د ټیګونو ارشیف : رحمت الله منیب

پاکه ربه!

رحمت الله منیب ګنـــاهونه مې بسیــــار دي پـــاکه ربـــــه دومـــــره ډېـــر لکه انبــــار دي پاکه ربــه اوس مې ځکه په زنګون باندې سر یښی چې وتلي مې له شمـــــار دي پاکه ربـــه بهــــانه او عـــــزر دواړه نه جــــــــوړېږي اندامــــــونه مې اقــــرار دي پاکه ربـــــه ستــــــا بښنې ته د مچ تـــــر وزر کــم دي که میلیون دي که هـــزار دي پـاکه ...

نور ولوله »

سړی تښتي

رحمت الله منیب د بېوزلو له ازاره سـړی تښتي د ناترسو له بازاره سړی تښتي چې منفي یې له مثبت څخه سیوا وي نو له داسې کار و باره ســــــړی تښتي چې په زلفو یې د لومو ولونه ښکاري بس له دا ډول سینګاره ســـړی تښتي بې چيچلو یې بل هیڅ په زړه کې نه وي له لــــــړمه او له ...

نور ولوله »

بیا به نه یې

رحمت الله منیب اسمـــــــان پــورته زمکه لاندې بیا به نه یې اوس دې خوښه چې څه کاندې بیا به نه یې چې طوفــــــان دي خېمګۍ در ړنګه نه کړي ټینګــــوه د عمل مـــراندې بیـــــــا به نه یې چې تېــر شوي دي هغه خـــو اوس تېر شوي پـــام کـــوه له دې نه وړانــــدې بیا به نه یې دا مـــوقع ده ته ...

نور ولوله »

ورېځو هم لاسونه پورته کړو اسمان ته

رحمت الله منیب ورېځو هم لاسونه پورته کړو اسمـــان ته څاڅکي څاڅکي یې تویېږي و ګرېوان ته خدایه څومره ماشومان مو یتیمان شوو سوله را ولي غمجن افغانستــــــــان ته له بورا چې د ارمان پوښتنــــه وشـــــوه په ارمان کې په ژړا شو ګلستـــــــــان ته په دنیا کې که د میني ژوندون غـــواړې بل ته هغه خوښوه چې څه دي ځــان ...

نور ولوله »

ازادۍ

رحمت الله منیب تـوهین دي نه کـــــــــــوم درنې ازادۍ خو اوس دي نه دي ورځې شپې ازادۍ طاق ظفر سره دي یاد دي که نه؟ چې تا لیدم او مــــا لیدې ازادۍ دا دي څلــــــــور لسیزۍ تېرې شولې څه وخت به ویښه شې ویدې ازادۍ ما به هغه سیمه ګل پوشه کـړله په کومه سیمه چې راتلې ازادۍ ما به ...

نور ولوله »

صابون / رحمت الله منیب

تمـــامي بــــدن پاکېــږي پــه صابون سترګې کله مینځل کېږي په صابـون په صابن خو ظاهري وجود صفا شي باطن کله صفـــا کېــــږي په صــابون چې په زړه د ګناهو خالونه جوړ شي هغه کله لــــري کېـــږي په صــــابون له توبې سـره ګناوي داسي تـوی شي لکه خیــري چې تویېــږي په صـابون پۍ مخي یې همېش په مخـو موښي ځکه ښکلي ...

نور ولوله »

غزل – رحمت الله منیب

سړی څه ولیکي دغه تاریخ دغه افغان ته سـړی څه ولیکي دې غمیزي دې داستان ته سړی څه ولیکي لــــه قلمــــه مې وینــــــو کـــــــرښې وزي دې زخمي افغانستــان ته سـړی څه ولیکي چې وصیت یې د خازې په تیګه لیک دی دې د بل جهان مهمان ته سړی څه ولیکي زلمیتوب کې چې یې سر په وطن کېښود دې شهید ...

نور ولوله »

رفتار راسره وکړه / رحمت الله منیب

انتظــــاره انتظــــــــار را ســـره وکــړه په واړه قـــدم رفتــــار را ســـره وکـړه زه په ستونزو کې راګیر یم چاره نشته په دا پورې غـره کې لار را ســـره وکړه بې وفا وختی بیا یې پــــوره نکــــــړه چې یې ژمنـه په تکــرار را سـره وکـړه په رښتیا یې په رمه لېوان را ګډ شوو اوس نو وايي اعتبـــار را سره وکــــړه ...

نور ولوله »

زه او ته / رحمت الله منیب

چې په خـــپلو کې په جنګ یو زه او ته د نفاق په رنګ به رنګ یـــو زه او تـــــه صفــایی یې د یــووالي په رېګمـال شي بس په داسې زنګ کې زنـګ یـــو زه تـه کــه یو بل تـه د ژغورنې لاس ور نه کړو لکه ړنګه خــــونه ړنګ یـــو زه او تــــــه چې درمل د ځـــان ځاني د ...

نور ولوله »

سبحانه

رحمت الله منیب تا نه وس تا نه همت غــــواړو سبحـــانه پاک نبي باندې رحمت غـــواړو سبحــانه ته واکـــدار د هـــرې چــارې یې خاونده تا نه عفـوه مغفــرت غـواړو سبحـــــانـه په غوښتنو کې یوه دا غوښتنه نغـــــاړو روغــه سټه روغ صحت غـواړو سبحـانه په دنیــــا د نعمتـــونــــو طلبګار یـــــــو په عقبي کې هم جنت غـواړو سبحـــانه په هیــواد کې مــو ...

نور ولوله »