د ټیګونو ارشیف : د سولي مذاکرات

يوسفزی: طالبانو نړۍ پر خپل دريځ قانع کړې / ویډیو – مرکه

د سیاسي چارو پيژندل شوی کارپوه: رحیم الله یوسفزی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۳ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او سيمې د چارو وتلی کارپوه او ژورنالېست رحيم الله يوسفزي له نن ټکی اسيا سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، طالبانو امريکا او د سيمې هېوادونه پر خپل دريځ قانع کړي او له همدې امله امريکا ځان اړ بولي، چې خبرې ورسره وکړي. ښاغلي يوسفزي زياته کړې، چې د امریکا ...

نور ولوله »

د ملا برادر اخند په مشري د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د سیاسي مرستیال ملا برادر اخند په مشري به یو لوړ پوړی پلاوی سبا د اکتوبر پر دوهمه په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي. سهیل شاهین ویلي چې دا د روسیې، ایران او چین وروسته ددوی ...

نور ولوله »

کانګریس ته د خلیلزاد له معلوماتو ورکولو وروسته د سولې پروسې د بیا پيل امیدونه ډیر شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۹ وږی، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د کانګریس د بهرنیو چارو کمیټې ته په یوه سري غونډه کې د طالبانو سره د تیر یوه کلن مذاکراتو په اړه معلومات ورکړل او ویل کیږي چې نوموړي هیله څرګنده کړې چې د طالبانو سره به مذاکرات یو ځل بیا ...

نور ولوله »

د مذاکراتي پروسې د ځنډ په رابطه څو ناویلي حقایق…!!

لیکنه: نعمت میوند 2019- سپتمبر-۱۱ د رواني سپتمبر میاشتې پر۸مه نیټه، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په ناڅاپي توګه د یو ټویټ له لاري د کمپ ډیویډ له هغي غونډي پرده پورته کړه چې په اړه یې وارله مخه مالومات نه و رسنیز شوي، ترڅنګ یې له طالبانو سره د مذاکراتو روانه بریالۍ پروسه هم وځنډوله. نوموړي دا کار په داسې ...

نور ولوله »

د مذاکراتي بهیر په تړاو طالب مشرتابه ته څو وړاندیزونه

لیکوال: سید احمد غزنوي اوس مهال د اتلس کلنې جګړې په جریان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغان کشالې د سیاسي حل تر ټولو ښه او تود وخت دی، د جګړې دواړه لوري پر دې همنظره شوي چې سیاسي حل تر ګردو مناسبه حل لاره ده. په همدې تړاو دواړو لوریو په نژدې تیرو ورځو کې مسلسلې ناستې ...

نور ولوله »

طالبان پر خپلو شرطونو مذاکرات غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۲ مرغومی، ۱۳۹۷ل): په دې وروستیو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو او خلیلزاد تر منځ مذاکرات وځنډېدل او تر اوسه یې لا بله نیټه او ځای هم نه دي معلوم. که څه هم په رسنیو کې وویل شول چې طالبانو د ایجنډا پر سر د اختلاف له امله غونډه وځنډول خو د ...

نور ولوله »

د سولي د خبرو د راپيلېدو سره د هيواد او خلکو د کورنيو دښمنانو عجيبي غورځي پرځي

عبدالمنان څارن لومړی خو بايد دا څرګنده کړم چي د هر هيواد کورني دښمنان د هغه هيواد دښمنان دي، نه نور څه او قوم او ژبه نه هغوی پېژني او نه بايد خلک کوم ځانګړی قوم په ګرم کړي. تر دې راوروسته حقيقت دادی چي له کله څخه زموږ پر ګران او خواږه هيواد باندي روسانو وحشيانه تېری وکړ، زموږ ...

نور ولوله »

سیاسي هڅې یو مبرم ضرورت دی

قاري حبیب انسان خلقتا مدنی الطبع دی او په خټه کې یې دا پرته ده چې له نورو انسانانو ګوښه او منزوي ژوند نه شي کولای.لکه څنګه چې انسان په فردي لحاظ په اجتماعيت محکوم او ملزم دی، یوه انساني ډله،تنظیم او حکومت هم مجبور دی چې د خپل لرې او نږدې ګاونډ له نورو انساني مجموعو او حکومتونو سره ...

نور ولوله »

طالبان وايي د بهرنیانو سره د اشغال پر سر ستونزه ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۵چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سولي عالي شورا د دار الانشاء رئیس اکرم خپلواک هغه ادعاوي رد کړي چې ویلي وه په راتلونکو اونیو کې کیدای شي د طالبانو سره خبرې پیل شي. مجاهد ویلي چې اسلامي امارت څرګنده پالیسي لري چې په ځلونو یې اعلان کړې هم ده او هغه د ...

نور ولوله »

د افغان دولت د سولې پروسه کومې نیمګړتیاوې لري؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ زمری، ۱۳۹۶): هافنګټون پوسټ ورځپاڼې په کابل کې د اروپايي اتحادیې د دفتر سلاکار (بین اچسن) یوه مقاله خپره کړې چې د افغانستان د سولې په تړاو یې لیکلې. لیکوال د (نه پوځي حل شته او نه مذاکرات؛ اخیر به څه کیږي؟) تر سرلیک لاندې په دې مقاله کې د افغان دولت د سولې د ...

نور ولوله »