د ټیګونو ارشیف : رد

طالبانو د رویټرز راپور بې اساسه بللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۲وږي، ۱۳۹۷ل): رویټرز د طالبانو د دوو مشرانو په حواله د سولې د مذاکراتو اړوند معلومات خپاره کړي، چې طالبانو بې اساسه بللي. طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې ويلي چې دې اژانس د «دوه تنه لوړپوړي نامعلومه مشرانو» په نوم څرګندونې رسنیزې کړې چې اساس نه لري. د اعلامیې له مخې د افغانستان اسلامي امارت ...

نور ولوله »

جمعیت د سمنګان د والي په تړاو د ارګ فرمان رد کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ سلواغې، ۱۳۹۶ل): جمعيت اسلامي د سمنګان د والي له دندې د لرې کېدو په تړاو د ارګ فرمان رد کړ. د دې ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني پخپله رسمي فیسبوک پاڼه د جمعیت اسلامي د رهبري شورا په حواله هغه اعلاميه خپره کړې چې ارګ يې ملامت کړی دی. اعلاميه ...

نور ولوله »

 ولسي جرګې د راتلونکي کال د بودیجې طرحه رد کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۲ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د راتلونکي ۱۳۹۷ مالي کال بودیجه د بېلابېلو دلایلو له مخې رد کړه. د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون مشر امیر خان یار نننۍ ناستې ته وویل، په اوسنۍ بودیجه کې د ولایتونو ترمنځ انډول نه دی ساتل شوی او د ۷۶ میلیارده افغانیو په ...

نور ولوله »

مشرانو جرګې د ټاکنیزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر فرمان تاييد کړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۸مه، ۱۳۹۵ل): مشرانو جرګې د ولسي جرګې له لوري د ولسمشر رد شوی فرمان تاييد کړ. د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې د ټاکنیزو کمیسیونونود جوړښت، دندو او مسوولیتونو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان تاييد کړ. دغه فرمان چې د تېرې – جوزا – میاشتې په وروستیو کې د ولسي جرګې له ...

نور ولوله »

حقجو د ایسا د ادغام په اړه د ولسمشر طرحه رد کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): تېره چهارشنبه داسې خبرونه خپاره شول، چې ولسمشر د سوداګرۍ وزارت سره د ایسا ادارې د یو ځای کولو هوډ کړی دی. د ولسمشر مرستیال وياند دواخان مينه پال هم د دې خبرونو پخلی وکړ او ويې ويل چې تر اوسه نهايي تصمیم نه دی نیول شوی خو ولسمشر دغسې طرحه وړاندې کړې ...

نور ولوله »

طالبانو د اسلام اباد د ناستې په اړه ناخبري ښوودلې

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ويلي، چې راتلونکې پنجشنبه به د اسلام اباد په کوربه توب له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل شي، خو طالبانو يې په اړه ناخبري ښوودلې ده. طالبانو په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې دوی هغه اوازې په کلکه ردوي چې ګواکې د دوی د ...

نور ولوله »

طالبانو له روسي ولسمشر سره د خپل مشر د ملاقات راپورونه بې بنسټه وبلل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۷مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د سنډي ټایمز برتانوۍ ورځپاڼې هغه راپور بې بنسټه بللی، چې پکې يې له روسي ولسمشر پوتين سره د ملا اختر محمد منصور د لیدلو خبر ورکړی و. سنډي ټايمز ویلي و، چې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په تاجکستان کې له پوتین سره ليدلي، خو طالب وياند ذبیح الله ...

نور ولوله »

د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر خواله رسنیو کې خپل شتون رد کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې د طالبانو د سیاسي دفتر د پخواني مشر په نامه په فېسبوک کې حساب او پاڼه پر لیکه شوي وو. سیدمحمدطیب اغا نن ټکي اسیا ته په رااستول شوې یادونه کې رد کړه چې ګواکې پاڼه او حساب دې د ده وي. دغې پاڼې او حساب د دغه طالب ...

نور ولوله »

ارګ د تلیفونونو پر سر د ماليې فرمان بیا ولسي جرګې ته لېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې ولسي جرګې د تلیفون د کریډيت کاروتونو لس سلنې ماليې طرحه رد کړه، ارګ وايي چې دوی به يې بیا ور ولېږي. په ارګ کې د ګلخانې ماڼۍ وياند سید ظفر هاشمي وايي چې د روان لمریز کال د بودیجې په طرحه کې لس سلنه ماليه تصویب شوې ده ...

نور ولوله »

افغان حکومت: د پاکستاني چارواکو ادعاوې بې بنسټه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): افغان حکومت د پاکستاني نظامي چارواکو هغه څرګندونې په سختو ټکو رد کړي، چې ګواکې د پېښور بډه بېرې بريد په افغانستان کې پلان شوی او له هغه ځايه کنټرولېده. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي او د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني کابل کې په دوو جلا جلا خبري ...

نور ولوله »