د ټیګونو ارشیف : زاهد خلیلي

د فراه جګړه

زاهدخليلي د فراه ولایت د مرکز له جګړې ښکاري چې دواړو لورو او ملکي وګړو ته به په کې دروند زیان اوښتی وي. دغه ولایت کې، پر مرکز له برید وړاندې طالبانو له حکومته ډېرې سیمې نیولې او د ولایت مرکز یو ډول کلابند غوندې و. پر مرکز له برید وړاندې په بالابلوک او نورو ولسوالیو کې طالبانو پر حکومتي ...

نور ولوله »

نجیب الله

لیکونکی: زاهد خلیلي نجیب د کابل طب پوهنتون د نسايي ولادي څانګې نه فارغ شوی و. ښه پوخ پرچمي او ورسره پښتني احساسات يې درلودل. د چپي ايډيالوژۍ او سیاسي فعالیتونو لرلو له امله څو ځل بندي شوی. بیا چې د خلقي امین په مشرۍ پوځ راپاڅېد؛ نو دی په کې تهران ته سفیر ولېږل شو او امین چې د ...

نور ولوله »

پښتون ژغورنې غورځنګ؛ څو خبرې

زاهدخليلي پښتون تحفظ موومنټ تر اوسه د منظور پښتین په مشرۍ ښه روان دی. د دوی جلسو او په ټولنیزو شبکو کې غږ اوچتولو د دوی هغه مخالفین چې یو مهال يې دوی بېخی له پامه غورځولي وو، هم اړ کړل چې غوږ ورته کېږدي. دوی څه غواړي؟ یو مهال پرې ټولو پاکستاني سیاستوالو غوږونه کاڼه کړي وو؛ خو اوس ...

نور ولوله »

د مولانا عبدالصبور مخالفت او يوه اندېښنه

زاهد خليلي د دغو علماوو له لوري د خپلواکۍ په پار د موسيقۍ د پروګرام مخالفت پر ځای کار دی؛ خو پوښتنه داده چې له دې وړاندې د طلوع-اريانا او شمشاد په سټوډيوګانو او د هېواد په نورو ولاياتو کې همدغو سندرغاړو د موسيقۍ پروګرامونه کړي. د کابل په ګډون په نورو ولاياتو کې هره شپه په هوټلونو کې د ...

نور ولوله »

د کرستف کولمب وېروونکې څېره

ژباړه: زاهد خليلي- کرستوفر کولمبس به څوک نه پېژني؟. دا يوه جلا خبره ده چې د ده لخوا د امريکا کشف به د ځينو په نظر يوه کارنامه وي؛ خو د ځينو نورو په نظر د ده دغه کار نړۍ په غم واړوله. دغه ايټالوي بېړۍ چلوونکی د ۱۴۵۱ ز کال په اکتوبر کې په جينوا کې زېږېدلی او د ...

نور ولوله »

مسکو ته د ولسمشر محمد داود سفر او دوه متضاد انځورونه

لیکوال: زاهد خليلي کومه پېښه چې يوازې يو عيني شاهد ولري او يوازې د همده لخوا ثبت شي؛ نو هر څه چې دغه لومړني شاهد ليکلي وي، هماغه د خلکو لپاره سرچينه وګرځي، اوس دا په دغه يوازيني شاهد پورې اړه لري چې ده دغه پېښه څومره سمه ثبت او ليکلې ده. که چېرته پېښه دوه يا له دې هم ...

نور ولوله »

درمسال له خټې (۲)

لیکوال:  زاهد خليلي جمعه خان صوفي په خپل کتاب کې نشنل ګوند (اې اين پي) ته د افغان حکومتونو لخوا د ورکړل شويو پيسو يادونه هم کوي. د ولي خان په اړه يې په لندن کې د دوه افغان سفيرانو (ډاکټر عبدالمجيد او د عبدالحق واله له خولې د سفير لودين) له خولې دوه کيسې هم ليکلي چې يو ځل ...

نور ولوله »

ابو مسلم خراساني

زاهدخليلي ابومسلم خراساني د هېواد د تاريخ د مشهورو شخصيتونو څخه دی. دی نه يوازې د خراسان بلکې د اسلامي نړۍ په تاريخ کې پېژندل شوې څېره ده. کله چې څوک د هجري تاريخ د دويمې پېړۍ او د امويانو نه عباسيانو ته د خلافت د لېږد خبره کوي او يا يې په تاريخ غږيږي؛ نو د ابومسلم نوم به ...

نور ولوله »

قضاوت تاسو وکړئ

لیکوال: زاهد خليلي له تېرې يوې اونۍ راهيسې مې په فېسبوک د يوې مسئلې په اړه پوسټونه کول، ځينې دوستانو به رانه پوښتنه کوله، چې څه پېښ شوي، مونږ ته يې په اړه معلومات راکړه. دلته د هغې مسئلې په اړه لږ وضاحت ورکوم. يو شخص چې (دلته يې د ښاغلي ليکوال په نوم يادوم) يو تاريخي کتاب يې ليکلی ...

نور ولوله »

د خلق ديموکراتيک ګوند

لیکوال: زاهد خليلي تاريخ: د خلق ديموکراتيک ګوند بنسټ په ښکاره ډول د ۱۹۶۵م ز کال د جنورۍ د مياشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې د نور محمد تره کي په کور کې کېښودل شو. دا يې په ښکاره ډول د راټولېدو لومړنی ځای وه؛ خو مشرو غړو يې له ډېر پخوا څخه د شوروي استخباراتو سره اړيکې درلودې ...

نور ولوله »