د ټیګونو ارشیف : دولتي ځواکونه

د روژې مياشت کې ۷۸۵ دولتي سرتيري طالبانو سره يوځای شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳غبرګولی، ۱۳۹۸ل):د روژي په میاشت کي د هیواد په مختلفو ولایتونو کي سلګونه دولتي ځواکونه د طالبانو له لیکو سره یو ځای شوي دي . طالبانو نن په خپره کړي خبرپاڼه کي د هغو سلګونو تسلیم شویو دولتي سرتیرو نوملړ نشر کړ چي د روژي په مبارک میاشت کي له دوی سره یو ځای شوي دي ...

نور ولوله »

هلمند؛ ګډو ځواکونو ملکي وګړو ته دروند مالي زیان اړولی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د بهرنیو او دولتي ځواکونو له لوري د شپنیو عملیاتو او ملکي تلفاتو په لړ کې د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې تېره شپه اوږده چاپه تېره شوې چې دروند مالي او څه ځاني زیان يې پر ځای پرېښود. د ځايي سرچینو په حواله تېره شپه شاوخوا لس بجې بهرني ځواکونو د دولتي ځواکونو ...

نور ولوله »

د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون معرفي شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵غويی، ۱۳۹۸ل): افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون معرفي شو، چې پر اساس يې د ماشومانو د خوندیتوب هیلې ډېرې شوې دي. دغه قانون چې نن د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي شو، ۱۶ څپرکي او ۱۰۸ مادې لري، چې پکې د ماشومانو د زده کړې، نوم اېښودلو، ...

نور ولوله »

د عدالت غوښتنې ډله: تېره میاشت کې ډېر ملکي وګړي دولتي ځواکونو وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۲غويی، ۱۳۹۸ل): د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، تېره میلادي میاشت کې دولتي ځواکونه د پېښو شویو تلفاتو تر نیمايي ډېر مسؤل دي. د دې ډلې د راپور پر اساس تېره میلادي میاشت کې د وړمې میاشتې په پرتله ملکي مرګ‌ژوبله کمه وه، خو بیا هم ۱۲۵ تنه وژل شوي او ۱۴۷ ...

نور ولوله »

طالبان: تېر کال ۸۰۱۰ داخلي عسکر تسلیم شوي او ۳۸۷ بهرنیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱وری، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي تېر ۱۳۹۷لمریز کال کې يې تر لس زره ډېر پوځي عملیات ترسره کړي، چې پکې زرګونو دولتي او بهرنیو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر دولتي عسکرو ورته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي دي. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د ټول کال بریدونو کې يې ۳۸۷ ...

نور ولوله »

طالبان: لا هم وخت شته، دولتي ځواکونه دې وسلې پر ځمکه کېږدي!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو پر دولتي ځواکونو غږ کړی چې لا هم فرصت لري چې وسله پر ځمکه کېږدي او له خپل ولس سره له جګړې لاس واخلي. «د ورځې خبره» تبصره چې د طالبانو له رسمي ادرسه خپرېږي، د بادغیس په بالامرغاب کې د جګړې، تسلیم شویو عسکرو او دولتي ځواکونو پر ځپل شوي مورال را ...

نور ولوله »

بادغیس؛ لسګونه دولتي ځواکونه تښتېدلي او تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵کب، ۱۳۹۷ل): د بادغیس ولایتي شورا وايي، بالامرغاب ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو خپل پنډغالي پرېيښي، ځينو د تسلیمۍ لاسونه پورته کړې او ځينې نور په تېښته بریالي شوي دي. د دې شورا غړي فرید اخیزي رسنیو ته وویل، شاوخوا ۱۶ پوستې پرېښودل شوې، ۵۰ عسکر طالبانو ته تسلیم شوي او د ۱۰۰ شاوخوا نور په تېښته ...

نور ولوله »

طالبان: تېره میاشت نږدې سلو تنو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۷ل): د روان میلادي کال تېره میاشت «فبروري» هم د روانې جګړې له امله د ملکي وګړو لپاره ځپونکې میاشت وه، چې پکې ګڼ عامه تاسیسات تخریب او لسګونو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله واوښته. طالبان چې د هرې میاشتې په وروستیو کې د «جنګي جنایت» تر سرلیک لاندې د ملکي تلفاتو ارقام او اسناد خپروي، ...

نور ولوله »

سرپل؛ دولتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲کب، ۱۳۹۷ل): د سرپل په سنګچارک کې د طالب سرتېرو او دولتي عسکرو تر منځ جګړه کې دولتي ځواکونو درانه تلفات لیدلي دي. ازادي راډيو د خپل سیمه‌ییز خبریال په حواله وايي، چې د دې ولسوالۍ په مسجد سبز سیمه کې شاوخوا ۲۰۰ اربکیان د طالبانو تر محاصرې لاندې دي. طالبان وايي یادې سیمې ته د ...

نور ولوله »

کاناډايۍ ورځپاڼه: حکومت پر ۵۰۰ میلیونه ډالرو اخیستې الوتکې پر ۳۲زره ډالرو خرڅې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶کب، ۱۳۹۷ل): کاناډا کې خپرېدونکې ورځپاڼه «فري پریس» په افغانستان کې د نړۍوالو لګښتونو په اړه مطلب خپور کړی چې دلته شوي لګښتونه يې ګټور نه دي بللي. د ورځپاڼې په قول یوازې د دولتي عسکرو د یونیفورم لپاره ۲۸ میلیونه ډالر مصرف شوی، خو د یو پوځي کارپوه له قوله لیکي چې دا یونیفورم ځنګلي ...

نور ولوله »