د ټیګونو ارشیف : روزونکی

افغان کرېکټ بورډ د توپ وهنې روزونکي لپاره بوست اعلان کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د توپ وهنې روزونکي ټاکلو لپاره نوی بوست اعلان ته ورکړ. افغان لوبډله چې په ځانګړي ډول د انضمام الحق له روزنمشرۍ وروسته په توپ وهنه کې ګڼ شمېر ستونزې موندلي اوس غواړي نوی روزونکی وټاکي. اوسمهال د افغان لوبډلې پخوانی لوبډلمشر نوروز منګل د توپ وهنې روزونکي په ...

نور ولوله »

د افغانستان کرېکټ بورډ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی وټاکه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۵ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ له اوږدې او خپې مودې وروسته بالاخره د ملي لوبډلې لپاره نوی مشر روزونکی وټاکه. کرېکټ بورډ چې د بنګلدیش پر وړاندې ټیسټ سیالۍ او په درې اړخیزه سیریز کې ګډون یې د غوراوي کمیټې غړي انډ مولز تر روزنمشرۍ لاندې ترسره کړ اوس نوی مشر روزونکی وټاکه. د ...

نور ولوله »

کرېکټ بورډ «اډرین مکنمن» د ارواپوه په توګه پر دنده وګوماره

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۲۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د نیوزیلنډ هېواد ارواپوه اډرین ډېوېډ مکنمن په دنده وګوماره. د کرېکټ بورډ له خوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې «اډرین ډیویډ مکنمن» یې لوبغاړو د روحي پياوړتیا او د لوبې پر مهال د غوره دقت کولو په موخه ټاکلی چې دغه چاره به د لوبو پر مهال د لوبغاړو ...

نور ولوله »

د افغان لوبډلې د توپ اچونې روزونکي له بنګلدیش لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ زمری، ۱۳۹۸ل): د افغانستان ملي لوبډلې د توپ اچونې سویلي افریقایي روزونکي چارل کینیت لینګلویډ د افغان لوبډلې سره د تړون پای ته رسیدو سره سم د بنګلدیش لوبډلې سره د چټک توپ اچونې روزونکي په حیث تړون لاسلیک کړ. چارل کینیت لینګلویډ چې له د ۲۰۱۸م کال جنوري میاشتې راهیسې د افغان لوبډلې سره ...

نور ولوله »

«هند څخه له ماتې وروسته مې د ځان وژنې فکر کاوه»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۴ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ لوبډلې مشر روزونکی مکي ارتر وایي په نړیوال جام کې د هند لوبډلې څخه له ماتې وروسته تر سخت ذهني فشار لاندې وم چې د ځان وژنې په اړه مې فکر کاوه. وړمه ورځ د سویلي افریقا لوبډلې څخه له سیالۍ وروسته مکي ارتر د رسنیو پرمخ د کانفرنس ...

نور ولوله »

د افغانستان کرېکټ غوراوې کمیټې او لوبډلمشر پخوانۍ تېروتنې بیا تکرار کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ کب، ۱۳۹۷ل): د تېرې پنچشنبې په ورځ د افغانستان او ایرلینډ لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزو سیالۍ که څه هم د افغانستان په بریا پای ته ورسیده خو د افغانستان لوبډلې یو وار بیا پخوانۍ تیروتنې تکرار کړې. په دغه سیالۍ کې د افغانستان لوبډله نږدې وه په وړو تېروتنو له ماتې سره مخ شي، ...

نور ولوله »

د ښوونکي ، روزونکي او مربي تر منځ توپیر څه دی؟‎

 الهام الله بابر په طبیعی توګه انسان د پیدایښت له وخته تر مرګه پورې زده کړه کوي چې لومړنۍ زده کړه یې د مور له غیږې څخه پیل کیږي وروسته بیا مدرسه، ښوونځي او پوهنتون پورې یې د زده کړی سر رسيږي نو پدې اساس زه هم ددی لیکنې ته د زده کړی انګیزی اړ ایستلم تر څو د ښوونکي، ...

نور ولوله »

د هندوستانی پخوانی لوبغاړی د ملي لوبډلي د بالنګ روزونکی وټاکل شو

manoj prabhakar

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د هندوستان پخوانی آل راونډر منوج پرابهاکر د افغانستان د لوبډلي لپاره د توپ غورځوني د روزونکي په دنده ګومارل شوی دی. نوموړی به د شل اوریزو لوبو تر نړیوال جام پوري د ملي لوبډلي بال غورځونکو ته د ښه بال غورځوني چلونه ورښيي. د ملي لوبډلي مشر روزونکی د پاکستان پخوانی لوبغاړی ...

نور ولوله »

د سویلي افریقا توپ اچوونې روزونکی استعفا وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، وري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د سویلي افریقا توپ اچونې روزونکی ایلین ډونلډ د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې له ماتې وروسته تیره ورځ خپل استعفا اعلان کړ. ایلین ډونلډ په ۲۰۱۱ز کې د سویلي افریقا لوبډلې د توپ اچونې روزونکی په ډول وټاکل شو. نوموړی د څلور کلونو په موده کې وتوانید د سویلي افریقا توپ ...

نور ولوله »

فوټبال ملي لوبډلې ته نوی روزونکی ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۹مه ۱۳۹۳ل): د فوټبال ملي لوبډلې ته نوی مشر روزونکی ټاکل شوی. دغه نوی روزونکی چې «سلوان اسکیلزیچ» نومیږي نن کابل ته رسیدلی. سلوان اسکیلزیچ به د دوشنبې په ورځ په رسمي بڼه په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د فوټبال  ملي لوبډلې مشر روزونکی په توګه معرفي شي. سلوان اسکیلزیچ په اصل کې ...

نور ولوله »