fbpx

د ټیګونو ارشیف : رسول الله صلی الله عليه وسلم

د دارالعلوم دیوبند بنسټ رسول الله صلی الله علیه وسلم ایښی دی؟

عبدالغفار جبير په هندوستان کي چي کله انګریزانو ورځ تر بلې خپل استعمار زیاتوي مولانا قاسم نانوتوي رحمة الله علیه او مو لانا رشید احمد ګنګوهي رحمة الله علیه په ۱۸۵۷ میلادي کال کي د ازادۍ د جنګ وروسته ددارالعلوم دیوبند مدرسې بنسټ کښیښود، مولانا قاسم نانوتوي رحمة الله علیه نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خوب کي ولیدی چي ...

نور ولوله »

د نبي علیه السلام ځانګړي خصوصیات او غوره توبونه – څلورمه برخه!

کتاب: غایة السول في خصائص الرسول ژباړه: م. حمد الله (دانشمند) شپاړسمه مسله: محمد (صلی الله علیه وسلم) به لومړی شخص وي، چې د جنت دروازه به پرانيزي. اوولسمه مسله: محمد (صلی الله علیه وسلم) به د بشر د ټولې جامعې مخینه څېره وي. امام رافعي هم په دې خبر ټینګار کړی، دا راز د مسلم په حدیث کې له ...

نور ولوله »

د نبي علیه السلام ځانګړي خصوصیات او غوره توبونه – دوهمه برخه!

کتاب: غایة السول ژباړه: م. حمد الله (دانشمند) پنځمه مسله: محمد (صلی الله علیه وسلم) ته ور کړل شوی اسماني کتاب (قرآن کریم) له ادلون، بدلون، هر راز تغیر او غلطۍ نه خوندي دی. د اعجاز هغه لوړ پړاو ته رسېدلی دی، چې نه انسان، نه پېری او نه کوم بل مخلوق یې مقابله کولی شي، دا راز دا مبارک ...

نور ولوله »

صحابه کرام څوک دي؟

حکيم الله صابر صحابه رضي الله تعالی عنهم هغه کسان وه چي په ډیرو سختو حالاتو کي یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګ ونیوه ، د هغه هر امر ته یې لبیک ووایه او د خپل تن په وینو یې د اسلام ډېوه بله وساتله ، هغوی خپل ویني په دې لاره کي توی کړې خو اسلامي ...

نور ولوله »

ولې د اسلام د پیغمبر نوم احمد (صلی الله علیه وسلم) دی؟

د ملحدینو د سوال ځواب- عبدالغفار جُبیر سوال: دا چي په قرآنکریم کي په سورت صف کي راغلي دی، چي (وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ)، حضرت عیسی علیه السلام وايي چي زما څخه وروسته چي کوم پیغبر راځي د هغه نوم به احمد وي. داچي (احمد) د اسم تفضیل صیغه ده، یعني ډیر حمد ویونکی، حال داچي تر ...

نور ولوله »

د نبي علیه السلام د مبارک جسد د وړلو دسیسې څنګه شنډې شوې؟!

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند) تاریخ لیکي: په حجره مبارکه کې پر نبوي مبارک جسد (تنه) د خلیفګانو (رضوان الله علیهم) په ګډون پنځه ځله د اسلام د دښمنانو له خوا یرغل شوی؛ خو هر ځل یې د الهي مرستي په مټ پلان تر وار مخکې شنډ شوی: – لومړۍ دسیسه: یاده دسیسه د پنځمې هجري پېړۍ په پیل کې ...

نور ولوله »

رمضان المبارک په لسمه څه پيښ شول؟

مولوي عبدالمنان ستاري د رمضان په لسمه ډيرې تاريخي پيښې شوي چې ترټولو څرګنده او مشهوره پېښه د بى بى خديجة بنت خويلد رضي الله عنها وفات دى. بى بى خديجة رضي الله عنها د رسول کريم صلى الله عليه وسلم لومړنۍ ميرمن او اوله ښځينه چې په سيد الکونين يې ايمان راوړى و د بعثت په لسم کال او ...

نور ولوله »

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۵۷)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر امیل درمنغم د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي: په ټول بشریت او انسانیت کې له محمد بن عبدالله صلی الله علیه وسلم څخه بل ستر انسان پخپل رسالت کې نه تر سترګو کیږي او نه یې هم تصور کیدای شي. د محمد صلی الله علیه د ماریه قبطیې څخه د ابراهیم ...

نور ولوله »

له مکې څخه مدينې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت «لومړۍ برخه»

 عبدالمالک همت كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د عربو او د تړۍ د نورو خلکو د ډول ډول اخلاقي، تمدني، ټولنيزو، او سياسي ورانيو د سمولو لپاره د اسلام د سيېڅلي انقلاب په لار واچاوه، نو دا داسي يو ستر او عظيم اوښتون وو چي تر دغه مهاله يې نړۍ والو سارى نه وو ليدلى. لكه چي ...

نور ولوله »

مدينه ؛ زموږ د پیغمبر صلی الله عليه وسلم ښکلی او سپېڅلی ښار

عبدالمالک همت مدينه منوره ــ لوى څښتن دې شرف او فضيلت تر دې لا زيات كړي ــ هغه ځاى دى چي زموږ د ستر پېغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم حرم، مېنه يا ښار باله سي. د دې ښار او سېدونكو رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه مهاجرو ملګرو ته په پراخه ټنډه پناه او ...

نور ولوله »