fbpx

د ټیګونو ارشیف : دوستم

زلمی خلیلزاد: ښکېل اړخونه سولې ته په نږدې کېدو دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي ښکېل اړخونه سولې ته په نږدې کېدو دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د زلمي خلیلزاد د دویمي سفر په اړه خبرپاڼه خپره کړه، چې له کابل نه به د سیمې هېوادونو ته دویم سفر ...

نور ولوله »

د خپل‌منځي جګړو وتلې څېرې، دوه نیمې لسیزې وروسته سره ګوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي او د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ جنبش ملي د خپل منځي جګړه مارۍ پر وخت سره مقابل اړخونه و. انجینر ګلبدین حکمتار له حکومت سره د سولې په نوم له جوړجاړي یو کال وروسته کابل ته راغی او د سیاسي «هڅو» په لړ کې يې تېره ورځ ...

نور ولوله »

د جنبش پلویان: ډاکټر غني له قیصاري پرته فاریاب ته نه شي راتلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹تلې، ۱۳۹۷ل): د حکومت د لومړي مرستیال جنرال دوستم د ګوند پلویان وايي، که ډاکټر غني ‏فاریاب ته له قیصاري پرته د ورتګ زړه وکړي، نو ګام اېښودو ته به يې پرې نه ږدي‎. ‎ د جنبش پلویانو پرون په اعتراضیه غونډه کې پر محمد اشرف غني غږ وکړ، چې که يې د فاریاب د سفر ...

نور ولوله »

دوستم د حکومت د ناکامۍ له امله بښنه وغوښته

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۸وږي، ۱۳۹۷ل): د ګډ حکومت لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د حکومت د ناکامۍ له امله بښنه وغوښته. هغه د پخواني جګړه مار احمد شاه مسعود د وژل کېدو د تلين په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دی له ولسه بښنه غواړي. د دوستم له دفتره خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دوستم ...

نور ولوله »

نیویارک ټایمز: «د افغانستان په سیاسي مشرتابه کي نه شرم سته. نه وجدان او نه هم ضمیر سته.»

وحيد فقیري نیویارک ټایمز د اګسټ پر ۷ باندي لیکي کله چي تېره میاشت د جنرال دوستم د راتګ جشن په ژوندي توګه له تیلویزیون څخه خپرېدی، ښاغلی احمد ایشچي ورته ناست وو، او ننداره ئې کوله. احمد ایشچي لیدل چي څرنګه په افغانستان کي قدرتمندان عدالت او حیا تر پښو لاندي کوي. او څرنګه د دې پر ځای چي ...

نور ولوله »

دوستم د معاملې د عملي کېدو لپاره ارګ ته لاړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸زمري، ۱۳۹۷ل): جنرال عبدالرشید دوستم له محمد اشرف غني سره د کړې معاملې د تطبیق لپاره ارګ ته تللی دی. هغه نن تر غرمې وړاندې د سرور دانش او عبدالله عبدالله په ګډون له محمد اشرف غني سره ولیدل. هشدارخبري بنسټ دوستم ته له نږدې سرچینې څخه وايي، چې نوموړی له محمد اشرف غني سره د ...

نور ولوله »

«د افغانستان ژغورنې ایتلاف» رسماً پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴زمري، ۱۳۹۷ل): کابل کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې دریو ګوندونو د افغانستان ژغورنې ایتلاف په نوم یو ګډ حرکت اعلان کړ. دغه حرکت چې د جنبش، وحدت او جمعیت ګوندونو ګډوله دی، نن رسماُ خپل موجودیت اعلان کړ. په دې مراسمو کې د جمعیت ګوند اجراییه مشر عطامحمد نور حکومت ناکام او د ...

نور ولوله »

د دوستم جنایات

وحید فقیري نیویارک ټایمز د جولای پر ۲۲ باندي لیکي جنرال دوستم په داسي حال کي بېرته افغانستان ته راستون سو چي په عین زمان کي هم د هیواد لومړی مرستیال دئ، او هم د خپلي اولي مېرمني د قتل په شمول د بشر له حقوقو څخه په نورو جدي سرغړونو متهم دئ. د دوستم هرکلي ته د اشرف غني ...

نور ولوله »

د دوستم په امر د حیرتان او اقینې بندرونه پرانیستل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱زمري، ۱۳۹۷ل): شمال کې د دوستم د ټوپکوال د نیول کېدو له وخته تر اوسه لاریونونو دوام وکړ، چې په ګڼو ولایتونو کې يې پراختیا پیدا کړه. لاریونوالو چې د نظام الدین قیصاري د خلاصون او جنرال دوستم د راوستلو شعارونه ورکول، اقینه، حیرتان او شیرخان بندرونه هم وتړل. تازه د اقینې او حیرتان بندرونه د ...

نور ولوله »

کابل: د دوستم پر موټریز کاروان چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۷ل): څو شېبې وړاندې کابل ښار کې د دوستم پر موټریز کاروان چاودنه وشوه. د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د پېښې پخلی کړی او زیاتوي چاودنه وروسته له هغه وشوه، چې د جنرال دوستم موټریز کاروان له دې ځایه تېر شوی و. دغه چاودنه د هوايي ډګر له څلورلارې سره چې امنیتي ځواکونو ...

نور ولوله »