د ټیګونو ارشیف : رولا غني

رولا غني؛ پروموټ پروژه کې ۲۸۰ میلیونه ډالر فساد کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۴وږي، ۱۳۹۷ل): د محمد اشرف غني مېرمن رولا غني، د افغان ښځو لپاره د پروموټ په نوم پروژه کې ۲۸۰ میلیونه ډالر په بډه وهلي. سیګار، پخپل تازه راپور کې وايي، ټاکل شوې وه، رولا غني به په حکومت کې د ښځو د ګډون په پلمه، ۵۷زره ښځې روزي، خو یوازې ۵۵ تنه يې روزلې دي. ...

نور ولوله »

بامیان: لاریون کوونکو د رولا غني تصویر ته اور ورکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲غبرګولي، ۱۳۹۷ل): بامیانو کې د ساداتو قوم اړوند سلګونو تنو د رولا غني د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې لاریون وکړ او د هغې تصویر ته يې اور ورکړ. لاریون کوونکو چې د رولا پر ضد شعارونه ورکول، هغه يې له افغاني فرهنګه او د قومونو په اړه له مطالعې نا خبره وبلله. رولا غني وړمه ...

نور ولوله »

د رولا غني نادرو غبرګونونه راپارولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸غبرګولي، ۱۳۹۷ل): له طلوع نیوز خصوصي تلویزون سره د محمد اشرف غني مېرمنې په تازه مرکه کې ځينې څرګندونې کړې چې توند غبرګونونه يې راپارولي. هغې چې د پښتنولۍ دعوه هم وکړه، په خپرونه کې وویل په برېښنايي تذکره کې يې قوم «پښتون» او ان دین هم «اسلام» لیکلی دی. رولا غني د «سادات» قوم ...

نور ولوله »

فرانسه: پخواني ولسمشر له قرآنکریم د ځينو ایاتونو د ویستلو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): د فرانسې پخواني ولسمشر نکولاس سرکوزي او د دې هېواد دریو پخوانیو وزیرانو ویلي له قرانکریم نه باید ځینې ایاتونه لرې کړل شي. د ټې آر ټې – پښتو؛ د راپور له مخې له سرکوزي سره په دې برخه کې د مسیحي او یهودي ټولنو استازو، سیاستوالو او ځینو لیکوالو هم دا غوښتنه کړې ...

نور ولوله »

غني په نوم لیکنه کې د مېرمنو په کم ګډون خواشيني وښوده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۷غويي، ۱۳۹۷ل): محمد اشرف غني په ارګ کې د افغان ښځو د پینځم سپموزیم ناستې ته وویل، مېرمنې باید ټاکنو کې ډېره برخه واخلي. سره له دې چې نن هم په لوګر او تېره ورځ خوست کې د نوم لیکنې پر مرکزونو چاودنې شوې دي، خو محمد اشرف غني پر مېرمنو غږ وکړ، چې خپل نومونه ...

نور ولوله »

د بي‌بي ګل (رولاغني) تر افغاني تذکرې

اکرام الدین کامل پرون ولسمشر غني د الیکترونیکي تذکرو د ویش لړۍ رسماٌ پیل کړه. پر فیسبوک یو شمېر خلکو د ولسمشرغني د لبنان الاصل مېرمنې د افغاني تابعیت اخېستلو په اړه د قانون پوښتنه کوله. نن مې یې په اړه مطالعه وکړه، تاسو ته یې لنډیز لاندې لیکم. د تابعیت قانون په لومړي ځل په ۱۹۲۲ کې تصویب شو، ...

نور ولوله »

راتلونکو ټاکنو ته د ډاکټر غني د نه نوماندۍ امکان

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸وری، ۱۳۹۷ل): د بې بې سې پخوانی خبریال وايي محمد اشرف غني د ناسم روغتيايي وضعیت له امله د رولا غني پر مشوره ښايي راتلونکو ټاکنو ته نوماند نه شي. هارون نجفي زاده، د ایران انترنیشنل پر حواله پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې محمد اشرف غني د سرطان ناروغي لري او اوس يې وضعیت لا خراب ...

نور ولوله »

د ښځو نړیواله ورځ او د افغان ښځې وضعیت – راپور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷کب، ۱۳۹۶ل): د مارچ اتمه چې د ښځو د نړیوالې ورځې په نوم نومول شوې په افغانستان کې هم همدا ورځ د ښځو د حقونو او غږ پورته کولو تر عنوان لاندې نمانځل کېږي. ارګ رسماً په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ويلي، خو پر رسمي فیسبوکپاڼه يې هغه لنډ ویډيو کلیپ خپور کړی ...

نور ولوله »

جوزجانۍ مېرمنې: دولتي ادارو کې د مقررۍ پر وخت نامشروع غوښتنې ترې کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۷ سلواغې، ۱۳۹۶ل): جوزجان کې دولتي مامورينې او دولت کې مقررېدونکې مېرمنې وايي، له ګڼو ‏جنسي ځورونو سره مخ دي‎. ‎ سلام وطنداره، د جوزجان د اوسېدونکې فوزيې له خولې وايي، چې دولتي دندو کې د مقررۍ پر وخت پر پیسو سربېره ترې نا ‏مشروع غوښتنې کېږي‎. ‎ هغه وايي، دلته دا یو ذهنیت دی ...

نور ولوله »

د ولسمشر مېرمن: په ادارو کې مېرمنې له جنسي ځورونې سره مخ دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۳۹۶ل): د ولسمشر مېرمن رولا غني وايي، په دولتي او خصوصي ادارو کې پر نورو ځورونو سربېره ښځينه کارکوونکې له جنسي ځورونې سره هم مخ دي. رولا غني چې پرون د مېرمنو لپاره په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، اوسنی وضعیت له پخواني هغه سره بدل شوی او ښځو ته په سمه سترګه ...

نور ولوله »