د ټیګونو ارشیف : زندانیان

طالبان: د بشري حقونو «مدعیان» دې، د زندانیانو روغتیا ته پام وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰غويی، ۱۳۹۸ل): دوه ورځې وړاندې په څرخي‌پله زندان کې یو تن سپین ږېری زنداني د ناروغۍ له امله په حق ورسید، چې له امله يې طالبانو یو ځل بیا د بشري حقونو فعالو بنسټونو ته د پړې ګوته نیولې ده. ملا محمد نبي چې د فرا ولایت د خاک‌سفید ولسوالۍ اوسېدونکی و، له اوو کلونو راهیسې ...

نور ولوله »

«حکومت دې هم د طالبانو په څېر ګام پورته کړي»

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۹کب، ۱۳۹۷ل): د بادغیس په بالامرغاب کې له طالبانو سره ګرمه جګړه کې بوخت لسګونه عسکر د هغوی ګوتو ته ژوندي ورغلل، چې تېره ورځ يې د خوشي کېدو خبر ورکړل شو. دغه ۵۸ عسکر چې دولت يې هم د نیول کېدو پخلی کړی و، طالبانو د خپلې رهبرۍ پر امر خوشي کړي او تر کورونو ...

نور ولوله »

طالبان: امریکا د بشري سرغړونکو سرلارې ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳کب، ۱۳۹۷ل): طالبانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د بشري حقونو د خپاره کړي راپور په غبرګون کې ویلي، چې د نړۍ په سطحه امریکا پخپله د بشري سرغړوونکو سرلاری هېواد دی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت حکومت، طالبان او ځينې نور وسله‌وال د ملکي وګړو پر قصدي وژنه تورن کړي، چې د ...

نور ولوله »

هلمند؛ طالبانو ۱۲ عسکر په ضمانت خوشي کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷کب، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي هلمند کې يې په بېلابېلو جګړو کې ۱۲ تنه نیول شوي عسکر په تضمین خوشي کړي دي. دا عسکر چې تر دوه کاله ډېر له طالبانو سره زندانیان پاتې شوي و، د هغوی د کورنۍ په دې تضمین چې بیا به د خپل ولس پر ضد وسله نه اخلي، له زندانه ...

نور ولوله »

ایران شاوخوا ۶۰۰ افغان زندانیان خوشي کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱کب، ۱۳۹۷ل): د عدليې وزارت وايي ایران تر ۶۰۰ ډېر افغان زندانیا خوشي کړي او هرات ته را رسېدلي دي. دغه کسان چې د هرات په سمنان، شیراز، مازندان، زاهدان او نورو ښارونو کې نیول شوي و، د هغې هوکړې له مخې را خوشي شوي چې د ایران او افغانستان تر منځ شوې وه. نږدې دوولس ...

نور ولوله »

څرخي‌پله زندان کې سلګونو زندانیانو اعتصاب پیل کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۱سلواغې، ۱۳۹۷ل): د څرخي‌پله زندان شپږم بلاک کې سلګونو زندانیانو د نه خوړو اعتصاب پیل کړی او له حکومته يې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو غوښتنه کړې ده. له یاد بلاک نه یوې سرچینې نن ټکی اسیا ته ویلي، د ګڼو هغو ستونزو له امله چې حکومت يې تکراري ورسره قصداً مخ کوي، دوی ...

نور ولوله »

بګرام زندان کې د تنګو جامو پر سر بندیانو او ساتونکو شخړه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،۱لیندۍ،۱۳۹۷ل): د بګرام له زندان څخه ورکول شوی خبر وايي، چې د دغه زندان د دریم بلاک د زندانیانو او ساتونکو ترمنځ د جامو پر سر شخړه رامنځته شوې، چې له جنجال وروسته له زیات شمېر بندیانو څخه آن د اغوستنګ لپاره ورکول شوي جامې بېرته اخستل شوي . د دغه زندان د دریم بلاک بندیانو ویلي، ...

نور ولوله »

جرمني د افغان پوځ یو عسکر په جنګي جرمونو تورن کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸لړم، ۱۳۹۷ل): جرمني حکومت د شکایتونو پر اساس هغه افغان عسکر نیولی، چې د دندې پر وخت يې زندانیان ځورولي دي. د جرمني فدرالي څارنوالۍ ویلي، احمد ظاهر په افغانستان کې د ندې پر وخت زندانیان شکنجه کړي ي. سرچینه زیاتوي، هغه زندانیان تر ویښتانو کش کړي، په پلاستیکي پیپ ويې وهلي او په ځمکه ...

نور ولوله »

څرخي پله زندان کې یوه نوې ودانۍ او روغتون جوړېږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۱وږي، ۱۳۹۷ل): ارګ وايي محمد اشرف غني په څرخي پله زندان کې د زندانیانو د یوې ودانۍ او یو روغتون ډبره کېښوده. څو اوونۍ وړاندې د څرخي پله زرګونو زندانیانو، د ناسم چلند، بد روغتيايي وضعیت، د دوسیو نه څېړلو او ګڼو نورو ستونزو له امله اعتصاب وکړ، چې تر اونۍ يې هم ډېر وخت دوام ...

نور ولوله »

طالبان: له زندانیانو سره د بې پروايۍ له امله، د سور صلیب امنیتي تعهد بېرته اخلو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۴زمري، ۱۳۹۷ل): طالبانو ويلي له سور صلیب سره کړی هغه تعهد چې ان د دوی تر لاس لاندې سیمو کې هم ازاد فعالیت کولی شي بېرته اخلي. طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، سور صلیب نړیوالې مرستې پر داسې چارو لګوي چې د دوی له اصلي خدماتو سره هیڅ اړخ نه لګوي. اعلامیه کې راغلي: ...

نور ولوله »