د ټیګونو ارشیف : روسیه

سوریه: په لسو ورځو کې ۷۷۰ مړي او ۴ زره ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳کب، ۱۳۹۶ل): د بې سرحده ډاکټرانو موسسې ویلي چې ددوی روغتونونو ته په تیرو لسو ورځو کې د سوریې د «الغوطه الشرقیه» ښار څخه یوازي ۷۷۰ مړي رسیدلي او ۴۰۵۰ تنه نور ټپيان یې تر لاسه کړي دي. دغې موسسې وړاندي ویلي چې د مرګ ژوبلې دغه شمېرې هر وخت بدلون موندلای شي، ځکه چې دا ...

نور ولوله »

روسيه کې پوځي الوتکه را لوېدلې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل):د روسيې ختيځ سایبریا ته نژدې په تومسک ایالت کې د دې هيواد يوه پوځي الوتکه رانسکوره شوې. ياده الوتکه چې په کې شپږ تنه سپاره وو د نسکورېدو له امله يې دوه تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي. د روسيې د امنيتي سرچينو له مخي الوتکه پرون د دوشنبې په ...

نور ولوله »

روسيه : د الوتکي را لوېدو له امله ۷۱ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په روسيه کې هغه الوتکه چې له الوتني کابو لس دقيقې وروسته له رادار څخه وتلې او را ایله شوې له امله يې ۷۱ تنه وژل شوي. د پيښي قربانیان ټول مسافر دي. الوتکه د ساراتف هوايي شرکت بلل شوې او غوښتل يې مسافر د قزاقستان له پولې سره نژدې اورسک ښار ته ...

نور ولوله »

د روسیې سفیر معصوم ستانکزي ته: خپله ناکامي د بل پر اوږو مه اچوئ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۸ سلواغې، ۱۳۹۶ل): په کابل کې د روسیې سفیر د افغانستان د ملي امنیت د رییس هغه څرګندونې رد کړې، چې روسیه او ایران یې له طالبانو سره په لاس لرلو تورن کړي وو. الکساندر مانتیتسکي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې افغان چارواکي پخپله جګړه کې ناکام شوي؛ خو خپله ماتې ...

نور ولوله »

روسي ځواکونو په انتقامي بمباریو لاس پوري کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۵ سلواغې، ۱۳۹۶ل): تېره ورځ د روسیې یوه جیټ جنګي الوتکه د سوریې په ادلب ښار کې د مقاومت کوونکو په میزایل را وغورځېده او وروسته یې پيلوټ هم ووژل شو. د الجزیرې د راپور سره سم د الوتکې د راغورځېدو وروسته روسي ځواکونو او الوتکو یې پر سیمه درنې بمبارۍ پيل کړې او په انتقامي ...

نور ولوله »

سوریه: د روسیې یوه جیټ الوتکه را غورځول شوې / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۴ سلواغې، ۱۳۹۶ل): د روسیې یوه جیټ الوتکه د سوریې په ادلیب ښار کې د حکومت د مخالفو وسلوالو په ډزو لګېدلې او پر ځمکه را غورځېدلې ده. د روسیې دفاع وزارت د پيښې تایید کړی دی او په ټولنیزو پاڼو کې د خپرو شویو ویډیوګانو څخه ښکاري چې الوتکې په سیمه کې بمبارۍ کوله چې ...

نور ولوله »

سوریه: د روسانو اوه جنګي الوتکي تخریب شوي او دوه عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۴ مرغومي، ۱۳۹۶ل): سوریې پر الحمیمیم هوايي اډې باندي د مخالفینو توغول شوي توغندي لګېدلي چې له امله یې لږ تر لږه د روسانو اوه الوتکې تخریب شوي دي. دغه خبر په لومړي ځل یوې روسۍ ورځپاڼې ورکړی. د کومرسانت په نامه ورځپاڼې د دوو سرچینو په حواله وویل چې د کال ۲۰۱۷ په ورستۍ ورځ ...

نور ولوله »

کابلوف: په افغانستان کې د ناپېژانده الوتکو د ګرځېدو په اړه یې اندېښنه پر ځای پاتې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳مرغومي، ۱۳۹۶ل):  د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ويلاديمير پوتين ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، له ناټو یې د هغو چورلکو په اړه قانع کوونکی ځواب نه دی ترلاسه کړی، چې په افغانستان کې د داعش وسله والو ته وسلې او مهمات لېږدوي. کابلوف له نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې ...

نور ولوله »

باداران د غلامانو سره څرنګه سلوک کوي؟ – ویډیو او انځور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۱ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): په ټولنیزو پاڼو کې د روسي عسکر له لوري د بشار الاسد د مخنیوي ویډیو خپره شوې، چې په لنډه موده کې زیات انتشار پیدا کړ او ددغه پاڼو فعالانو وویل: ددې لپاره چې پوهه شئ چې په اوس زمانه کې باداران د غلامانو سره څرنګه سلوک کوي، لاندي ویډیو وګورئ. د ...

نور ولوله »

اجراییه رییس د شانګهای په غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل): د ملي یووالي حکومت اجراییوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د شانګهای سازمان همکارۍ غړیو هېوادونو په کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی. د اجراییوي ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې عبدالله عبدالله د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر دیمیتري میدویدوف په رسمي بلنه ...

نور ولوله »