رحمت الله منيب تا مې د زړه په کنارو کې ېو مقام نيولی زړه مې درودونه درته وايي خولې سلام نيولی ته يې د لارې رهنما ته يې استاد د هغو چا چې په زړه کې پنج بناه او چا اسلام نیولی تا يې له مخه غم خوړلی دی او کار دې کړی څوک چې لبیک لبیک کوي لاس یې ...
نور ولوله »د ټیګونو ارشیف : رحمت الله منيب
غزل/ رحمت الله منيب
رحمت الله منيب په ضمیر کي چې لړزان د اوښکو راشي زلزله شي او طوفان د اوښکو راشي احساسات د خواخوږي پکې څرکند وي چې له سترگو یې باران د اوښکو راشي د نړۍ د ړنگېدو شیبه یې بوله له یتیم زړه چې ضربان د اښکو راشي په وجــــود کې به یې نوی روح پیدا شي که یی څاڅکي په ...
نور ولوله »کله تکه توره شپه کله سهار شي/رحمت الله منیب
رحمت الله منیب دلته هر څه په قــدرت د کــــــردګار شي کله تکـــه تــــوره شپه کله سهــــــار شي خاتمـــه یې په تقدیـر کې ښـایسته وي بې ایمــــانه وي آخــر کې ایمانـدار شي ګنـــــاهونه یې الله ور ته معــــــــاف کـــــړي چې له سترګو اوښکې توی کړي توبه ګار شي چې بدبخته وي انجام یې خدای خراب کړي د اقــــرار په ځــــــای ...
نور ولوله »کندوزه/ رحمت الله منیب
کندوزه وې در کې چینې د علم لاړې له تا نه سرچینې د علم له جهـالت نن د خلاصون په تمه وې خورې شوې دایرې د علم دې مقدس دغه سپېڅلې کار تـه راغلې ډېرې وې چهرې د علم په توره شپه لکه ځلانده ستوري رڼاوي هر ځای وې خورې د علم هر نابنا نه سترګور جوړوي نشته هیڅ لوري ...
نور ولوله »نعتيه غزل/ رحمت الله منيب
رحمت الله منيب ټوله ښکلي او خوبان ورته لوګی شه زما روح او زما ځان ورته لوګی شه چې وږمو يې هره سیمه خوشبویي کړه دا گلاب او دا ریحان ورته لوګی شه کائنات چې يې له رویه پیدا شوي دا نړۍ او دا جهان ورته لوګی شه که واړه دي که زاړه دي نر او شځې د ټولنې هر ...
نور ولوله »غزل/ رحمت الله منيب
رحمت الله منيب هسي له لرې ځلېدو له نژدې خړ وختو ما قیمتي غمی بللی و گوگړ وختو زه یې کاذبې صفایي باندې خطا شوم اشنا ظاهره ښکلی و د ننه ښه ککړ وختو ما ویل خوند به وي ، مزې به وي لذت به لري هسي کرپی به يې کاو خوشی پاپړ وختو نه د جامو ، نه د ...
نور ولوله »غزل/ رحمت الله منيب
رحمت الله منیب ګلاب ګلاب ځواني ته يې پتنګ ګوته په غاښ و د وینو خوشبویي ته يې لونګ ګوته په غاښ و د عجز په میدان او د خالق په لوی دربار کې دا لپې لپې زړه ته يې ملنګ ګوته په غاښ و ارمان د پاکو هیلو يې خزان داسې سرکوب کړ میده میده وجود ته يې آونګ ...
نور ولوله »غزل/ رحمت الله منیب
رحمت الله منيب در ځه در ځه زیاته به کډه کوو له دغه کلی نه به ډډه کوو مخکې مو شرم کا وو نه مو ویل نن به یی هر سړي ته رډه کوو هغه ده کور یې راته ونړاوو یاره تر څو به یی لا بډه کوو له نازه واوښته او پیاز ته لاړه مبارزه به اوس په ګډه ...
نور ولوله »غزل: رحمت الله منيب
تیره توره تیز خدنګ و سره ولاړو یو بادشاه او یو ملنګ و سره ولاړو د دوستۍ انداز یې دومره ګړندی و چې هر وخت به څنګ په څنګ و سره ولاړو د ګلاب او د چنار ونو ته ګوره یو وړوکی و بل دنګ و سره ولاړو چې له یوه نه سرایت تر بله کاندي د یوې داسې مینې ...
نور ولوله »غزل: رحمت الله منيب
رحمت الله منيب دا مو توره دا مو ننگ را څخه اخلي دا له غاړې نه لونګ را څخه اخلي چې خمار یې غیرتونه را ژوندي کړي د دا هسې نشې بنګ را څخه اخلي چې همه واړه جهان یې چيلنج کړی دا تحریک او دا غورځنګ را څخه اخلي چې آواز د ترنم یې روح ته رسي دا د ...
نور ولوله »