مدرسې طالبان يې وژلي دي. په دې شپنیو عملیاتو کې چې امریکایانو د داخلي عسکرو په ملګرتیا ترسره کړي، مدرسې ته هم مالي زیان اوښتی دی. پېښه تېره شپه د واغظ ولسوالۍ په سربلند کلا سیمه کې شوې ...

نور ولوله »

غزني: د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې لویه دیني مدرسه پرانیستل شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني ده یک ولسوالي چې د طالبانو له لوري له څو ځلې سقوط وروسته اوس پکې بشپړ د دوی واک دی، یوه لویه دیني مدرسه پرانیستل شوه. دغه مدرسه چې په اساسي ډول جوړه شوې، د ده یک په رباط کلي کې جوړه شوې ده. رباط کلی چې تر لسیزې ډېر د ...

نور ولوله »

غزني: طالبانو د ده یک ولسوالۍ بشپړه نیولې ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۲مه، ۱۳۹۷ل): د غزني په ښار کې له توندې جګړې سره هممهاله طالبانو مرکز ته نږدې ولسوالي ده یک بشپړه ونیوله. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دوی سرتېرو نن د دې ولسوالۍ امنیه قومنداني، د ولسوالۍ ودانۍ او شاوخوا پوستې بشپړې ونیولې. هغه لیکلي: «شیبه مخکې د غزني ولایت دهیک ...

نور ولوله »

د غزني – پکتیکا لاره لا هم تړلې؛ د تازه جګړې حال

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني – پکتیکا تر منځ غځېدلې لویه لاره لا هم د دولتي مامورینو پر مخ تړلې. دغه لویه لاره چې له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو له لوري تړل شوې، د اختر په رانږدې کېدو يې په دواړو ولایتونو کې مسافر دولتي مامورین اندېښمن کړي دي. د لارې د خلاصون لپاره د غزني، ...

نور ولوله »

ولایتي شورا: یوه شپه کې د غزني دوه ولسوالۍ سقوط شوې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د غزني ولایتي شورا وايي طالبانو تېره شپه په غبرګو بریدونو کې دوه ولسوالۍ سقوط کړې دي. د دې شورا غړی نصیر احمد فقیري وايي طالبانو تېره شپه پر جغتو او ده یک ولسوالیو هم مهاله بریدونه وکړل، چې سهار ته نږدې يې دواړه سقوط کړي. د هغه په وینا د جګړې پر ...

نور ولوله »

د غزني – پکتیکا لاره لا هم تړلې؛ تازه جګړه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د غزني – پکتیکا لویه لاره له نږدې شلو ورځو راهیسې تړلې، چې هیڅ ډول حکومتي وسایل پرې تګ راتګ نه شي کولی. د دې دواړو ولایتونو موټر چلوونکي وايي چې دوی خپلې عامې سپرلۍ د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د طالبانو تر لاس لاندې ساحو کې پر لارو وړي را ...

نور ولوله »

حکومت یو ځل بیا د غزني – پکتیکا لارې د خلاصون دعوه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي د غزني – پکتیکا تر منځ لویه لاره يې د عملیاتو په ترڅ کې خلاصه کړې ده. له دې وزارته خپره شوې خبرپاڼه وايي دوی د ۲۰۳ تندر قول اردو ځواکونه د لارې د خلاصون لپاره لېږلی و، چې بریالي شوي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ...

نور ولوله »

غزني: ده یک کې ۹ اربکیان وژل شوي، دوه یې طالبانو ژوندي بېولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۰۳کب، ۱۳۹۶ل): د غزني په ده یک ولسوالۍ کې طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۹ اربکیان وژلي او دوه تنه یې ژوندي بېولي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري وايي، تېره شپه طالبانو د ده یک ولسوالۍ په رباط سیمه کې د اربکیانو پر پوسته برید کړی، چې ۹ تنه یې وژلي ...

نور ولوله »

کندهار او غزني کې طالبانو دولتي عسکر په نښه کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په کندهار او غزني ولايتونو کې تېره شپه طالبانو د دولتي ځواکونو پر قرارګاوو بریدونه کړي. د کندهار ولايت د معروف ولسوالۍ په سالیسون نومي سيمه کې طالبانو د دولتي عسکرو پر یوازنۍ ستره قرارګاه بريد کړی ، قرارګاه د طالبانو لاس ته لوېدلې او ډېر شمېر وسلې او مهمات يې نيولي. طالب ...

نور ولوله »

غزنی: د ده یک امنیه قومندان د ماین په چاودنه کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د غزني د ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان د ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی. په سیمه کې د نن ټکی اسیا خبريال وايي چې د امنیه قومندان ټانک نن سهار مهال په رباط کلي کې پر خښ کړل شوي ماین برابر شو. د سرچينې په وینا قومندان فیض چې په ...

نور ولوله »