د ټیګونو ارشیف : روغتون

کابل؛ د پاکستان له لوري جوړ شوی «جناح روغتون» پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل): د اشرف غني دویم مرستیال او د پاکستان د پارلماني چارو وزیر علي محمد خان کابل کې د محمد علي جناح په نوم جوړ کړل شوی روغتون پرانیست. دغه روغتون چې د کابل ښار لوېدیځ «دشت برچی» سیمه کې جوړ شوی، ټول ټال پرې ۲۴ میلیونه ډالر لګښت شوی دی. سرور دانش د دې ...

نور ولوله »

پکتيکا کې يو روغتون په بمونو الوځول شوی

نن ټکی اسيا: (يکشنبه، ۱۱ وری، ۱۳۹۸ل): د پکتيکا ولايت په برمل ولسوالۍ کې نامعلومو وسله والو یو روغتون په چاودېدونکو توکو الوځولی دی. د پکتيکا ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په برمل ولسوالۍ کې تيره شپه نامعلومو وسله والو يو روغتون په بمونو الوځولی او نړولی يې دی. ددې ولايت د عامې روغتيا رئيس اسدالله رسولي رسنيو ته ...

نور ولوله »

د ننګرهار په مومند دره او دور بابا ولسوالیو کې روغتونونه جوړیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ کب، ۱۳۹۷ل): پرون د شنبې په ورځ چې د فبروري له ۲۳مې نېټې سره سمون خوري د ننګرهار نوي والي شاه محمود میاخیل لخوا د ننګرهار ولایت په مومندره او دور بابا ولسوالیو کې د دوه بېلا بېل روغتونونه د بنسټ ډبره کيښودل شوه او پر لومړنۍ چارو يې کار پېل شو. د ننګرهار چارواکو ...

نور ولوله »

څرخي پله زندان کې یوه نوې ودانۍ او روغتون جوړېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي محمد اشرف غني په څرخي پله زندان کې د زندانیانو د یوې ودانۍ او یو روغتون ډبره کېښوده. څو اوونۍ وړاندې د څرخي پله زرګونو زندانیانو، د ناسم چلند، بد روغتيايي وضعیت، د دوسیو نه څېړلو او ګڼو نورو ستونزو له امله اعتصاب وکړ، چې تر اونۍ يې هم ډېر وخت دوام ...

نور ولوله »

مصباح الحق د زړه په ناروغۍ اخته کوچنیانو ته روغتون جوړوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۶ وږی، ۱۳۹۷ل): د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پخواني تکړه او نامتو لوبډلمشر مصباح الحق د هغه کوچنیانو لپاره چې د زړه په ناروغۍ اخته دي د روغتون جوړولو اعلان وکړ. مصباح الحق ددغه روغتون جوړولو اعلان په خپل ټویټر پاڼه وکړ، او زیاته یې کړه چې ددغې روغتون پرانیسته به د روانې سپتمبر میاشتې په ...

نور ولوله »

په فاریاب کې کلینیک او فراه کې ښوونځی بمبار شوي

انځور په کندز کې د نجونو یو ښوونځی دی، چې تېر کال په همدې میاشت کې امریکایانو بمبار کړی و

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۷ل): ګډو ځواکونو په فاریاب او فراه ولایتونو کې ولسي مېشت سیمې او عام المنفعه تاسیسات تر هوايي بریدونو لاندې نیولي او ګڼ ملکي تلفات یې تر شا پريښي دي. نن تر غرمې مخکې د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسی سیمه کې په یو روغتيايي مرکز چورلکو بمونه وغورځول او ولسي خلکو ...

نور ولوله »

د نیمروز په خاشرود کې د طالبانو تر واک لاندې ساحه کې کلینیک جوړیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۶): د نیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره روغتیايي کلینیک رغول کیږي. د دې کلینیک کار د طالبانو په همکاري د یوې خیره مؤسسې لخوا پیل شوی او د رغونې چارې یې تر ډیره حده بشپړې شوي دي. طالبانو په نیمروز ولایت کې د خپلو نظامي او ملکي خدماتو اړوند ...

نور ولوله »

طالبان: کابل کې په روغتون برید مونږ پورې اړه نه لري

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، کب ۱۸، ۱۳۹۵ل): طالبانو د کابل په سردار محمد داود روغتون باندې په ننني برید کې لاس لرل رد کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي چې «په کابل کې په روغتون باندې د نن ورځې برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري». نن ...

نور ولوله »

ترکي رسنۍ: حکمتیار د ترکې په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغه ۲۵، ۱۳۹۵ل): د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د ژورې ناروغۍ له امله ترکيې هېواد ته د د تداوۍ په موخه انتقال شوی دی. د ترکيې رسنيو له راپورونو سره سم د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار د سختې ناروغۍ له امله د ترکيې هيواد په يوه دولتي روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی. څو ...

نور ولوله »

هلمند: نامعلومو وسلوالو یو کلینک سوځولی دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه ۷، ۱۳۹۵ل): تېره شپه دهلمند په واشېر ولسوالۍ کې نامعلومو وسلوالو یو روغتیايي مرکز سوځولی دی. د هلمند دعامې روغتیا مسؤول مولاداد توبه ګار رسنیو ته ویلي چې د تېره شپه ناوخته د واشېر ولسوالۍ په پولاد سیمه کې یو کلینک وسوځول شو. نوموړی ویلي چې دغه کلینک شپږ میاشتې وړاندي فعال شوی وو او ...

نور ولوله »