fbpx

د ټیګونو ارشیف : د ولسوالۍ سقوط

دجاني خیلو ولسوالۍ یو ځل بیا د طالبانو پر لاس سقوط کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۳وږی ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ يې نیولې ده. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي پيغام کې ویلي چې تېره شپه یې د عملیاتو په ترڅ کې د جاني خیلو ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ورسره امنیتي پوستې نیولي دي. نوموړي په دغو عملیاتو کې دولتي ...

نور ولوله »

بلخ: «چاهي» ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ولویدله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۲ وږی ۱۳۹۷) تېره ورځ یکشنبه ماښام ناوخته د بلخ ولایت چاهي ولسوالۍ سقوط او د طالبانو لاسته ولویدله. یوې امنیتي سرچینې ویلي چې تېره ورځ مازدیګر مهال طالبانو پر یادې ولسوالۍ بریدونه پیل کړل چې د سختو بریدونو له امله دولتي ځواکونه د تلفاتو په لیدلو سره له ولسوالۍ په شا شول. سرچینې ویلي چې ...

نور ولوله »

روزګان : د چورې او چهارچينو ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۶):د روزګان د ولايتي شورا چارواکي وايي چې د حکومت د نه پاملرني له امله د دې ولايت دوې ولسوالۍ (چوره او چهارچينې) د سقوط له ګواښ سره مخ دي. د ولايتي شورا وکیل عبدالکريم خاديم زوی رسنيو ته د روزګان پر چهارچينو ولسوالۍ د طالبانو له لوري د پراخو بريدونو تر څنګ د ...

نور ولوله »

د بلاک هاک له بغل سره، د معروف سقوط

زخمي افغان په داسې حال کې د افغانستان لپاره د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتیژۍ په اعلان میاشتې اوړي او امریکایي جنرالان په افغانستان کې د خپلو بمبارونو او پوځي عملیاتو د بې سابقې زیاتوالي نه خبر ورکوي، له عمومي وضعیت څخه داسې ښکاري چې لا هم د امریکایانو نوي جنګي عزم د جګړې په میدان کې کوم د ...

نور ولوله »

پکتیکا: د ریزرف کنډک مسؤولین او سرتیرو د دندو پرېښودو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۷ وږي، ۱۳۹۶): په دې وروستیو کې طالبانو د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ تر یوې میاشتې کلابندۍ او جګړو وروسته ونیوله او اوس هم باندي واکمن دي. د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ د ریزرف کنډک افسرانو او عسکرو ویلي چې یاده ولسوالي بېله مقاومته طالبانو ته پرېښودل شوې او د یاد کنډک څخه د ...

نور ولوله »

د فارياب غورماچ ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ زمری، ۱۳۹۶): د فارياب چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د غورماچ ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ. د فاريا د والي وياند جاويد بيدار رسنيو ته ويلي، چې د غورماچ ولسوالۍ ته د تازه دمو سرتيرو د نه رسېدلو له امله يې، نن سهار دغه ولسوالۍ د دولتي ځواکونو له واکه ووتله او ...

نور ولوله »

طالبانو د بغلان «ګذرګاه نور» ولسوالۍ ونیوله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۶): له تیرو څو ورځو جګړو راهیسي طالبان وتوانېدل چې په بغلان ولایت کې د «ګذرګاه نور» ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او ټول دولتي تاسیسات تر خپلې ولکې لاندي راولي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته وویل چې نن د جمعې په ورځ طالبانو د بغلان ولایت د ګذرګاه ...

نور ولوله »

مجاهد: په درزاب ولسوالۍ کې راته ۶۰ پولیس تسلیم شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته په رالیږلي خبر کې ویلي چې د جوزجان ولسوالۍ د درزاب ولسوالۍ په جګړه کې ورته ۶۰ تنه پولیس تسلیم شوي دي او د هغوی ژوند ژغورل شوی دی. نوموړي دغه خبر وروسته تر هغه ورکړ چې له مخکې لا د درزاب ...

نور ولوله »

جوزجان: درزاب ولسوالۍ د طالبانو پر لاس سقوط کړی دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۳۹۶): د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالي یو ځل بیا د طالبانو پر لاس سقوط کړی دی. د یادې ولسوالۍ سرپرست ولسوال «باز محمد» رسنیو ته ویلي چې طالبانو له تیرې ورځې د ولسوالۍ پر مرکز بریدونه پیل کړې وه چې تر نن ماسپښينه یې دوام وکړ چې له امله یې د یادې ...

نور ولوله »

غزني: طالبانو د واغز ولسوالي تر څنګ یو شمېر پوستې نیولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۰ غویی، ۱۳۹۶): د غزني ولایت د واغز ولسوالۍ طالبانو نیولې او د تیرې شپې راهیسي د جګړو په ترڅ کې یو شمېر پوستو هم سقوط کړی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په رالیږلي خبرپاڼه کې ویلي چې له تیرې شپې راهیسي ددوی جنګیالیو د غزني ولایت پر مرکز او ...

نور ولوله »