د ټیګونو ارشیف : سردار محمد همدرد

فساد، جګړه او بې عدالتي زېږوي

سردار محمد همدرد هېواد مو اوس هم له ډېر بد حالت څخه تیریږي. روانه جګړه شاوخوا څلوېښتو کلونو ته ورسېده. بې روزګاري، بې عدالتي، ځان مرګي بریدونه او په کور او کلي کې جګړه دا هغه لویې ستونزې دي چې ورځ تر بلې ډېریږي، خو د حل لارې ورته نه پیدا کیږي. یو بل ناورین چې د دې بې چاره ...

نور ولوله »

عصري فساد

حامدالله ستون که د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مخالفینو وپوښتنئ چې د کرزي د واکمنۍ عیب څه دی، هرو مرو به لومړی د اداري فساد یادونه کوي. که څه هم کرزی په خپله واکمنۍ کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، مګر د اداري فساد موجودیت او ډېروالي یې د لاسته راوړنو رنګ کمزوری کړی دی چې په حقیقت ...

نور ولوله »

کله مې پېرزو سې په بمونو ننګرهاره

سردار محمد همدرد پېښور چې د ادب، فرهنګ او شخصیتونو کور دی او بیا چې کله د جکړې ډګر سو، یوه شاعر یې په ډېره معصومه او هنري لهجه یو شعر ووایه چې مطلعه یې داسې وه. ما درته ټول عمر د ګلونو ښار ویلی دی کله مې پېرزو شې په بمونو پېښوره د افغانستان هر ولایت بېلابېلې ځانګړنې لري. ...

نور ولوله »

د اوبو کموالی/ راتلونکی ګواښ

سردار محمد همدرد اوبه چې د الله تعالی یو له لویو نعمتونو څخه شمېرل کیږي، د ځمکې پر مخ د انسانانو د ژوند کولو لپاره تر ټولو مهمه اړتیا ده. اوس مهال چې په یو شمېر هېوادونو کې انسانان د اوبو له کمښت سره مخ کیږي، نړیوالو بنسټونو یې سبب د هوا ګرموالی او اقلیمي بدلون ښودلی دی. د مارچ۲۵ ...

نور ولوله »

ګوندونه او متشدد سیاست

shamali talwala

سردار محمد همدرد زمونږ د هېواد د ستونزو یو لامل هم د ښو، پیاوړو او ملي ګوندونو نشتون دی. ګوندونه د هېواد د اساسي سیاست لپاره ډېر مهم او بنسټیز رول لري. سیاسي ګوندونو د نړۍ په نورو هېوادونو کې د هغه هېوادونو د پرمختګ او ولسواکۍ په برخه کې ډېر مهم او اساسي رول ادا کړی دی. زمونږ اوسني ...

نور ولوله »

له هلمندیانو سره نوې خطرناکه لوبه

سردار محمد همدرد په تېرو پنځلسو کلونو زمونږ د دې هېواد لویه ستونزه همدا وه، چې اکثریت محروم او اقلیت د واک پر ګدۍ کېناستل، چې دې کړنې ډېر بدې پایلې هم لرلې. یوه ضروري خبره چې باید زه یې وکړم، هغه دا چې د افغانستان په ملي یوالي باور لرم او د افغانستان ټولو قومونو او په خپل تناسب ...

نور ولوله »

عطا محمد نور ته پرانیستی لیک!

سردار محمد همدرد مخکې مونږ داسې فکر کاوه، چې عطا محمد نور یو ښه والي او سیاستمدار دی. کله چې ولسمشر نوموړی له دندې څخه ګوښه کړ، دا هرڅه برعکس وو. د هغه وروستیو کړنو او د ولسمشر امر نه منل نوموړی ډېر کوچنی کړ. د خلکو په منځ کې یې چې کوم محبوبیت درلود، هغه یې له لاسه ورکړ. ...

نور ولوله »

د( د اصلاحاتو پر محور) کتاب چاپ شو.

سه شنبه ۱۳۹۶/سلواغې/۱۷ د( اصلاحاتو پر محور) کتاب چاپ او بازار ته وړاندې شو. دغه کتاب چې د نیمروز مرستیال والي سر دار محمد همدرد په هلمند کې د خپل ماموریت په جریان کې لیکلی دی، چاپ او د مینوالو د چوپړ لپاره بازار ته وړاندې شو. ښاغلي همدرد په دغه کتاب کې د هلمند د پنځلس کلن وضعیت پر ...

نور ولوله »

دهلمند اطلاعاتو فرهنګ بي فرهنګه کارونه کوي

سردارمحمد همدرد څو ورځي کيږي په هلمند کي دهلمند دولايت مقام دهلمند دوالي په نوښت دحساب ورکونې پروسه شروع سوې ده ما په لومړي ورځ ددې پروسي ستاينه په رسنيو کي وکړل اود حيات الله حيات دښي ارادي او ولسواکۍ  ته دده ژمن توب وښودي. ددې پروسي په دوه غونډو کي مي برخه وانه خيستل په دریمه عونډه کي سهار ...

نور ولوله »

پښتو ژبه په شعوري ډول د علومو اکاډمي څخه ايستل کيږي

سردار محمد همدرد علومو اکاډمي ديو هیواد ماغزه دي کله چي په دي ستر او اکاډميک مرکز کي دستونزو او تعصب خبره راځي دا ډیره دافسوس خبره ده هسي هم افغانستان کي رواني جګړي دپرديو لاسوهنو زموږ ډيري ارزښتونو باندي لوبي وکړي ملي فکر ارزښتونه،دخاوري سره مينه دافغانيت دننګ اوغيرت په وړاندي بي تفاوتي هغه څه وه چي ددې هيواد ...

نور ولوله »