د ټیګونو ارشیف : د طالبانو سیاسي دفتر

طالبان د مسکو ناسته «فرصت» بولې او خپل ګډون تاییدوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵لړم، ۱۳۹۷ل): د طالبانو د سیاسي دفتر یوې جګپوړي سرچینې نن ټکی اسیا ته تایید کړه چې ددوی یو څلور – پنځه کسیزه پلاوی به د موسکو په غونډه کې ګډون وکړي. دغې سرچینې وویل: «د مسکو ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د سیاسي دفتر د ...

نور ولوله »

له ګوانتنامو تر سیاسي دفتره

نن ټکی اسیا – سرلیکنه د سیاسي د فتر په تشکیل کې د پوځي چارواکو ټاکل د څه لپاره؟ د ورکړل شویو رپوټونو پر اساس طالب مشرتابه د قطر دفتر په تشکیلاتو کې د پنځو تنو طالب چارواکو په زیاتولو سره د دې دفتر د غړیو شمیر اضافه کړی دی. د طالبانو سیاسي دفتر په تشکیل کې نوي اضافه شوي ...

نور ولوله »

طالبانو له ګوانتنامو ازاد شوي خپل مشران د سیاسي دفتر غړي ټاکلي

mashraan

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷لړم، ۱۳۹۷ل): له امریکایانو سره د مخامخ مذاکراتو تر مقدماتي ناستو وروسته طالبانو د خپل سیاسي دفتر، چې د مذاکراتو د پرمخ بیولو مسئول جهت ګڼل کیږي، د تشکیل د پراخولو پرېکړه کړې. نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې ویلي چې طالبانو له ګوانتنامو څخه ازاد شوي خپل پنځه مشران د نوموړي دفتر د رسمي غړو ...

نور ولوله »

طالبانو له امریکايي استازي سره خبرې اترې تایید کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د خبرو راپورونه تایید کړل. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې سیاسي استازو یې تېره ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا د مذاکراتي ټیم سره کتلي دي. نوموړي په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې څرګنده کړې په دې کتنه کې ...

نور ولوله »

امریکا: د بهرنیو چارو وزارت کارپوهانو د طالبانو دسیاسي دفتر د بندولو سره مخالفت وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): په دې وروستیو کې داسي اوازې خپرې شوي چې ګواکي د ټرمپ اداره غواړي په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وتړي او داسي هم وویل شول چې ټرمپ د اشرف غني سره په ملاقات کې پر نوموړي ټینګار وکړ تر څو د قطر د دفتر تړل وغواړي. د وال سټریټ ژورنال ...

نور ولوله »

حکمتیار: د قطر دفتر د سولې لپاره ښه ادرس دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۶): د حزب اسلامي مشر حکمتیار په کابل کې د یوې غونډې پر مهال وویل چې د طالبانو دسیاسي دفتر پر فعالیت بندیز لګول هیڅ ګټه نه لري، بلکې دغه دفتر د سولې لپاره «یو ښه ادرس» دی چې باید د مذاکراتو او روغې جوړې لپاره استفاده ځیني وشي. نوموړي دغه خبرې په کابل ...

نور ولوله »

پیامد های بستن دفتر نمایندگی طالبان در قطر

دوکتور م ، عثمان تره کی جنگ سرد با موفقیت امریکا پایان یافت . این موفقیت به رهبران امریکا این احساس را تلقین کرد که کشور شان میباید یگانه مرجع صدور امر ونهی از راه جنگ در قضایای بین المللی باشد. برژنسکی مشاور امنیت ملی کارتر کنترول بر افغانستان را موره برنده در بازی بزرگ منطقه تشخیص کرده بود. با ...

نور ولوله »

طالبانو د سیاسي دفتر دتړلو د ګواښ په اړه غبرګون وښود/ بشپړ متن

نن ټکی اسیا (جمعه، ۷ تله، ۱۳۹۶): طالبانو د هغه راپورونو په اړه خپل غبرګون وښود چې په دې وروستیو کې نشر شوي او په کښي ویل شوي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر افغان ولسمشر ټینګار کړی تر څو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د فعالیت بندولو غوښتنه وکړي. په دې اړه د طالبانو اعلامیه ...

نور ولوله »

ټرمپ پر اشرف غني ټینګار کړی چې د طالبانو دسیاسي دفتر تړل وغواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ تله، ۱۳۹۶): برتانوۍ ورځپاڼې (ګارډین) په یوه ځانګړي راپور کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ په اشرف غني باندې زور اچولی چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر د تړل کېدو غږ پورته کړي. د ورځپاڼې په وینا تمه کیږي چې اشرف غني به د نوموړي دفتر له بندیدو سره موافقه وکړي، ...

نور ولوله »

د نظرمحمد مطمئن کتاب «طالب مشرانو سره شپږ ورځې» ته لنډه کتنه

لیکوال: عبدالله د افغانستان د سولې هڅې او خنډونو اړوند تازه له چاپ څخه راوتلی کتاب (طالب مشرانو سره شپږ ورځې) د لیکوال او شناند نظرمحمد مطمئن لخوا لیکل شوی. په کتاب کې د پنځو ډیرو مهمو غونډو جزیات لیکل شوې، او له دي سره سره د سولې اړوند د لیکوال لخوا ځینې داسي معلومات هم خپاره شوې، چې تر ...

نور ولوله »