د ټیګونو ارشیف : زخمي افغان

یوازې د جنوري په دېرشمه . . .

زخمي افغان تیره پنجشنبه د جنورۍ په ۳۰ مه د کندز په دشت ارچي کې امریکایي ډرون الوتکې د ولسي وګړو موټر وویشت او څو تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړل. شهیدان شوي ولسي وګړي د حزب اسلامي د یوه قومندان غلام رباني د کورنۍ غړي وو. له دې کسانو سره د ټویټر یوې مدني فعالې(!) نیلوفر ایوبي هم څه ...

نور ولوله »

قیصاري ته د اشر ف غني ننواتې

زخمي افغان څه باندې یو میاشت وړاندې په مزار شریف ښار کې ټانګونه وغوریدل، څرخکې پورته شوې او عسکر تیار سئ شول. آوازه شوه، وایي د لوی جنګسالار او قاتل نظام الدین قیصاري پر کور عملیات ترسره کیږي. په فیسبوک کې د ارګ او اشرف غني د مداحانو تبلیغاتي بړبوکۍ پورته شوې. ټولو ویل چې اشرف غني د زورواکو په ...

نور ولوله »

د غني فرمان: سیداباد ونړوئ چې نیویارک امن شي!

زخمي افغان زموږ تاریخ لکه څنګه چې اسمانڅکي اتلان لري همداسې د سرټیټو ګوډاګیانو او مړتتانو څو بیلګې هم لري. د ګوډاګیانو یوه پیژندل شوې څیره شاشجاع دی، شاشجاع چې افغانستان ته د انګریزانو په راوستلو ملامت او د تاریخ مجرم پیژندل شوی، ګناه یې دا وه چې په ۱۸۳۹ م کال کې د انګریزي لښکر په بدرګه پر افغانستان ...

نور ولوله »

امریکا او د بشر د حقوقو کاذبه ډنډوره

زخمي افغان د امریکا متحده ایالات ځان په نړیواله کچه د بشر د حقوقو ټیکه دار ګڼي. دوی وایي په نړۍ کې هر ملت د ځینو مشترکاتو په اساس تشکیل شوی وی، لکه ګډ فرهنګ، ګډ تاریخ، مشترکه ژبه او یا هم نژادي خپلوي د ملت د تشکیل اساس بلل کیږي. اما د امریکا اولس چې د بیلابیلو قومونو، ژبو ...

نور ولوله »

آیا اندرابي له ولسوالیو خبر دی چې لاپې وهي؟؟

زخمي افغان د اشرف غني په ګډوله حکومت کې د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي تېره ورځ د بلخ ولایت په مزار شریف کې د پوځي افسرانو د فراغت په یوه غونډه کې طالبانو ته ګواښ وکړ چې تسلیم شي او وسلې پر ځمکه کیږدي. د کورنیو چارو د وزیر په حیث په اوسنیو شرایطو کې د اندرابي دا ګواښ ...

نور ولوله »

د ټاکنو په نوم خندوونکې ډرامه جریان لري

زخمي افغان د ولسمشرۍ د ټاکنو په نوم هغه پروسه چې له څو میاشتو ورته تبلیغات کیدل بالاخره پيل شوه. خو مخکې له دې چې د سهار په اتو بجو د ټاکنیزې مسابقې د پیل شپیلک ووهل شي، د اشرف غني ټیم په بیلابیلو ولایاتو کې په نیمه شپه د صندوقونو په ډکولو پيل کړی و. د ولسي جرګې پخواني ...

نور ولوله »

سیکولران ټول سره وروڼه دي

زخمي افغان افغانستان ته له امریکایي یرغل سره هم مهال د سیکولرزم مفکوره هم راغله، نوي سیکولران له دین او دیانت سره ژور حساسیت لري، دوی فکر کوي چې افغانستان د اروپا په شان له قرون وسطایي دور څخه تیریږي او دوی به په کې د رنسانس یا ویښتابه تجربه عملي کوي. د نویو سیکولرانو یو عمده خاصیت دا دی ...

نور ولوله »

د اشرف غني خونخوارانو بیا کوم کوم کلي داړلي؟

زخمي افغان د طالبانو پوځي او سیاسي بریاوو د امریکا له ګوډاګیانو لوری لودن ورک کړی او اوس د وحشي ځناورو په شان هره شپه له خپلو غارونو راوځي. په بې دفاع کلیو چاپې وهي، د کلیوالو دروازې په بمونو الوځوي. جوماتونه او مدرسې له منځه وړي، کلیوال افغانان په نیمه شپه له ښځو او ماشومانو سره له کورونو باسي، ...

نور ولوله »

د ماسکو غونډه او د طالبانو د حقانیت اثبات

زخمي افغان دا اتلس کاله طالبانو ویل چې افغانستان اشغال دی، د جنګ عوامل بهرني اشغالګر دي او باید امریکایان له دې خاورې پښې سپکې کړي. خو اکثرو رسنیو او سیاسي ډلو او ګوندونو د طالبانو دغه ادعاء ردوله. که څه هم د اشغال پر ضد د طالبانو ادعاء له دیني او ملي قاموس څخه سرچینه اخیسته او د عام ...

نور ولوله »

(طالب) یو ځل بیا (سرټکی) دی

زخمي افغان د حجرې او جومات طالب که پخوا د کلي او مالت د پيغلو او نجونو د سندرو سرټکی او د ټپو تومنه وه، مګر نن خبره ډیره مخکې تللې، د نړۍ تر ټول سترې رسنۍ د طالب نوم ګردانوي. له سي این این ونیسه تر الجزیرې، بي بي سي او العربیه پورې. له وال سټریټ ژورنال ونیسه تر ...

نور ولوله »