د ټیګونو ارشیف : د نن سرمقاله

افغانستان د بحران په لور

نن ټکی اسيا سرليکنه د روان کال د زمري د میاشتې په یو دیرشمه نیټه له کله چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله جنګي ستراتیژي اعلان کړې ورسره جوخت پر ولسي وګړو د امریکايي الوتکو بمباریو هم زور اخیستی دی. که څه هم چې پر ولسي وګړو د امریکايي الوتکو بمبارۍ څه نوې خبره نه ؛ ...

نور ولوله »

امریکا په نوې ستراتيژي کې د ناکامي ملموسې نښې

نن ټکی اسیا – سرمقاله د افغانستان لپاره د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ نوې ستراتیژي چې له ډیره راهیسې یې انتظار کیدو په داسې ډول اعلان شوه چې خپله امریکايي سیاست وال یې د ناکامي حدس کوي. یاده ستراتیژي چې نه یواځې په افغانستان، بلکې د ټولو هغو هیوادونو په اړه چې د امریکا له پوځي او استخباراتي مداخلو څخه ...

نور ولوله »

د تحصن خیمې که د بدماشۍ پاټکونه؟!

نن ټکی اسيا- سرليکنه له تیرو دوولسو ورځې راهیسې د تحصن کوونکو په نوم یو شمیر کسانو د کابل ښار په مرکزي څلور لاریو کې خیمې نصب کړې او کابل ښاریان یې په شته ستونزو سربیره د تګ راتګ له سختو مشکلاتو سره مخ کړی. که څه هم په خیمو کې د تحصن په پلمه راټول شوی کسان ادعاء لري ...

نور ولوله »

منفور، فاسد او لاسپوڅی حکومت

نن ټکی اسيا سرليکنه واشنګټن ټایمز امریکايي ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د کابل حکومت او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پوځي ماموریت په اړه یولړ څرګندونې کړې دي. په یادو څرګندونو کې یې د ملي یووالي حکومت ، یومنفور، فاسد او لاسپوڅی حکومت یاد کړی. واشنګټن ټایمز لیکلي چې ټول افغانستان د یوه امریکايي وژل شوي ...

نور ولوله »

ننګرهار د داعشي وحشت په لمبو کې

نن ټکی اسياـ سرليکنه له تیرو څو ورځو راهیسي د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې داعش وسله وال په پرلپسي ډول پر ولسي سیمو بریدونه کوي او د کلیوالو تر وژلو وروسته د هغوي کورونو او شتمنیو ته اور اچوي. د داعش دا کړنې په داسې حال کې تر سره کیږي چې په ننګرهار ولایت کې په یوه قول اردو ...

نور ولوله »

ایا ولسمشر د هلمند په زندان کې د امنیتي ځواکونو له وژل کیدو هم متأثردی؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه تیره ورځ ښاغلی ولسمشر او د هغه میرمن بي بي ګله په کابل کې د امریکايي پوهنتون لیدو ته ورغلل او هلته یې امنیتي چارواکو ته د یاد پوهنتون د اړونده ساحي د تحفظ په غرض د لا ټینګو امنیتي تدابیرو دستور ورکړ. یاد امریکايي پوهنتون دری ورځې وړاندې د دریو تنو بریدګرو لخوا په نښه ...

نور ولوله »

د دهمزنګ فاجعې په اړه د افغانانو مسؤلیت

تیره ورځ یوځلی بیا د افغانو د وحدت او یووالي دښمنانو د یوې خونړۍ فاجعې په رامنځته کولو سره زمونږ یو زیات شمیر هیواد وال د خپل ځان په وینو ولمبول. دا ډول وحشیانه پیښې چې د هرچا لخوا تر هرعنوان لاندې تر سره کیږي شرعا ناروا او د سختي غندنې وړ دي ، الله تعالی دي زمونږ مظلوم ولس ...

نور ولوله »

کابل ته د اشټن کارتر د ناڅاپي سفر په اړه

د امریکا د دفاع وزیراشټن کارتر نن په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی. که څه هم چې د ښاغلی اشټن سفر د ملي یووالي حکومت د چارواکو لپاره نا څاپي دی او هغوی یې له وړاندې په جریان کې نه دې اچولي ، مګر خپله اشټن کارتریاد سفر د یوه پلان له مخې له عراقه پیل کړی، او د ...

نور ولوله »

جنرال دوستم ولي په شمال کې پښتانه ځوروي؟!

په ملي یووالي حکومت کې د لومړي مرستیال په صفت د ښاغلي جنرال دوستم له ټاکل کیدو سره سم نوموړی په یاد پوست کې د اداري کارونو پر ځای په شمالي ولایتونو کې پوځي فعالیتونو ته مخه کړه. نوموړي تیرکال د خپلو ملیشو په بدرګه د فاریاب په ولایت کې د ولسي خلګو پر خلاف پراخ عملیات تر سره کړل ...

نور ولوله »

د طالبانو د مشر په اختریز پیغام کې د پام وړ ټکي

تیره ورځ کورنیو او بهرنیو رسنیو د طالبانو د مشرمولوي هبة الله د کمکي اختر په مناسبت د خپاره کړي پیغام ځینې برخې منعکسې کړې.  یاد پیغام چې په حقیقت کې د طالبانو د پوځي او سیاسي تګلارې ځینې مهم فکتورونه ورکي ترسیم شوي طالبانو ته په توجیهي لارښونو سربیره بهرنیانو په تیره امریکایانو او نړیوالې ټولنې ته هم یو ...

نور ولوله »