د ټیګونو ارشیف : رضوان الله فيضاني

د شهادت جام / فيضاني

رضوان الله ( فيضاني ) والله ډېر دی مزېدار د شهادت جام عجيبه لري خمار د شهادت جام تر قيامته به خمار نشه نشه وي چې څوك نوش كاندي يو وار د شهادت جام بدرګه باندې راځي ورته ملكې رنګ په رنګ وي تل سينګار د شهادت جام د مؤمن خاورين بدن پرې زرغونېږي همېشه لري بهار د شهادت جام ...

نور ولوله »

اقصی

رضوان الله (فيضاني) ذوالجلاله په مونږ فتحه بيا اقصی کړه بيا ذليل راته يهود او نصارا کړه چې هر ځوان مو ايوبي صلاح الدين شي سپين بيرغ مو په القدس بيا په نڅا کړه انتقام د مسلمان امت چې واخلو د اسلام جذبه په مونږ کې راپيدا کړه په کفارو باندې يخ کړه زمونږ زړونه زوريدلي اولسونه مو هوسا کړه ...

نور ولوله »

هسې زان به دې خراب کړې

رضوان الله فيضاني نه پوهېږې هسې ځان به دې خراب کړې نابود کېږې هسې ځان به دې خراب کړې دا سنګر سنګر وطن هضموئ نشې نه مړېږې هسې ځان به دې خراب کړې دې قلزم کې فرعونيان تل لاهو شوي بس غرقېږې هسې ځان به دې خراب کړې شور دې ختم دی او زور دې اوبه شوی نور ختمېږې هسې ...

نور ولوله »

خپل رواج مو بدل نه کړئ

رضوان الله ( فيضاني ) مؤمنانو خپل رواج مو بدل نه کړئ خپل فرهنګ صفا مزاج مو بدل نه کړئ د کفري نړۍ دامونو ته ځير اوسئ پيوستون ښکلی علاج مو بدل نه کړئ د حريت هسکې شملې مو ټيټې نه شي تور پټکي او تک سپين پاج مو بدل نه کړئ غلامۍ نه خو مرګ سل ځله بهتر دی ...

نور ولوله »

سباوون دی/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني مسلمانه ځان بيدار کړه سباوون دی ځه مسجد ته لږ تلوار کړه سباوون دی رڼايي شوه وخت د لمونځ دی آذان شوی د الله تسبيح اذکار کړه سباوون دی اودس وکړه او په مينه لمونځ ادا کړه رضا خپل پروردګار کړه سباوون دی د خپل رب کور ته اوچت کړه قدمونه پر شيطان بل سور انګار کړه ...

نور ولوله »

باداره! رضوان الله فيضاني

رضوان الله فيضاني باداره راوله پر مونږ د خوشحاليو ورځې په محبت باندې رنګينې د خوښيو ورځې ډېر کړېدلي زورېدلي له مودو يو مونږه نورې مو بس دي د دردونو او زګېرويو ورځې خزان ظالم مو پر ګلشن مدام يرغل کړی دی غواړو له تا نه د ښکلا او د سپرليو ورځې ستا د رحمت باران پر مونږه باندې ووروه ...

نور ولوله »

غزل/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله ( فيضاني ) زه مين يمه په شرنګ د سپينو تورو هم شوقي يمه د جنګ د سپينو تورو بې اختياره سم خمار نشه نشه شم چې زه واورمه آهنګ د سپينو تورو جنت هم د تورو سيورو لاندې پټ دی جهادونه دي قلنګ د سپينو تورو له زعفرانو او له مشکو نه بهتر دی د غازيانو هغه ...

نور ولوله »

اعتکاف/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله ( فيضاني ) عجيبه غوندې مزې دي اعتکاف کې د انوارو تجلې دي اعتکاف کې پاک الله په اعتکاف ډېر خوشحالېږي سترې ګټې او فايدې دي اعتکاف کې ګناهونه پکې محوه او رژېږي د غفران ښکلې شېبې دي اعتکاف کې معتکِف په اعتکاف رب ته نيږدې شي ډېرې لوړې مرتبې دي اعتکاف کې استغفار حمد او ثنا تلاوتونه ...

نور ولوله »

رمضان/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله ( فيضاني ) رمضان دی د رحيم خدای د رحمت مياشت ګنهګار ته د ګناه د مغفرت مياشت نوافل پكې په فرضو حسابېږي ده مؤمن ته د خالق د عبادت مياشت نېك عمل پكې رب اخلي په څو چنده عجيبه ګټې لري د تجارت مياشت مرور خلك بايد پكې پخلا شي ځكه دا خو ده د مينې او ...

نور ولوله »

روژه ماتی/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله ( فيضاني ) ستر انعام د رب اکبر دی روژه ماتی روژه دارو ته اختر دی روژه ماتی ټول خوندونه د دنيا پکې راټول دي ته وا خوږ جام د کوثر دی روژه ماتی لوږې تندې دې عبث نه ځي مؤمنه ستا ملګری په محشر دی روژه ماتی هر يو سوال پکې قبلېږي چې روا وي رب ته ...

نور ولوله »