د ټیګونو ارشیف : رخصتي

دوامداره او غیرمنظمې رخصتي د اقتصاد او پرمختګ لپاره زهر دی

صيام پسرلی له بده مرغه موږ یو له هغو وروسته پاتي هېوادونو څخه یو، چې د پرمختګ، سوله، پیاوړي اقتصاد او د ښه ژوند کولو ارمان لرو ولې کار ورته کم کوو. موږ د ځمکي پر سر یواځینۍ هېواد یو، چې ډېر وخت مو په رخصتیو کې تېریږي. موږ په کال کې۳۶۶ ورځې لرو ۵۲ ورځې جمعه ۵۲ ورځي پنجشنبه ...

نور ولوله »

کابل؛ نهه کاله وروسته لومړۍ پنجشنبه، چې رخصتي يې نه درلوده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸وری، ۱۳۹۸ل): کابل کې پوره نهه کاله وړاندې حکومت د پنجشنبې ورځ رخصتي اعلان کړه او دولتي مامورین به دندو ته نه تلل. تېر کال د کب په نیمايي کې د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې نور به دغه ورځ رخصتي نه وي او مامورین باید دندې پر مخ یوسي. په ۱۳۸۹ل کال کې د دې ...

نور ولوله »

د پنجشنبې رخصتي لغوه اعلان شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۵کب، ۱۳۹۷ل): کابل کې په دولتي ادارو کې د پنجشنبې ورځ د رخصتۍ د لغوه کېدو خبر ورکړل شوی دی، چې راتلونکي لمریز کال سره به تطبیق شي. د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح احمدزی وويلي، د وزیرانو شورا د دې رخصتۍ د لغوې طرحه برابره کړه او د تصویب لپاره کابینې ته استول ...

نور ولوله »

سبا د حضرت صبغت الله مجددي د جنازې له امله رخصتي ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳سلواغې، ۱۳۹۷ل): د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، سبا «چهارشنبه» د حضرت صبغت الله مجددي د جنازې د مراسمو له امله کابل کې ټولې دولتي ادارې رخصت دي. حضرت صبغت الله مجددي د ۹۳کالو په عمر د ورپښې ناروغۍ له امله ومړ. د هغه کورنۍ وايي، چې جنازه به يې د چهارشنبې په ورځ ...

نور ولوله »

لوګر کې ټول ښوونځي تر نامعلوم وخته رخصت شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوګر د پوهنې ریاست وايي په ټول ولایت کې يې د ستونزو له امله ټول ښوونځي رخصت کړي دي. د دې ریاست ویاند شاپور عرب وايي د ځینو ښوونکو د ډبولو او د څو ښوونځيو له سوځولو وروسته يې د پوهنې وزارت له امر سره سم تر نامعلوم وخته ټول ښوونځي رخصت کړي ...

نور ولوله »

ولسي جرګه نن «هسې» رخصت وه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱غويي، ۱۳۹۷ل): ولسي جرګه نن دوشنبه د کومې غونډې شاهده نه وه، بلکې څو تنه غړي يې په دهلیز کې تر سترګو کېدل. سره له دې چې څو ورځې وړاندې همدې جرګې د بد امنیتي وضعیت له امله امنیتي مسوولین د پوښتنې لپاره غونډې ته ور غوښتي و، خو دوی نن له کوم دلیل پرته رخصتي ...

نور ولوله »

د اندونزیا ولسمشر کابل ته راځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۰۹ سلواغې، ۱۳۹۶ل): ارګ وايي ټاکل شوې نن د اندونزیا ولسمشر جوکو ویدودو کابل ته راورسېږي. د اندونزیا ولسمشر تر دې وړاندې پاکستان ته هم تللی و او د افغانستان پر وضعیت يې خبرې کړې وي. د سرچينې په قول د اندونزیا ولسمشر به له محمد اشرف غني سره یو ځای رسنیو ته هم خبرې ولري. ...

نور ولوله »

د امنیت نیولو په خاطر په کابل کې سبا رخصتي اعلان شوه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ تله، ۱۳۹۶): د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان وکړ چې سبا د چهار شنبې ورځ (۱۲ تله) یوازي په کابل ښار کې رخصتي ده، تر څو د ښار ګڼه ګوڼه کمه او امنیت ښه تامین شي. ټاکل شوې چې سبا ورځ په کابل کې د عالي رتبه پلاوي غونډه وشي چې په هغه ...

نور ولوله »

حکومت اختر له سعودي سره، عاشورا له ایران سره لمانځي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، تلې ۲۰مه ۱۳۹۵ل): د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره اعلان کړی چې سبا د محرم میاشتي یولسمه ورځ به په ټول افغانستان کې رخصتي وي. په دې وروستیو کې د ایران او سعودي حکومت تر منځ پر دیني مناسباتو د اختلاف وروسته ایران روژه، اختر او اوس عاشوراء یوه ...

نور ولوله »

د خلکو استازي په ژمنۍ رخصتۍ کې بهرنيو هېوادونو ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۴مه، ۱۳۹۴ل): د ملي شورا د ژمنۍ رخصتۍ له پیل سره د استازيو موکلین شکایت کوي چي وکیلان يې د دوی د د ستونزو د اورېدو پر ځای بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کوي. د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ژمنۍ رخصتۍ تېره چهارشنبه پیل شوه، چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي. د کندهار، غزني، ...

نور ولوله »