د ټیګونو ارشیف : زمبابوې

د افغانستان او بنګلديش ترمنځ ټيسټ لوبه او د زمبابوې په شمول د درې اړخيزه سيريز مهالويش په ډاګه شو

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۷ زمری، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړيوالې شورا د افغانستان، بنګلديش او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د شل اوريزو سياليو درې اړخيزه سيريز لپاره بېرته زمبابوې لوبډله شامله کړه‌. له دې وړاندې په جولايي مياشت کې د کرېکټ نړيوالې شورا د زمبابوې کرېکټ بورډ د بشپړ غړيتوب لغوه کېدو پريکړه کړې وه او پر دوی يې بشپړ مالي ...

نور ولوله »

پر زمبابوې کرېکټ بنديز؛ افغان لوبډله هم له ستونزو سره مخ کړې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د زمبابوې کرېکټ بورډ بشپړ غړيتوب د تيرې جولايي مياشتې په وروستيو کې د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا په کرېکټ بورډ کې د فساد او سیاسي مداخلې له کبله ځنډولی دی. په دې لړ کې د افغانستان کرېکټ لوبډلې د بنګلديش او زمبابوې په شمول په ستمبر مياشت کې درې اړخيزه شل اوريزو ...

نور ولوله »

زمبابوې د بنګلدیش او افغانستان درې اړخیزه سیریز څخه هم ووتله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۸ل): څو ورځې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا د زمبابوې کرېکټ بورډ او لوبډله د فساد او په بورډ کې د سیاسې مداخلې په تور له هر ډوله فعالیت څخه منع کړه او د یادې لوبډلې بشپړ غړیتوب یې لغوه کړ. په دې بندیز سره زمبابوې لوبډله له هغه درې اړخیز سیریز څخه هم ...

نور ولوله »

سرچینه: افغان لوبډله بنګلدیش کې د زمبابوې په شمول سیالۍ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): اټکل شوې چې د افغانستان کرېکټ لوبډله د زمبابوې په ګډون په بنګلدیش کې د شل اوریزو سیالیو درې اړخیزه سیریز ترسره کوي. نن ټکی اسیا ته ځینو ناڅرګندو سرچینو ویلي دي چې له نړیوال جام څخه وروسته د سپتمبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې افغانستان، زمبابوې او بنګلدیش لوبډلې د شل اوریزو ...

نور ولوله »

سرچینه: افغانستان اپریل کې زمبابوې او بنګلدیش سره یو ورځنۍ سیالۍ لري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د راتلونکي یو ورځني نړیوال جام ته د چمتو والي په موخه د بېلا بېلو لوبډلو سره یو شمېر سیالۍ ترسره کوي. افغانستان لوبډله اوسمهال د ایرلینډ لوبډلې سره د هند په دهرادون ښار کې د درې شل اوریزو، پنځه یو ورځنیو او یو ټیسټ سیالۍ په ترسره ...

نور ولوله »

د پکتیا پینترز لوبغاړي سکندر رضا زمبابوې ته تاریخي بریا ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۷ل): د زمبابوې او بنګلدیش ترمنځ په لومړۍ ټيسټ سیالۍ کې زمبابوې لوبډلې په افغانستان پریمیئر لیګ کې د پکتیا لوبډلې لوبغاړي سکندر رضا په غوره توپ اچونه بنګلدیش لوبډلې ته تاریخي ماتې ورکړه. په یو ورځنیو سیالیو کې د بنګلدیش لوبډلې غوره لوبه ترسره کړه خو په ټيسټ سیالۍ کې یې ونکړای ...

نور ولوله »

د عمران طاهر تباه کونکې توپ اچونې زمبابوې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۱ تلې، ۱۳۹۷ل): د سویلي افریقا او زمبابوې ترمنځ په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې د سویلي افریقا سوکه توپ اچونکي عمران طاهر د زمبابوې پر توپوهونکو سرونه وګرځول او ستره ماتې یې ورکړه. د زمبابوې توپ اچونکو پرلپسې په دوه سیالیو کې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه خو په هماغه دول توپوهونکي ...

نور ولوله »

پاکستان زمبابوې ته په لسم اور کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او زمبابوې ترمنځ په درېیمه یو ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ټاکلی هدف له لسو اورونو څخه وړاندې پوره کړ. زمبابوې لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پریکړه وکړه چې ناکامه ثابته شوه، دوی په ۲۵ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او یوازې ۶۷ ...

نور ولوله »

په یو ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان کمزورې زمبابوې ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۷): د پاکستان او زمبابوې ترمنځ په یو ورځنۍ سیالۍ کې پاکستان زمبابوې ته د ۲۰۱ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړه. د پاکستان لخوا نوي لوبغاړي امام الحق سلیزه ووهله چې په هدف سترولو کې یې مرسته وکړه. د زمبابوې لوبډله د تیرو دوه میاشتو راهیسې د خپل کرېکټ بورډ سره یو شمېر ...

نور ولوله »

کرېکټ: پاکستان استرالیا ته د درې ملکي سیریز پایلوبه کې ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او استرالیا ترمنځ د درې ملکي سیریز په پایلوبه کې پاکستان استرالیا ته ماتې ورکړه او یاد جام یې وګاټه. پاکستان د فخر زمان او شعیب ملک په زړه پورې توپوهنې د استرالیا لوبډلې ستر هدف پوره کړ او د یاد جام اتلولي یې وګټله. په دغه سیالۍ کې لومړی استرالیا ...

نور ولوله »