fbpx

د ټیګونو ارشیف : ذاکر جلالي

د مسکو ناسته؛ افغان حکومت ته بل سرخوږی

ذاکر جلالي روسیه د ۲۰۱۶ کال له ډسمبر راهیسې د افغان سولې په تړاو ځانګړې لېوالتیا ښيي. د ۲۰۱۶ کال په ډسمبر میاشت کې يې په لومړي ځل د افغان سولې په اړه داسې غونډه رابللې وه، چې نور ګډونوال یې چین او پاکستان وو. افغان حکومت ته په هغې غونډه کې بلنه نه وه ورکړل شوې چې همدا کار ...

نور ولوله »

عمران خان، «نوی پاکستان» او افغانستان سره راتلونکې اړیکې

لیکوال: ذاکر جلالي په پاکستان کې د جولای ۲۵مې پارلماني ټاکنې د دغه هېواد په تاریخ کې په څو لحاظونو ډېرې متفاوتې وې. دا لومړنی ځل دی چې په مسلسل ډول درېیم ملکي حکومت ته واک د ټاکنو له لارې لېږدول کېږي. مګر دا هیله لا هم پر ځای پاتې ده چې یو لومړی وزیر دې وکولای شي خپله پنځه ...

نور ولوله »

د سولې نوې هیلې؛ افغان لوري څه کولای شي؟

ذاکر جلالي د جون پر اوومه د ولسمشر اشرف غني له خوا له طالبانو سره د یو اړخیز اوربند د اعلان په تعقیب طالبانو هم د جون پر نهمه د اوربند اعلان وکړ. د افغان حکومت اوربند د روژې له اوویشتمې د اختر تر پنځمې دوام کوي. د طالبانو اوربند بیا یوازې د اختر درې ورځې دي؛ خو طالبانو بیا ...

نور ولوله »

طالبان، له کندهاره تر مزاره؛ پر نږدې تاریخ بیا کتنه

ذاکر جلالي افغانستان چې د خپل ځانګړي جیوپولیټیکي وضعيت له کبله د تاریخ په اوږدو کې تل د زبرځواکونو د ټکر او سیالۍ محوري ټکی و، دغسې د نړیوالو خبریالانو او څېړونکو لپاره د څېړنې او ځیرنې په زړه پورې سکالو هم ده. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له پوځي تاړاک نیولې، بیا تر کورنیو جګړو او د یوويشتمې ...

نور ولوله »

د شیعه-سُني جنګولو لومه!

ذاکر جلالي د تېرې شپې برید په اړه… سر له ټولو بدمرغیو چې زموږ وطنوال یې لري، موږ په سیمه کې ځانګړی ملت یو چې په تېرو درېوو لسیزو کې د جګړې په اور سوځو؛ خو تر اوسه مو مذهبي جګړه نه ده کړې. افغانستان ثابته کړې چې ټولې اسلامي نړۍ ته د شیعه او سُني ترمنځ د سوله‌ییز ژوند ...

نور ولوله »

د ولسمشر تکراري شوې ویناوې

ذاکر جلالي ډاکټر غني له څو میاشتني ځنډ وروسته، پرون داسې مهال په ارګ کې خبري ناستې ته وینا وکړه چې د اسټرالیا، سینګاپور او اندونېزیا له سفره راستون شوی و. ولسمشر غني خبرې پر وروستي سفر پيل کړې. وروستی سفر یې د نورو هغو په څېر له “لاسته‌راوړنو ډک” یاد کړ. د خبرو په پای کې يې خبریالانو ته ...

نور ولوله »

د نړیوالو اړیکو لیسانس پنځو دقیقو کې!

سټېفن والټ– د نړیوالو اړیکو پروفیسر ژباړه: ذاکر جلالي سمینارونه او د محصلینو نورې کیسې پرېږدئ: دا ټول چې لاندې کرښو کې يې لولې، هغه څه دي، چې پنځه کاله وروسته به دې په یاد وي. دلته په نیو انگلېنډ کې د پسرلي وروستۍ ورځې دي. له پوهنتونونو او کالجونو د فارغېدونکو محصلینو وروستۍ ورځې هم پیلېږي. ویاړلي ميندې او ...

نور ولوله »

«منځلاری» مسلمان د امریکا له نظره

د رنډ څېړنیزې ادارې د ۲۰۰۷م کال راپور ته یوه کتنه لیکوال: باسم خفاجي ژباړن*: ذاکر جلالي لنډیز د رنډ امریکايي ادارې (RAND Corporation) په دې وروستیو کې د «معتدلو اسلامي شبکو جوړولو» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی. دغه راپور د متحده ایالاتو حکومت ته د تگلارو او کړنلارو وړاندیز کوي او له امریکا غواړي چې د معاصرو ...

نور ولوله »

د ښاغلي مطمئن نیونه، حکومت به د چا خوله وتړي؟!

ذاکر جلالي د نومبر په ۲۱مه ماښام مهال خواله رسنۍ کې د لیکوال او شناند، ښاغلي نظر محمد مطمئن د نیولو خبر خپور شو. دا خبر رښتیا هم ټکان‌ورکوونکی و. مطمئن صاحب یو لیکوال دی، د ده په خبره، له یوه قلم سره بحث کوي، استدلال کوي، پر هغه څه چې باور لري او ښه ورته ښکاري دفاع ترې کوي. ...

نور ولوله »

د درېيمې نړۍ حکومتونه د ولسي او غربي ملاتړ ترمنځ

ذاکر جلالي د درېیمې نړۍ هېوادونه د اتلسمې او نولسمې پېړۍ له استعماري دورې وروسته پر ډېریو د غربي حکومتونو د راج بڼه بدله شوه. دغه بحث چې څنګه د استعمار څېره او بڼه بدله شوه، سوسیالیست څېړونکي پرې په زړه پورې بحث کوي. سوسیالیستان ښيي چې څنګه د درېیمې نړۍ وروسته پاتې هېوادونه په بله بڼه او لار یو ...

نور ولوله »