د ټیګونو ارشیف : سرتيری برید

هلمند: لشکرګاه کې د استخباراتو پر مرکز سرتيری برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل):د هلمند ولايت مرکز لشکرګاه اړوند په دوهمه امنیتي حوزه کې د ملي امنيت پر څانګي سرتيری بريد شوی. د برید له امله د استخباراتو يو شمېر کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې. د لشکرګاه د مرکزي روغتون روغتیاپالان وايي د پيښي له ځایه ورته د اوو تنو جسدونه راوړل شوي. برید نن سهار شاوخوا ۹ ...

نور ولوله »

هلمند: پر پوځي کنډک د هاموي ټانګ په وسیله سرتيری بريد شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۰۵کب، ۱۳۹۶ل):د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ په ماتکي سیمه کې پر پوځي کنډک سرتیری برید شوی. عیني شاهدانو بريد د هاموي ټانګ په وسيله بللی. پېښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې مهال د بوغرا د ستري ويالې پر غاړه را منځته شوې. د سيمي اوسېدونکو چې پېښه يې په خپل سترګو لېدلې نن ټکي اسيا ته ...

نور ولوله »

کوټه: کچلاک ته څېرمه د بليلي پر امنيتي ځواکونو سرتیری برید شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۲ مرغومي، ۱۳۹۶ل):د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټي او کچلاک سيمو په منځ کې د امنيتي ځواکونو پر هغه ټولۍ سرتيری بريد شوی چې په سيمه کې يې تلاشي کول. د پاکستاني رسنيو په وينا بريد د دوو تنو سرتيرو بريد کوونکو له لوري شوی. ځايي رسنۍ وايي د بريد په پايله کې د ...

نور ولوله »

هلمند: ناوه کې پر دولتي ځواکونو موټر بم برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۶): د هلمند ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو پر یوې قرارګاه سرتیري برید شوی. برید نن سهار مهال د ناوې ولسوالۍ پای ته د غلجانو په سیمه کې له چاودیدونکو توکو د ډکي شوبلي په وسیله شوی. طالبان چې د برید پړه مني وایي: دا برید یې د ځانګړي تکتیک په ...

نور ولوله »

کابل: د روزګان په «امپراطور» مشهور؛ امنیه قومندان مطیع الله خان ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۸مه، ۱۳۹۳ل): د روزګان امنیه قومندان مطیع الله خان په پلازمېنه کابل کې په یوه سرتيري برید کې ووژل شو. تېره شپه شاوخو اته بجې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د چاودنو غږ واورېدل شو، چې امنیتي مسوولینو يې پخلی وکړ، خو ويې ویل چې تلفات نه لري. د کابل امنیه قومنداني ...

نور ولوله »

هلمند: ولایت مقام ته څېرمه سرتيري برید د والي ویاند هم ټپي کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۲۷مه، ۱۳۹۳ل): څو شېبې وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ولایت مقام ته څېرمه سرتيری برید وشو، چې درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې. عیني شاهدان وايي چې برید د موټر بم په وسیله ترسره شو، چې ګڼ مړي او ټپیان دوی پخپلو سترګو لیدلي دي. کره سرچینې وايي چې په برید کې ...

نور ولوله »

کندهار: په سرتېرو بریدونو کې د قومندان په ګډون پنځه ویشت تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، سلواغې ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه شاوخوا اته بجې د کندهار ولایت په مرکز کې د دوو سرتېرو بریدګرو له لوري په څلورمه او نهمه امنیتي حوزه کې جګړه پیل شوه چې شاوخوا درې ساعته يې دوام وکړ. په یاده جګړه کې چې تر نږدې نیمه شپې يې دوام وکړ، د قومندان په ګډون پنځه ویشت تنه ...

نور ولوله »

ننګرهار: پر بهرنیو ځواکونو دوهم سرتیری برید شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لړم ۲۲مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې پر ناټو ځواکونو دوهم سرتیری برید شوې دی. دوهم سرتیری برید نن /پنجشنبه، لړم ۲۲مه/ غرمه مهال شاخوا ۱۲ نیمې بجې د جلال اباد ښار اړوند د لسمې ویالې په سیمه کې شوې. تر دې وړاندې په رینګ روډ (حلقوي سرک) باندې هم سهار ...

نور ولوله »

کابل ـ دویم تعقیب: امنیه قومنداني کې سرتيري برید د دفتر امر وژلی

  نن ټکی اسیا (یکشنبه، لړم ۱۸مه، ۱۳۹۳ل): نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل امنیه قومنداني په ودانۍ کې سرتیری برید شوی، چې درنه مرګ ـ ژوبله يې اړولې. د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي سرچینې وايي چې په یاد برید کې د امنیه قومندان د دفتر امر ډګروال یاسین وژل شوی او اته تنه نور ټپیان دي. د سرچینې ...

نور ولوله »