د ټیګونو ارشیف : رد

ارګ د تلیفونونو پر سر د ماليې فرمان بیا ولسي جرګې ته لېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، تلې ۲۶مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې ولسي جرګې د تلیفون د کریډيت کاروتونو لس سلنې ماليې طرحه رد کړه، ارګ وايي چې دوی به يې بیا ور ولېږي. په ارګ کې د ګلخانې ماڼۍ وياند سید ظفر هاشمي وايي چې د روان لمریز کال د بودیجې په طرحه کې لس سلنه ماليه تصویب شوې ده ...

نور ولوله »

افغان حکومت: د پاکستاني چارواکو ادعاوې بې بنسټه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): افغان حکومت د پاکستاني نظامي چارواکو هغه څرګندونې په سختو ټکو رد کړي، چې ګواکې د پېښور بډه بېرې بريد په افغانستان کې پلان شوی او له هغه ځايه کنټرولېده. د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي او د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني کابل کې په دوو جلا جلا خبري ...

نور ولوله »

امریکا د ګډحکومت له خوا معرفي شوی سفیر نه دی منلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، چنګاښ ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): د امریکا متحده ایالاتو دغه هېواد ته د نوي ګډ حکومت له خوا معرفي شوی سفیر نه دی منلی. حمدالله محب دوه اونۍ وړاندې په ګډ حکومت کې د ولسمشر له خوا په متحده ایالاتو کې د سفیر په توګه ونومول شو. کابل نیوز وايي، چې امریکایانو ښاغلی محب د کم عمر ...

نور ولوله »

ولسي جرګې معصوم ستانکزي ته د باور رايه ورنه کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، چنګاښ ۱۳مه، ۱۳۹۴ل): ولسي جرګې د دفاع وزارت نوماند معصوم ستانکزي ته د باور رايه ور نه کړه. د دفاع وزارت نوماند معصوم ستانکزي نن شنبه ولسي جرګې ته د باور رايې تر لاسه کولو لپاره راغی، مګر د اړتيا وړ رايو تر لاسه کولو کې پاتې راغی. ښاغلي ستانکزي ۸۴ مثبت او ۱۰۴ منفي رايې ...

نور ولوله »

طالبانو د مذاکراتو په اړه د سولې شورا څرګندونې يو ځل بيا رد کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، غبرګولي ۹مه، ۱۳۹۴ل): د سولې شورا غړي وايي، چې راتلونکو لنډو ورځو کې به د طالبانو استازو سره د خبرو اترو يوه ځانګړې ناسته ولري، مګر د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د سولې شورا د چارواکو څرګندونې په سختو ټکو غندلي او وايي، چې دا ډول ...

نور ولوله »

طالبانو د کندوز د امنیتي مسوولینو څرګندونې «پروپاګند» بللې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غويي ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز والي وايي چې د کندوز په روانو جګړو کې يې ګڼو طالبانوته مرګ ـ ژوبله اړولې ده. د نوموړي په وینا د وژل شويو طالبانو په منځ کې ۱۸ بهرني طالبان دي چې جسدونه يې له دوی سره موجود دي. طالب وياند ذبیح الله مجاهد د کندوز د والي له لوري ...

نور ولوله »

طالبانو خوست کې د چاودنې اړوند، د ملي امنیت دعوه رد کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د ملي امنیت هغه دعوه چې د خوست مرګونې چاودنه يې د طالبانو عمل بللی و، کلکه رد کړې ده او ويلي يې دي چې دوی پکې هیڅ لاس نه لري. د پېښې په مهال هم طالبانو په برید کې خپل لاس لرل رد کړل او ويې ويل چې دوی پکې هیڅ ...

نور ولوله »

طالبانو په غور کې د خپلو ملګرو د تسلیمي خبر رد کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۶مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي د دولتي چارواکو هغه دعوه چې ګواکې په غور کې له دوی سره د قومندان په ګډون څو تنه طالبانو یوځای شوي دي په کلکه ردوو. طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې په غور ولایت کې د عبدالهادي په مشرۍ څو تنه له دولت سره هغه کسان یو ځای ...

نور ولوله »

ذبیح‌ الله مجاهد: «ځینو» رسنیو په «بې مسئولیتۍ» د مذاکراتو په تړاو ناسم خبرونه خپاره کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې۳۰مه، ۱۳۹۳ل): نن رویټرز خبري آژانس او بي بي سي انګلیسي، فارسي او پښتو برخو داسې راپور خپور کړ چې ګواکې نن قطر مېشتي طالب مرکچیان له امریکایانو سره مذاکرات پیلوي. بي بي سي پښتو څانګې دا هم ور زیاته کړې وه چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد «دوی ته منلې ده» چې ګواکې د طالبانو ...

نور ولوله »

طالبانو د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه، ۱۳۹۳ل): ملګرو ملتونو پخپل وروستي راپور کې ويلي و، چې طالبان له مافیايي کړیو سره لاس لري او خپل ډېری لګښتونه له همدې لارې پوره کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې د ملګرو ملتونو راپور یو اړخیز جوړ شوی او دوی يې په کلکه ردوي. ...

نور ولوله »