د ټیګونو ارشیف : سرتيري

خوست: يو شمير ملا امامان د دولتي سرتيرو جنازې نه کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲ کب، ۱۳۹۷ل): په خوست ولایت کې تازه د يو وژل شوي سرتيري په جنازه کې د ملا امام نه ګډون بحثونه راپارولي دي او ويل شوي دی چې يو شمير ملا امامان د دولتي چارواکو او سرتيرو جنازې نه کوي. په خوست ولايت کې د يو وژل شوي دولتي سرتيري کورنۍ وروسته له هغه شکايت ...

نور ولوله »

فارياب ولايتي شورا: ۳۰۰ امنيتي سرتيري کلابند شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۷ل): د فارياب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې طالبانو شاوخوا ۳۰۰ امنيتي سرتيري او ولسي پاڅون کوونکي کلابند کړي دي. د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني وايي چې طالبان له څو ورځو راهيسې د فارياب په پښتونکوټ او سرحوض سيمو کې له امنيتي سرتيرو سره په جګړه بوخت دي. هغه زياتوي ...

نور ولوله »

دولتي ځواکونه ولي ګدايي ته مجبوریږي؟

سرمقاله ــ د شاه ولي په نوم ملي پولیسو اړوند یو سرتیری وايي چې د کورنیوچارو وزارت په رسمي تشکیلاتو کې تر ۱۵ کلن خدمت او د خدمت په مهال تر زخمي کیدو وروسته اوس په داسې وضعیت کې قرار لري چې نه د اوسیدو لپاره کور او نه هم د ژوندي پاتي کیدو لپاره خواړه لري، له همدې امله ...

نور ولوله »

د طالبانو د پرمختګ په اوج کې د حکومت د اختلافاتو زیاتوالی

نن ټکی اسيا سر مقاله : له تیرې یوې اونۍ راهیسې د ملي یووالي حکومت د فریقینو ترمنځ ناندرۍ روانې دي. د تیرې چارشنبې په ورځ ډاکټر عبدالله د خپلو نیوکو په اړه له ولسمشر سره نیم ساعته لیدنه وکړه. که څه هم چې له ارګ او سپیدار څخه په ورکړل شویو رپوټونو کې یاده لیدنه صمیمانه بلل شوې ، ...

نور ولوله »

فارياب کې د يوه مهم قومندان په ګډون ۱۱ تنه اربکيان طالبانو ته تسليم شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، لړم ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): په فارياب ولايت کې د اربکيانو يو مهم قومندان ګل مراد له خپلو لس تنو ملګرو سره طالبانو ته تسليم شوی دی. د فارياب ولایت امينه قومندان سيد اقا اندرابي ويلي چې ګل مراد له څو ورځو راهیسې ورک شوی و چې فکر کېده د طالبانو له لوري به نيول شوی وي. خو ...

نور ولوله »

د بدخشان د امنيه قومندانۍ د منتظرې قطعې مرستيال ووژل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، تلې ۶مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې ددې ولايت د امنيه قومندانۍ د (ريزرف) قطعې مرستيال او دوه امنيتي سرتيري وژل شوي دي. د بدخشان ولايت د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سخي داد حيدري رسنيو ته وويل چې طالبانو تېره شپه د يفتل پايپن په ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو بريد کړی ...

نور ولوله »

کندهار : بولدک کې د چټک غبرګون پر قطعې باندي سرتيري بريدونه شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، تلې ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ولايت په سرحدي ولسوالۍ کې د طالب سرتيرو له لوري د بولدک په سرحدي سيمه کې د چټک غبرګون پر قطعې سرتيري بريدونه شوي چې له امله يې حکومتي چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې . حکومتي چارواکو د ياد بريد مرګ ژوبله خورا ټيټه ښودلې او وايي چې ياد بريد د ...

نور ولوله »

کندهار: سپین بولدک کې سرتېري برید دېرش پولیس وژلي

Kandahar 1798579c

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند ویلي چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې سرتيري برید دېرش تنه پولیس وژلي. د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي چې برید نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه په سرحدي پولیسو وشو. د کندهار د امنیه قومنداني ویاند ضیا درانی وايي چې لومړی د سپین بولدک بازار ته ...

نور ولوله »