د ټیګونو ارشیف : سرلیکنه

د یمن لانجه د اسلامي امت پر ټپي جسد یو بل ناسور

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: په داسې حال کې چې په دار الخلافت بغداد او د مشق کې د داخلې جګړو له کبله د عراقي او شامي مسلمانانو د وينو ویالې بهیږي د اسلامي نړۍ یو بل تاریخي او استراژیک هیواد یمن هم د خپل منځي جګړو طوفان لاهو کړ. ښکاره خبره ده چې د اسلامي نړۍ د ټولو نا ...

نور ولوله »

د ولسي وګړو د عام وژنې د مخنیوي لپاره څه باید وکړای شي ؟

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: تیره ورځ د کابل کندهار پر لویه لاره د میدن وردګو ولایت د سیدآباد په سیمه کې نامعلومو وسله والو (۱۳) تنه مسافرین شهیدان او یو شمیر نور ژوبل کړل. تر هغه یوه ورځ له مخه په غزني کې (۱۶) تنه تنکي ماشومان په لوبغالي کې د لوبو په مهال د هاوان مرمۍ د لګیدو ...

نور ولوله »

نوی کال او نوې هیلې !

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: نن د نوي ۱۳۹۴ هجري لمریز کال لومړۍ ورځ ده. زمونږ ځوریدلو هیواد والو تیر ۱۳۹۳ هجري لمریزکال له بي شميره بحرانونو سره تر شا پریښود. د تیر کال د وري د میاشتې په ۱۶ چې د ټاکنو په نوم کومه ډرامه پیل د هغې حیراونوونکې او له تراجیدې ډکه سناریو لا هم تراوسه روانه ...

نور ولوله »

د ګډ حکومت کابینه، له نیمايي ډېر بهرنیان دي! /سرلیکنه

نن ټکی اسیا ـ سرلیکنه: کله چې د تېر سپټمبر په وروستیو کې د جان کېري د دویم سفر پر مهال د عبدالله او غني ترمنځ پر ګډ حکومت سلا راغله، لږ تر لږه له پېښو ناخبره ولس په زړونو کې هیلې راوټوکې دي چې که خدای کول نور به د اقتصادي، اداري او سیاسي بحران له بلا خلاص شي. ...

نور ولوله »

د دیارلس کلنې جګړې پای، ګټونکي څوک دي؟ /سرلیکنه

دیارلس کاله وړاندې د امریکا بنسټپال ولسمشر، جورج ډبلیو بوش په دې پلمه پر افغانستان یرغل وکړ چې ګواکې د سپټمبر د یوولسمې د پېښو طراحي په افغانستان کې شوې وه. هغه مهال امریکا د خبرو اترو، مذاکراتو او ډیپلوماسۍ هېڅ منطق ته غاړه نه ايښوده او لکه لېونی وحشي ځناور یې د نړۍ هر ملت ته داړې جینګولې. بوش ...

نور ولوله »

د سیاګرد پېښه، د یوه وېروونکي راتلونکي پيغام! /سرلیکنه

د ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله په مشرۍ د نوي ګډ حکومت له منځ ته راتګ راهیسې د ملکي تلفاتو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د حکومت له خوا امریکایانو ته په عملیاتو، وژنو او په تېره شپنیو عملیاتو کې د تېر حکومت په پرتله خلاص لاس ورکول هغه څه دي چې د ...

نور ولوله »

له ټاکنو وروسته، «نامشروع» حکومت؟! / سرلیکنه

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي ډېره سپينه وویل چې د «ملي یووالي» حکومت د سرپرستو وزیرانو دوې میاشتې پوره شوي دي او له اساسي قانون سره سم سر له سبا (لیندۍ شپږمې) وروسته «نامشروع» کېږي. د ولسي جرګې رييس داسې مهال دا خبره کوي چې د لوړې پر ورځ د ولسمشر له ژمنې چې کابینه به ۴۵ورځو کې جوړوي، ...

نور ولوله »