د ټیګونو ارشیف : روغتون

د عامې روغتیا ریاست اسلام اباد ته ۷۵ ډاکټران د زده کړو لپاره لیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، مرغومې ۲۴، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په پلان کې لري چې په دغه ولایت کې د پاکستان په مرسته جوړ شوی د پښتورګو متخصص روغتون فعاله کړي، چې د همدې لپاره په پلان کې لري چې اسلام اباد ته ۷۵ ډاکټران ولیږي تر څو هلته مسلکي زده کړي وکړي. دغه ریاست ویلي چې ...

نور ولوله »

هند : روغتون کې اورلګېدني ۱۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه ، تلې ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د هند د اوريسا ايالت په يوه روغتون کې د اور لګېدو له امله ۲۳ تنه وژل شوي او نژدې ۱۰۰ تنه نور ټپيان او سوځل شوي دي. پېښه د بهوبانسوار ښار د (سم) په نوم يوه خصوصي روغتون کې را منځته شوې. هندي پوليس وايي د (سم) روغتون لسګونه ناروغان ...

نور ولوله »

يمن : د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون بمبار کې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د بې پولي ډاکټرانو اداره وايي په يمن کې د دوی پر روغتون د بمبار له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي. پېښه د يمن په عبس سيمه کې را منځته شوې. د بې پولي ډاکټرانو اداره د بريد پړه د سعودي عربستان په مشرۍ د هغه ائتلاف ...

نور ولوله »

طالبان: د پلونو او ښوونځیو نړول زمونږ کار نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۵ل): طالبانو په هیواد کې د عام المنفعه تاسیساتو د ساتلو او خوندیتوب ډاډ ورکړی او هغه تورونه یې «د دښمن بدناموونکې هڅې» ګڼلي چې ګویا طالبان پلونه او ښوونځي نړوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې تازه اعلامیه کې ویلي چې د دوی هیڅ فرد اجازه نه لري چې پل، ښوونځي ...

نور ولوله »

حلب کې ۴۰ پرله پسې بمباريو ګڼ ولسي خلک وژلي او روغتون يې نړولی

نن ټکی اسیا (شنبه، غويي ۱۱مه ۱۳۹۵ل): له تېرې ورځې راهيسې د سوريې په شمال حلب کې د بشارالاسد او روسي الوتکو په بمباريو کې ګڼ کلي ويجاړ شوي او لسګونو ولسي خلکو ته په مرګ ژوبله اوښتې ده. عربي رسنۍ وايي، چې حلب کې بشري وضعيت نور هم په خرابېدو دی. حلب کې د الجزيرې تلويزون خبريال عمرو حلبي ...

نور ولوله »

لېونى – جبران خلیل جبران

ژباړه او را ټولونه : میوند مجمد جمال ما د روغتون په باغچه كې يو ځوان وليده چې د هغه ښكلى مخ په زېړېدو و خو ډير زړه راښکونکي وه  او د هغه په مخ د حيرانتيا نښانې ښكارېدې، زه د هغه خواته ورغلم او د هغه ترڅنګ په څوكۍ كېناستم. ما د هغه نه وپوښتل: دلته څنګه راغلې؟ هغه ...

نور ولوله »

طالبان: پر روغتون د ګډوځواکونو برید د بشري حقوقو څخه سرغړونه ده / ویډیو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۲، ۱۳۹۴ل): طالبانو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د میدان ولایت د جلګې ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د سویډن هیواد د مرستندویه موسسې له لوري جوړ شوی روغتون باندي د ګډو ځواکونو تیری د بشري حقوقو څخه سرغړونه ده. پر دغه روغتون د شپې له خوا د ملي اردو ځواکونو له ...

نور ولوله »

د بشري حقونو د څار سازمان په وردګو کې پر روغتون د بريد څېړنه غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له افغان حکومته غوښتي چې په میدان وردګو کې د ګډو ځواکونو له لوري پر روغتون شوی بريد دې وڅېړل شي. د ميدان وردګو ولایت د دایميرداد په تنګي سیمه کې د سويډن کمېټې له خوا رغول شوی روغتون تېره چهارشنبه د شپې ناوخته د امريکايي ...

نور ولوله »

د ليونيو په روغتون كې

لیکوال : دکتور محمد عبدالرحمن العریفي ژباړه :  میوند محمد جمال زه يوه هیواد ته په دعوت تللى وم. هغه هیواد ،د ذهني (دماغي) مرضونو په لويو، لويو روغتونونو ډېر مشهور دى. سهار مې په يوه ځاى كې دوه درسه (ليكچره) وركړل د ماسپښين مانځه ته وخت پاتې و. زه او عبدالعزيز چې ستر داعي دى په موټر كې ناست وو. ...

نور ولوله »

هر کال په افغانستان کې د سرطان ناروغي نژدې شل زره کسان وژني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۴ ل): د سرطان د ناروغۍ سره د مبارزې په نړیواله ورځ د عامي روغیتا وزارت وویل چې په افغانستان کې هر کال د سرطان ناروغي نژدې د شلو زرو افغانانو ژوند اخلي. د عامي روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز د همدې ورځي په مناسبت په جوړه شوي غونډه کې وویل چې په افغانستان کې ...

نور ولوله »