د ټیګونو ارشیف : ذره بین

له طالبانو سره د شمالي کوریا مرسته/ طنز

ذره بین دروازه په درب خلاصه شوه،ډلمشر قدم شاه چې ګونځې مخ یې تازه خرېیلی و له څو نورو کسانو سره اطاق ته راننووت، د تحقیق د اطاق په منځ کې زخمي طالب پروت و  او ورسره یې وسله،چانټه او  موټرسایکل هم و. د پلټنې د هیئت مشر قدم شاه وویل: موږ ته مهمه داده چې معلومه کړو، له ترهګرو ...

نور ولوله »

ټیلرسن ایله تر بګرامه . . . وۍ له ډاره

ذره بین وایي پخوا د ننګرهار سرخرود کې متل و چې هر کس به کابل نه میرود اګر میرود تا پل چرخي . . . یعني هر څوک کابل ته نشي تلای او که ډیر تکړه شي نو ایله دې تر پل چرخي لاړ شي. مګر اوس وایي دې متل سیاسي شکل اختیار کړی او لږ بدل شوی دی تر ...

نور ولوله »

ناوه له سقوط سره مخ ده/ لنډه افسانه

ذره بین د هیواد د ملي امنیت د شورا غونډه روانه وه، پنډو جنرالانو او خیټورو چارواکو په پستو کوچونو ډډې اچولې وې،جنرال ډاډنګ د عسکرۍ د وخت یوه کیسه تیره کړه چې ټولو په کړس کړس ورته وخندل، لا د خندا غریو نه و کینستی چې د لوی درستیز مبایل ته زنګ راغی. لوی درستیز چې په ښي لاس ...

نور ولوله »

د اشرف غني په خبرو د یاقوت اکا کمینټري

ذره بین نن چې اشرف غنی  پارلمان کې خبرې کولې، یاقوت اکا د کروندې په څاله کې پښه په پښه اړولې او له راډیو څخه یې  وینا ژوندۍ اورېده چې په یوه نیمه خبره یې خپله فی البدیهه تبصره هم ورشړله. اشرف غني: تیرو دوه اونیو کې پيښو او په ځانګړي ډول کابل کې  د وروستي برید اړوند متضررینو ته ...

نور ولوله »

خر ترچا کم دی؟ طنز

لیکوال: ذره بین اوازه ده وایي په کابل کې د مدني فعالانو او ادب پالو یوه ډله غواړي راتلونکې پنجشنبه د خره لمانځنغونډه جوړه کړي،ځینو خلکو دمدني فعالانو په دې اقدام تعجب کړی او ځینو خو حتی حیوان ناهق یعني خر ددې وړ نه دی بللی چې د مدني او ادبي فعالانو لخوا ولمانځل شي. زما په نظر خو ددغو ...

نور ولوله »

نیم په نیمه تقسیم – لنډه کیسه

لیکوال: ذره بین یادونه : دا یوه ادبي لنډه کیسه/افسانه ده د میده ګل اکا چې له ژونده تمه وخته او په دې وپوهېد چې همدا یي د ژوند وروستۍ ناروغي ده،نو یوه ورځ یي خپل دواړه زامن تور ګل او خان ګل کېنول او خپل وروستی وصیت یي ورته پیل کړ. زامنو ! زه به مړشم خو زما اروا ...

نور ولوله »

د ملي وحدت د آش پخولو طریقه- طنز

ژباړه : ذره بین ضروري مواد ــ اشرف غني او ډاکټر عبدالله د نړیوالو د خواست په اندازه ــ څلور قاچوغې جنرال دوستم،محقق،محمدخان او سرور دانش ــ د زلمي رسول،حنیف اتمر او فاروق وردګ لعاب په مناسبه اندازه ــ د عطامحمد نور،احدي او زاخلیوال سره شوي غوړي په مناسبه اندازه ــ د شکریې بارکزۍ،زهرانادري،بي بي ګل او شاګل رضایي مساله ...

نور ولوله »

میر افغان (!) افسانه (لنډه کیسه)

لیکوال: ذره بین میرافغان د بېټک په کړکۍ کې ناست  و، دکړکۍ یوه پله پرانیستې وه چې سوړ باد ترې لګېده،مخامخ د زردالو،ناکو او مڼو ونو باد ته اتڼ اچولی وو، یو شیبه اسمان ته ځیر شو، اسمان صاف و،د ستورو ځلا روح پاروونکي وه د لویدیځ په خوا یې نظر لاړ نیمکله سپوږمۍ لویدو ته نږدې وه ، جیب ...

نور ولوله »