د ټیګونو ارشیف : راشد خان

د اصغر، نبي او راشد نيمه سليزو افغانستان تر «۲۲۳» منډو ورساوه

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۷ کب، ۱۳۹۷): د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ په څلورمه يو ورځنۍ سيالۍ کې افغانستان لوبډلی له سختې لوبې وروسته منډې تر ۲۲۳ ورسولې. د افغانستان لوبډلې لومړي توپوهونکي يو وار بيا ناکام شول چې په ۸۶ منډو يې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، له اصغر افغان، محمد نبي او راشد خان پرته هيڅ ...

نور ولوله »

د حضرت الله ځاځي او راشد خان لخوا جوړ شوي ریکارډونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو سیالۍ چې د هند په دهرادون ښار کې ترسره شوې په درې-صفر د افغانستان په بریا پای ته ورسیدې. دا سیالۍ په داسې حال کې پای ته ورسیدې چې په کې د چټکې نیمه سلیزې وهونکي لوبغاړي حضرت الله ځاځي او د نړۍ ...

نور ولوله »

د نبي «۸۱» منډو او د راشد هیټریک افغانستان ته تاریخي بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): د آلراونډر محمد نبي برق رفتار ۸۱ منډو او د راشد خان پنځه ویکټو افغانستان ته په دریمه شل اوریزو سیالۍ کې تاریخي بریا ورکړه. د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ په دریمه شل اوریزو سیالۍ کې افغانستان لوبډلې ایرلینډ ته د ۳۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه او سیریز یې په درې-صفر وګاټه، ...

نور ولوله »

بیګ باش لیګ: د راشد او مجیب لوبډلې د بهر کېدلو په درشل کې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د استرالیا په بیګ باش لیګ کې درې افغان تکړه افغان لوبغاړي هر یو محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمن په بېلا بېلو کې لوبیږي. په یاد لیګ کې تر دې مهاله افغان لوبغاړو په خپله هره لوبه کې ګډون کړی او د تمو سره سم ځلیدلي دي، محمد نبي د میلبورن ...

نور ولوله »

راشد خان؛ د کرېکټ نړیوالې شورا د کال غوره لوبډله کې شامل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکی راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۸م کال په ځانګړې غوره شوې لوبډله کې شامل شوی دی. د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا نن په ۲۲مه نېټه د سې شنبې په ورځ د ۲۰۱۸م کال غوره لوبډله اعلان شوه، چې په کې څلور لوبغاړي ...

نور ولوله »

راشد خان: استرالیا کې د بیګ باش لیګ تر پایه پاتې کیږم

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د اډلیډ سټرایکرز غوره او مهم سوکه لیګ توپ اچونکي راشد خان د رسنیو پرمخ څرګنده کړه چې نور هر څه شاته پریږدي او په استرالیا کې د بیګ باش لیګ تر پایه د پاتې کېدو اراده لري. څو ورځې وړاندې د ګوګلي ماسټر راشد خان پلار د پيښور ښار په حیات اباد ...

نور ولوله »

د راشد خان ۲۰۱۸ کال په ستر ريکارډ او لوړ هرکلي پای ته ورسېد

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل) نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان ملي نامتو لوبغاړي راشد خان د ۲۰۱۸م کال وروستۍ سيالۍ په داسې حال کې ترسره کړه چې تېره ورځ يې پلار د ورپېښې ناروغۍ له کبله په حق ورسېد. دغه کال د راشد خان لپاره له سترو ريکارډونو څخه ډک و، نوموړي داسې ريکارډونه په خپل ...

نور ولوله »

د پلار مړينې سربېره راشد خان ننۍ لوبه کې شامل شوی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۰ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د دسمبر په ۳۰مه د يکشنبې په ورځ د هېواد نامتو لوبغاړي راشد خان پلار حاجي خليل خان د ورپېښې ناروغۍ له کبله د پيښور په حيات اباد سيمه کې په حق ورسېد. راشد خان د خپل پلار مړينه د ژوند يو له سترو غمونو څخه وبلله او پر خپل فيسبوکپاڼه يې له خلکو ...

نور ولوله »

په بیګ باش لیګ کې د راشد خان دوه بې سارې شپږیزې/ ویډیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۵ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د استرالیا په بیګ باش لیګ سیالیو کې د افغانستان نومیالي لوبغاړي راشد خان په توپوهنه کې یو وار بیا په زړه پورې بې سارې شپږیزې ووهلې. نوموړی هغه مهال توپوهنې ته ښکته شو چې لوبډله یې له سختو ستونزو سره مخ وه، نوموړي د راتلو سره سم په زړه پورې شپږیزې ووهلې ...

نور ولوله »

بيګ باش: نبي د راشد خوارۍ په سيند لاهو کړې او سيالۍ يې وګټله

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲ مرغومی، ۱۳۹۷ل): د استراليا په بيګ باش ليک سياليو کې نن د يکشنبې په ورځ د راشد خان او محمد نبي لوبډلې مخامخ شوې وې چې د نبي په مرسته يې لوبډلې د راشد لوبډلې ته ماتې ورکړه. که څه هم راشد خان د خپلی لوبډلې په ګټه په ۴ اورونو کې يوازې ۱۳ کمې منډې ...

نور ولوله »