د ټیګونو ارشیف : د طالبانو سیاسي دفتر

د سولې فعالانو خبرې کانفرانس او دطالبانو سره د هغوی د بحثونو لنډیز او غټ ټکي / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۸ل): نن د افغان سولې لپاره هغو فعالانو چې په دې وروستیو کې يې قطر هیواد ته سفر کړی وو او هلته یې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرانو او ملا برادر اخند سره لیدلي وه، یو خبري کانفرانس وکړ او په هغه کې یې د طالبانو سره د بحثونو او مجالسو لنډیز ...

نور ولوله »

د ملا برادر اخند په مشري یو هیئت ازبکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د طالبانو یو لوړ رتبه هیئت چې مشري به یې ملا برادر اخند کوي، سبا سهار وختي به د ازبکستان پر لوري وخوځیږي. د طالبانو د سیاسي دفتر نیژدې سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې د امریکا سره به د اتم پړاو مذاکرات تر اختره وځنډیږي او له اختر وروسته به ...

نور ولوله »

شاهین: د کابل ادارې سره من حیث حکومت خبرې نه کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰چنګاښ ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې طالبان د «کابل ادارې» سره من حیث حکومت خبرې نه کوي. نوموړي پر خپل ټویټر کې په یوه پيغام کې ویلي چې کله بهرنیان خپلو ځواکونو د وتلو مهالویش اعلان کړي، دوی به د افغان جهتونو سره مذاکرات پیل کړي خو بیا هم د ...

نور ولوله »

د ملا برادر په مشري د طالبانو مذاکراتي ټیم غړي مسکو ته روان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ غبرګولي، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند د طالبانو د مذاکراتي ټیم په ملتیا د روسیې په رسمي بلنه مسکو ته روان دی او تمه ده چې هلته به سبا د سې شنبې په ورځ (۲۸ مئ) د روسیې او افغانستان د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو په ...

نور ولوله »

سرچینه: زلمی خلیلزاد سبا د طالبانو سره د خبرو په موخه د قطر  دفتر ته ورځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په پاکستان کې له طالبانوسره د خبرو کولو تر ناکامې هڅې وروسته د قطر دفتر ته  سفر کوي. د قطر دفتر ته نږدې سرچینو نن ټکی اسیا ته تائید کړه چې، خلیلزاد به د افغان سولې په تړاو د خبرو په موخه دې دفتر ...

نور ولوله »

طالبان باید خپل سیاسي او پوځي موقف نور هم غښتلی کړي

محمدامین بسمل له هرڅه مخکې له مخلصو، اتلو، په دین او ګران افغانستان مینو طالبانو مننه کوم، چې د خپلواکي او غزا بیرغ یې په مېړانه رپانده ساتلی، ورځ تر بلې سیاسي او پوځي بریاوې خپل مظلوم او ستم ځپلي ولس ته ډالۍ کوي. د طالبانو له مشرتابه څخه په ځانګړي ډول منندوی یم، چې هم یې خپل اتل جنګیالي ...

نور ولوله »

په ابوظبي کې رښتیا څه تېر شول؟! / بشپړ جزئیات

نعمت میوند د رواني میلادي میاشتې دسمبر پر 17-18 نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې د طالبانو لوړپوړي پلاوي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايی پلاوي سره د دریو هغو هیوادونو داستازو په حضور کي چې د طالبانو حکومت یې په خپل وخت کې په رسمیت پیژندلی وو، غونډه وکړه، ترڅو د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د ...

نور ولوله »

امریکا سره د خبرو لپاره طالب مرکچیان څوک دي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۷ لړم، ۱۳۹۷ل): په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکایانو د مخامخ خبرو لړۍ چټکه شوې. د راپورونو پر اساس د تېرې چارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو د دواړو لوریو استازو د قطر هیواد په پلازمینه (دوحه) کې درې پرلپسې اوږدې ناستې کړي. تر دې یوه میاشت وړاندې په اکتوبر میاشت کې هم طالب ...

نور ولوله »

امریکایانو سره په وروستیو ناستو کې «ملافاضل» او «خیرخوا» هم ګډون کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۶ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې او طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره لیدلي او درې ورځې پرلپسې یې غونډې کړي دي. د تېرې چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو د طالبانو د سیاسي دفتر غړیو او امریکايي پلاوي اوږدې ناستي ...

نور ولوله »

طالبان د مسکو ناسته «فرصت» بولې او خپل ګډون تاییدوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د سیاسي دفتر یوې جګپوړي سرچینې نن ټکی اسیا ته تایید کړه چې ددوی یو څلور – پنځه کسیزه پلاوی به د موسکو په غونډه کې ګډون وکړي. دغې سرچینې وویل: «د مسکو ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د سیاسي دفتر د ...

نور ولوله »