د ټیګونو ارشیف : روزګان

روزګان: د امنيتي عسکرو د هاوان په مرمۍ ۶ ماشومان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه،۲۸ وږی ۱۳۹۷ل): روزګان ولايت کې په يو کور د امنیتي ځواکونو له لوري توغول شوي د هاوان مرمۍ لګېدلې چې له امله يې شپږ تنه ماشومان وژل شوي دي او دوه نور ټپيان دي. دغه پيښه تيره ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې امنيتي ځواکونو د طالبانو په ...

نور ولوله »

روزګان: لسګونه محاصره عسکر وايي، طالبانو ته به وسلې پر ځمکه کېږدي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۳زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ تنه چې د پولیسو په ګډون ډېری يې د اردو عسکر دي، طالبانو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کوي. شمشاد د دې محاصره عسکرو له خولې وايي، چې که يې مرسته ونه شي، حاضر دي چې د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي او ځان له وژلو ...

نور ولوله »

محاصره عسکر: وژل شويو ملګرو مو بوی کړی؛ څوک يې نه وړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان په خاص روزګان ولسوالۍ کې د ملي اردو لسګونه محاصره عسکر وايي، له څو میاشتو راهیسې يې مړي او ټپيان په مرکزونو کې ورته پراته دي او د سخت بوی له لاسه پېلوټ هم د مړو لېږد ته زړه نه ښه کوي. د دې عسکرو له ډلې یو تن ازادي راډيو ته ...

نور ولوله »

روزګاني چارواکي: طالبانو د اردو قرارګاه او درې پوستې نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۳زمري، ۱۳۹۷ل): د روزګان ځايي چارواکي طالبانو تېره شپه چنارتو ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه قرارګاه او درې پوستې نیولې دي. د دې ولسوالۍ ولسوال فیض محمد ازادي راډيو ته ویلي، طالبانو په سپين قیچه سیمه کې د اردو قرارګاه او درې پوستې بشپړې د دوی له ګوتو ویستلې دي. دغه سرچینه د یو قومندان ...

نور ولوله »

روزګان: پر امنیتي پوستو د طالبانو د محاصرې کړۍ نوره هم تنګه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱زمري، ۱۳۹۷ل): روزګان کې چارواکي وايي د طالبانو د محاصرې کړۍ نوره هم تنګه شوې او پراخې سیمې يې تر واک لاندې شوې دي. شمشاد د ځايي امنیتي چارواکو په حواله وايي چې طالبان د مرکز اړوند په پای ناوه، سرخوم او یک لینګه سیمه کې توانېدلي چې واک ټينګ کړي او د امنیتي پوستو تر ...

نور ولوله »

پنټاګون روزګان کې د وژل شوي عسکر معلومات خپاره کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د امریکا دفاع وزارت په روزګان کې د هغه امریکايي عسکر د هویت په اړه معلومات خپاره کړل، چې وړمه ورځ د طالبانو نفوذي ملګري خپله د ټوپک شپېلۍ پرې ور واړوله. پېښه وړمه ورځ د روزګان ولایت اړوند په یوه روزنیز کېمپ کې هغه وخت رامنځته شوه، چې امریکايي عسکرو خپلو افغان همکارانو ...

نور ولوله »

روزګان: ګډو ځواکونو ۱۷ ملکي وګړو ته مرګ – ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې بهرنیو او کورنیو عسکرو د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۷ ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده. د دهراود ولسوالۍ اړوند په پوځي عملیاتو کې د یوې ماشومې په ګډون ۹ تنه وژل شوي او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه نور ټپیان ...

نور ولوله »

روزګان: طالبان وايي چوري ولسوالۍ يې نیولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي، روزګان کې د چوري ولسوالۍ مرکز او شاوخوا اړوند پوستې نیولې دي. طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي د دوی ځواکونو د جوري ولسوالۍ ودانۍ، د استخباراتو اړوند ودانۍ او شاوخوا ۱۷ پوستې نیولې دي. سرچینه زیاتوي د دوی سرتېرو د ولسوالۍ شاوخوا چاڼيز عملیات ...

نور ولوله »

روزګان: پولیس د بانک څلور کارکوونکي وژلي او دوه نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۷ل): د روزګان ځايي چارواکي وايي د نوي کابل بانک یوه ساتونکي چې د عامه ساتنې د پولیسو غړی و، د دې بانک څلور کارکوونکي وژلي او دوه نور يې ټپیان کړي دي. د روزګان د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي، بریدګر افسر جمشید نومېږي او تېره ورځ غرمه مهال يې له لفظي شخړې وروسته ...

نور ولوله »

د روزګان والي: د ځواکونو غیر مسلکیتوب د طالبانو له دفاع عاجز کړي یو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۱غويي، ۱۳۹۷ل): د روزګان ځايي چارواکي وايي د افغان ځواکونو غیر مسلکیتوب د طالبانو له دفاع عاجز کړي دي او نه شي کولی ويې ځپي. د دې ولایت والی محمد شفیق اسدالله سعید نن یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل، په روزګان کې ټول پولیس قومي او غیر مسلکي دي. د هغه په وینا ...

نور ولوله »