د ټیګونو ارشیف : سرليکنه

او که کندوز سقوط وکړ نو …؟!

نن ټکی اسیا – سرليکنه: د تیرې دوشنبې په ورځ د ګډ حکومت د دفاع سرپرست وزير ښاغلي معصوم ستانکزي د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت په اړه له سي این این تلویزوني شبکې سره په خپلې مرکې كې وویل : ” لښکرګاه به سقوط و نه کړي، هغه د طالبانو لاس ته نه غورځیږي. که سقوط وکړې دې که ...

نور ولوله »

ګډ حکومت ولي د پکتیکا د ولسي وګړو پر وژنې خاموش دی!؟

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: د تیرې پنجشنبې په ورځ یوې امریکايي بي پلوټه الوتکې په پکتیکا ولایت کې یوشمیر ولسي وګړې په نښه او د ۱۸ کسانو پر وژل کیدو سربیره یې۲۰ تنه نور مرګوني ژوبل کړل. د امریکایانو په لاس د دغه زیات شمیر ولسي کسانو د مرګ ژوبلې خبر په هماغه لومړۍ ورځ په کورنیو او بهرنیو ...

نور ولوله »

امریکایان ولي ولسي وګړي وژني؟!!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: د تيرې پنجشنبې په ورځ امريكايي ډرون الوتکې د پکتیکا ولایت د ارګون په ولسوالۍ کې ۱۸ ولسي کسان ووژل. د عیني شاهدانو د خبر په حواله یاد کسان د ارګون ولسوالۍ د بانځو سیمې قومي مشران او مخور ول چې د یوې سیمه ییزې شخړې د هواري لپاره کلیوالې جرګې ته د تللو په ...

نور ولوله »

د ملي یووالي حکومت تر سیوري لاندې د ښځو نړیواله ورځ

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده. په پلازمینې کابل سر بیره د ځینو ولایتونو په مراکزو کې هم د دې ورځې په مناسبت د ښځمنو غونډې جوړې شوې دي. سره له دې چې د ملي یووالي حکومت ایجادوونکی لوری (امریکایان) تر بل هرڅه په افغانستان کې د ښځو د وضعیت پرښه کیدو ...

نور ولوله »

د سولې د عالي شورا په رهبریت کې د ښاغلي پیر ګیلاني مؤثریت

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: تیره ورځ د هیواد دولتي منابعو او یو شمیر خبري رسنیو خبر ورکړ چې ښاغلی پیر سید احمد ګیلاني د سولي عالي شورا د رئیس او ښاغلي محمد کریم خلیلي او آغلې حبیبه سرابي د اعلان شویو مرستیالانو په توګه ټاکل شوي. که څه هم چې د یادې شورا لپاره مجموعا ۶ تنه مرستیالان په ...

نور ولوله »

د سرونو پریکولو جنایت د توجیه وړنه دی!

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: تیره ورځ خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې په ننګرهار کې د داعش او ظاهر قدیر جګړه مارو یو له بل نه سرونه پریکړي او بیایي هغه د خلګو د ویرونې په خاطر د لويي لارې پر سر نندارې ته ایښي. په جګړه کې د مړیو د جسدونو د بي احترامي فرهنګ په افغانستان کې تر ...

نور ولوله »

مونږ د ګاونډیانو له رقابت نه څه ډول استفاده کولای شو؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه: په پام کې ده چې  نن د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته راشي او تردې دوه ورځې وړاندې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي افغانستان ته د خپل رسمي سفر په مهال د ولسي جرګې د نوی ودانۍ د پرانیستلو تر څنګ افغان محصلینو ته د ۵۰۰ تحصيلي بورسونو د ورکړې ...

نور ولوله »

هلمند ته د برتانوي ځواکونو بیا راستنیدل څه په ډاګه کوي ؟!

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: په هیواد په تیره په هلمند ولایت کې د طالبانو تر وروستیو پرمختګونو وروسته د برتانیا دفاع وزارت اعلان وکړ چې دوی ۳۰ کسیزه پوځي ډلګۍ د هلمند ښوراوک پوځي اډې ته لیږي. د برتانوي پوځ پخواني لوی درستیز لارد دنت وايي چې له هلمند څخه زمونږ د ځواکونو د پرشاتګ په وخت کې افغان ...

نور ولوله »

سیاسي ډلبازۍ څومره د هیواد له ثبات سره مرسته کولای شي؟!

sayyaf qanooni bismillah ismail khan

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: دوې ورځې وړاندې د پخوانیو جهادي تظیمونو یوشمیر غړیو د افغانستان د حراست او ثبات په نوم نوې شورا جوړه کړه. ياده شورا چې له ډیره وخته راهیسې یې د استاد سیاف په محوریت د جوړیدو هلې ځلې روانې وي بالآخره د ښاغلیو اسماعیل خان، یونس قانوني، بسم الله محمدي، عبدالهادي ارغندیوال، عمر داودزی ،عبدالروف ...

نور ولوله »

د ظاهر قدیر څرګندونې ریښتیا غیر مسؤلانه دي؟! ـ سرليکنه

نن ټکی اسیا ـ سرليکنه: دولتي چارواکو په یوه خوله د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ښاغلي حاجي ظاهر قدیر هغه څرګندونې غیر مسؤلانه و بللې چې د تیرې دوشنبې په ورځ يې د ګډ حکومت د ملي امنیت شورا او په کابل کې د بهرنیو سفارتونو له لوري د داعش د حمایت په اړه وکړي. دا لومړی ځل دی ...

نور ولوله »