د ټیګونو ارشیف : ذبيح الله مجاهد

غزني: يو اربکی قومندان طالبانو سره يو ځای شوی«انځورونه»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه ، ۲۲غبرګولی، ۱۳۹۸ل): د غزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو اربکيانو یو قومندان له طالبانو سره يو ځای شوی دی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د نواب خان په نامه د غزني د ګيرو ولسوالۍ د اربکيانو مهم قومندان د حقايقو په درک کولو سره دوی ته ورغلی دی او ...

نور ولوله »

طالبان: خلیلزاد دې له موږ څخه د وسلو اېښودلو خیالي غوښتنې نه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه ۱۳غويی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي؛ زلمی خلیلزاد دې حقایق درک کړي ا وله دوی څخه دې د وسلو د اېښودلو خیالي غوښتنې نه کوي. طالبانو دغه څرګندونې د زلمي خلیلزاد له لوري په ټویټر باندې د لیکلې ادعا په غبرګون کې کړې، د خلیلزاد په وینا؛ نوموړي طالبانو ته ویلي چې « افغانان وروڼه او خویندې سوله ...

نور ولوله »

مجاهد: د طالبانو په ليکو کې هيڅ بهرني اتباع نشته

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ لیندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ځينو لويديځو او کورنيو رسنيو هغه راپورونه رد کړل چې په افغانستان کې د طالبانو په ليکو کې د بهرنيو جنګياليو د موجوديت په اړه ورکړل شوي وو. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چې د طلوع په نامه تلويزيون د کومې لويدېځې رسنۍ ...

نور ولوله »

ذبيح الله مجاهد د جعلي ټويټ په اړه سپيناوی وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې تيره ورځ د کابل په اورانوس هوټل کې د میلاد النبي په غونډه کې چاودنه وشوه چې په کې ګڼ شمير ديني عالمان مړه او ټپيان شول، يو شمير رسنيو د ذبيح الله مجاهد په نامه يو جعلي ټويټ خپور کړ چې په کې ليکل شوي وو چې د ...

نور ولوله »

طالبان: د تاجکستان په شمول ټولو ګاونډیو هیوادونو ته د ضرر نه رسولو ډاډ ورکوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لېندۍ ۸مه، ۱۳۹۵ل): د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکي اسيا ته په رالېږلې خبر پاڼه کې ویلي چې پنځلس ورځې وړاندې يوه ډله قاچاقچيانو د تاجکستان پولې ته يوه اندازه ممنوعه توکي انتقالول چې د تاجکستان د سرحدي ځواکونو له خوا يې مخه نيول شوې وه چې وروسته نښته را منځته شوه. نوموړي هغه ...

نور ولوله »

کندهار : طالبانو شاوليکوټ کې چورلکه نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، تلې ۱۱مه ۱۳۹۵ل):د دولت مخالفو وسله والو د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يوه چورلکه را نسکوره کړې. ويل کيږي پېښه نن سهار وختي د يادي ولسوالۍ په سره سخر سيمه کې را منځته شوې. طالب ويندوی ذبيح الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼه د چورلکي را نسکورېدو پړه منلې. مجاهد زياتوي په پېښه کې د ...

نور ولوله »

طالبان : په ګرشک کې له ۲۷ مسافرو ۲۱ تنه خوشي شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، چنګاښ ۲ ، ۱۳۹۵ل): نن سهار اوه نيمي بجې د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې 27 تنه مسافر له موټرو کوز کړل شول او مسؤليت يې طالبانو په غاړه واخيست . طالبانو ويل چې ياد مسافر يې د استخباراتي معلوماتو پر اساس له موټرو کوز کړي چې له پوښتنو ګروېږونو وروسته به غير مجرم ...

نور ولوله »

مجاهد: پر طلوع برید پر رسنیو نه؛ بلکي پر استخباراتي دستګاه برید وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱، ۱۳۹۴ل): طالب وياند ذبیح الله مجاهد په کابل ښار کې د موبي ګروپ پر کارکوونکو د بريد مسوولیت منلی او هغه يې پر یوه «استخباراتي دستګاه» بريد بللی دی. تېره ورځ ماښام مهال د موبي ګروپ د کارکوونکو موټر د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د طالب سرتېري بريدګر هدف وګرځيد، چې پکې ...

نور ولوله »

مجاهد: په بمباریو او چاپو کې عام خلک وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، تلې ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په یوه لیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې د لوګر په ولایت کې امریکایانو او کورنیو ځواکونو په ګډه د عامو خلکو په کورونو چاپې وهلي او بمبارونه یې کړي، چې له کبله یې ۱۱ تنه عام افغانان وژل شوي. نوموړي ویلي چې ...

نور ولوله »

امام صیب ولسوالي او دشت ابدان کې د پوليسو اکاډيمي طالبانو ونيوله

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، تلې ۸مه، ۱۳۹۴ل): کندز ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې طالبانو د امام صیب ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او شاوخوا پوستې ونيولې. د بي بي سي خبريال بلال سروري په خپل توټيټر پيغام کې د چارواکو له قوله ليکلي، چې طالبانو تر ټولو ستره، ستراتيژيکه، مهمه او تاجکستان سره په پوله پرته امام ...

نور ولوله »