د ټیګونو ارشیف : دوستم

فاریاب کي د ګلیم جم وحشت

میوند سادات له څه مودې راهیسي دکابل حکومت د ګیلم جم د مشر جنرال دوستم په مشري فاریاب کي دطالبانو پر ضد عملیات شروع کړي دي، تراوسه پوري دغه عملیات په قیصار او المار ولسوالیو کي متمرکز دي، حکومت دطالبانو څخه د ډیرو کلیو د نیولو دعوه کوي او وایې چي یو شمېر طالبان یې وژلي او نیولي هم دي، ...

نور ولوله »

بادغیس او فارياب کې د دوستم ملېشو ته درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): له نږدې درې اووینو راپدېخوا د جنرال دوستم ملېشو د دولتي عسکرو په ملاتړ په فارياب کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي. د ګډ حکومت د جمهور رییس لومړي مرستیال وروسته له هغه د طالبانو پر ضد د جګړې قومنده پر غاړه واخیسته چې د بلخ له واکمن عطامحمد نور ...

نور ولوله »

مشرانو جرګه: د ملېشو جوړول د امنیتي ځواکونو پر مورال بده اغېز کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري۷مه ۱۳۹۴ل): مشرانو جرګه وايي چې د ملېشو جوړول د امنیتي ځواکونو په مورال بده اغېز کوي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم او د بلخ والي د طالبانو پر خلاف یو ځل بیا پخوانۍ «ملیشې» فعالې کړې دي. مشرانو جرګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي ...

نور ولوله »

کندز: ځايي قومندان د وژل شوي طالب پر جسد شل زره افغانۍ جایزه ټاکلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۷مه، ۱۳۹۴ل): په کندز کې د دوستم د ملېشو او ګډ حکومت د عسکر په ګډو عملياتو کې یو ځايي ټوپکوال د طالبانو پر ژوندي نیونه، جسد راوړلو او یا هم د مهماتو پر نیولو ځانګړې پیسې ټاکلې دي. د محمد نبي په نوم دغه ځايي ټوپکوال مشر خپلو ملګرو ته اعلان کړی، چې که يې ...

نور ولوله »

عبدالقادرځاځی: فارياب کې د طالب په نامه «پښتانه» وژل کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۶مه، ۱۳۹۴ل): په فارياب کې د دوستم د ځایي ملېشو او افغان عسکرو د ګډو عملیاتو په لړ کې ځايي پښتانه اوسېدونکي شکايتونه کوي. د ولسي جرګې غړی او د دې جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون مشر عبدالقادر ځاځی وايي چې په فارياب کې د طالب په نامه «پښتانه» وژل کېږي. نوموړي په ...

نور ولوله »

د ملي شورا ځينو غړو فارياب ته د دوستم پر سفر نيوکې کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۵مه ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت د مشر اشرف غني لومړی مرستيال جنرال دوستم له تېرو څو ورځو راهېسې فارياب ولايت کې دی او ګواښ يې کړی، که طالبان ورته تسليم نه شي، نو د ځمکې له سره به يې ختم کړي. د دوستم شخصي ملېشې له تېرو څو ورځو راهيسې فارياب کې د پښتنو او ...

نور ولوله »

فارياب: د دوستم ملېشو درې زره پښتتنې کورنۍ کډوالۍ ته اړ کړې

کډه شوې کورنۍ وايي چې دوی ته ملېشو ګواښ کړی و، چې که له سیمې ونه وځي، نو «ټغر به يې ور ټول کړي.» نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۴مه، ۱۳۹۴ل): د تېرې پنجشنبې په ورځ د ګډ حکومت لومړي مرستیال او نوموتي جنګسالار عبدالرشید دوستم د طالبانو پر وړاندې د خپلو ملېشو د تیاري خبر ورکړ. نوموړي وویل چې ...

نور ولوله »

دوستم « لویو عملياتو » ته د خپلو ملېشو د تياري خبر ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۳مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت لومړي مرستیال او مشهور جنګسالار جنرال دوستم د بلخ له واکمن عطامحمد نور سره له ایتلاف وروسته په شمالي ولایتونو کې د جګړې د شدت خبر ورکړ. دوستم چې دم ګړۍ په شبرغان کې د خپلو ملېشو پر برابرولو بوخت دی، له عطامحمد نورسره یو ځای ګډه ملېشه رامنځته کړې ...

نور ولوله »

دوستم: له فاریاب څخه د طالبانو تر شړلو کابل ته نه راګرځم

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر لومړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم وروسته له هغې فاریاب ته سفر کړی چې په دغه ولایت کې هم د طالبانو د نفوذ سیمې د شمال د نورو ولایتونو په څېر پراخې شوې دي. دوستم د هېواد په پخوانیو کورنیو جګړو کې د «ګلم جم» وحشي ملېشو مشري کوله، اوس غواړي ...

نور ولوله »

نور او دوستم شمال کې ګډه ملېشه فعالوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۱، ۱۳۹۴ل): د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال او پخوانی جنګسالار جنرال عبدالرشید دوستم او د بلخ سرپرست والي او د جمعیت اسلامي ګوند د اجرايه شورا مشر عطا محمد نور په شمال کې د ګډې ملېشې پر فعالولو سره یوه خوله شوي. دوستم عطامحمد نور ته د خپل ګوند له لوري احسان الله قوانج، ...

نور ولوله »