د ټیګونو ارشیف : د امریکایانو بمبار

ایا رشتیا هم طالبان د مخدره موادو فابریکې لري؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په دې وروستیو کې غربي رسنۍ د امریکايي ځواکونو مشر جنرال نیکولسن او افغان دولتي چارواکو له خولې په مکرر ډول داسي راپورونه ورکوي چې ګواکي د امریکايي الوتکو وروستۍ بمباري د طالبانو د مخدره موادو پر فابریکو کیږي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرې ...

نور ولوله »

په بهرامچه کې تر بمبار وروسته / انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): وړمه شپه امریکايي الوتکو د هلمند ولایت د دیشو ولسوالۍ په بهرامچه سرحدي سیمه کې پر ملکي اهدافو بمبارۍ وکړې چې له امله یې د ځینو دولتي سرچینو د معلوماتو پر اساس په لسګونو کسان وژل شوي او ډېر مالي زیانونه اوښتي دي. په دغه بمباریو کې ځیني کورونه، موټرونه او ځیني خالي ...

نور ولوله »

امریکايي جنرال: په عراق او سوریه کې بمباري کمه، په افغانستان کې مو زیاته کړې

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): د امریکا د هوايي ځواک یوه جګپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي چې په عراق او سوریه کې مو د داعش او نورو وسلوالو پر ضد بمباري ۶۰ سلنه کمه کړې خو په افغانستان کې مو بیا زیاته کړې ده. نوموړي ویلي چې د کال ۲۰۱۷ د لومړۍ میاشتې څخه بیا تر ...

نور ولوله »

د عُمان د سولې غونډه ولي په هیواد کې په بمباریو او موټر بمونو استقبال شوه؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: تیره ورځ د عُمان په پلازمینې مسقط ښار کې د سولې څلور اړخیزه په داسې حال کې جوړه شوه چې د افغانستان په داخل کې د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ د پلي کولو په ترڅ کې د امریکايي بمباریو او د طالبانو موټربمونو لوخړې اسمان ته پورته کیدلې. د غونډې تر جوړیدو وړاندې امریکايي الوتکو ...

نور ولوله »

حامد کرزی: ګډ حکومت دي د بهرنیانو بشر ضد جنایت وغندي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ تله، ۱۳۹۶): پخواني ولسمشر حامد کرزي په کونړ کې د بهرنیو الوتکو پر بمبار کلک غبرګون ښودلی او د ملکي وګړو پر وژنه یې ژوره خواشیني ښکاره کړې ده. حامد کرزي د بهرنیانو له لوري پر افغان ملکي وګړو بمبارۍ د بشر ضد جنایت وباله او وې ویل چې دغه کار د نړیوالو اصولو او ...

نور ولوله »

کونړ: پر ملکی کورونو د بهرنیو الوتکو له بمبار وروسته انځورونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۱ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ پنجشنبه ماځیګر د کونړ ولایت د څوکۍ په ولسوالۍ کې پر دوه ملکي کورونو بمبار وشو چې له امله یې د ځايي اوسیدونکو په وینا شاوخوا ۲۰ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي. ځايي اوسیدونکو رسنیو ته ویلي چې په پيښه کې وژل شوي کسان اکثره هغه نارینه وه کوم چې ...

نور ولوله »

د امریکایانو په بمبار کې قومندان تورجان او شل دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): نن د یکشنبې په ورځ د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بمبار شوی چې له امله یې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. تر اوسه چارواکو د وژل شویو عسکرو د شمېر په اړه څه نه دي ویلي، خو د هلمند ولایت ویاند عمر ځواک رسنیو ته په ...

نور ولوله »

ننګرهار: د امریکايي الوتکو په بمبار ۱۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰زمری، ۱۳۹۶): د ننګرهار په هسکه مېنه کې د امریکایي الوتکو په بمبار ۱۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي چې په هغو کې اته کسان د یوې کورنۍ او څلور کسان د بلې کورنۍ غړي وه. د هسکې مینې ولسوال سازولي شینواري رسنیو ته ویلي چې تېره ورځ د ولسوالۍ د «پاپین» په سیمه کې بهرنیو ...

نور ولوله »

د امریکایانو په بمبار کې وژل شویو عسکرو کورنۍ عدالت غواړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۱ زمری، ۱۳۹۶): وړمه ورځ امریکایانو په ګریشک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بمبار وکړ چې له امله یې د قومندانانو په ګډون په لسګونو پولیس او اربکیان ووژل شول. دولتي اړخ تر اوسه یوازي د ۱۶ تنو عسکرو وژل کېدل منلي دي خو د طالبانو سرچینې وايي چې تر ۶۰ زیات عسکرو ته ...

نور ولوله »

ګریشک: امریکايي ځواکونو په بمبار کې په لسګونو افغان عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): د هلمند ولایت په ګریشک ولسوالۍ کې د امریکایانو په بمبار کې په لسګونو دولتي ځواکونه وژل شوي دي. د هلمند والي حیات الله حیات د پيښې تایید کړی دی او رسنیو ته یې ویلي چې نن غرمه په ګریشک ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو په تېروتنه پر دولتي ځواکونو بمبار وکړ چې له ...

نور ولوله »