fbpx

د ټیګونو ارشیف : سرمقاله

فراه د سقوط په درشل کې

نن ټکی اسیا – سرمقاله: په داسې حال کې چې د دفاع وزارت د هیواد په یو زیات شمیر ولایتونو کې پوځي عملیات اعلان کړي، د فراه ولایت چارواکي د طالبانو په لاس د یاد ولایت د سقوط خبر ورکوي. د فراه ولایت مرستیال والي محمد یونس (رسولي) له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان د ...

نور ولوله »

د جانکیري په لاس جوړشوي حکومت ستونزې به خامخا د مایک پنس په مداخلې هواریږي

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : ګډ حکومت چې د حکومت ولي په مروجه نظامونو کې یې د نړۍ په مخ بیلګه او ساری نه لیدل کیږي هغه عجیب الخلقته حکومت دی چې نه یې د جوړیدو امتیاز د افغانانو دی او نه یې هم د خپل منخي ستونزو د هواري صلاحیت هغوی لري. د دې مسخره حکومت د ولسمشر ...

نور ولوله »

د نیکلسن او غني اعترافات د هیواد د روان ناورین ژوندی انځور

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : تیره ورځ د امریکا سي بي اس تلويزيوني شبكې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان جنرال نیکلسن او د هغه تر حمایت لاندې د ګډ حکومت مشر ښاغلي غني هغه مرکې خپرې کړي چې دوي ورسره په جلا جلا ډول کړې وي. د سي بي اس شبکې خبریالې لورا لوګن په ...

نور ولوله »

د داعش د ۸ میاشتني فعالیت خونړی محصول

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : په افغانستان کې د ټرمپ ستراتیژۍ له تطبیق سره سم د داعش فعالیت مخ په زیاتیدو شو. د رسنیو د وروستيو راپورونو پر اساس داعش په افغانستان کې د خپل اته میاشتني فعالیت په ترڅ کې ۳۲۷ کسان وژلي او ۹۲۴ نور یې ټپيان کړې دي. داعش وروسته تردې چې په عراق او سوریه ...

نور ولوله »

په سوریه کې د ۲۰۰۰ افغانانو وژل کیدل د ګډ حکومت بل پیغور

نن ټکی اسیا – سرمقاله: تیره ورځ د فاطميون لوا يوه مسؤل چارواکي له ایرانيو رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې په سوریه کې د بشارالاسد په ملاتړ جنګیدونکي ۲۰۰۰ افغانان وژل شوي او ۸۰۰۰ نور ټپیان دي. دغه چارواکي د ایران له شرق ورځپانې سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي چې د سوریې د خپل منځې ...

نور ولوله »

د کابل پرونی برید د محقق د څرګندنو خونړی غبرګون

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : پرون یوځل بیا د کابل ښار د شپږمي امنيتي حوزې اړوند په دشت برچي سيمه کې د (صدای افغان) او تبیان فرهنګي مرکز د داعش لخوا په نښه چې له امله یې ۴۱ تنه مړه او ۸۴ تنه نور ژوبل شول. داعش د برید په اړه خپرې کړې اعلامیې کې ویلي چې دوی تبیان ...

نور ولوله »

په شمال کې د داعش ځپلو او که د هغوي تجهیزولو عملیات؟!

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : وروسته تر دې چې د ننګرهار په خوګیاڼو لسوالي کې د ولسي خلګو او طالبانو په وسیله د ازرې – کابل په لوري د داعشي جنګیالو د لیږد مخه ډب کړای شوه اوس په شمال کې د دې ډلې تحرکاتو زور اخیستی دی. له څو ورځو راهیسي نړیوالو او د افغانستان محلي رسنیو په ...

نور ولوله »

که طالبان د سولې لپاره په کابل کې دفتر پرانیزي؟!

نن ټکی اسيا ـ سرمقاله : د تیرې چارشنبې يه ورځ د سولې عالې شوری مشر ښاغلي کریم خلیلي یوځل بیا له طالبانو څخه د سولې په خبرو کې د ګډون غوښتنه وکړه او ویې ویل چې که هغوی (طالبان) هر ځای وغواړي د سولې خبرې وکړي مونږ چمتو یو ورسره خبرو ته کینو. ښاغلی خلیلي د سولې عالي شوری ...

نور ولوله »

القدس ته د امریکايي سفارت لیږدول د امریکايي شرارت ښکاره بیلګه

نن ټکی اسیا ـ سر مقاله : بالاخره د امريکا ولسمشر، ډونلډ ټرمپ، اعلان وکړ چې د امريکا سفارت به له تل ابیب څخه القدس ښار ته لیږدووي او نور به هغه د صهیونستي غاصب رژیم رسمي پلازمینې په حیث پیژني. ټرمپ په خپل دغه وحشیانه اقدام سره دا ثابته کړه چې دی د صهیونستي غاصب رژیم د مصالحو په ...

نور ولوله »

په یوه میاشت کې دوه ځله د طالبانو په بریالیتوب اعتراف

نن ټکی اسیا ـ سرمقاله : په تیره یوه میاشت کې دا دوهم ځل دی چې امریکايي چارواکي د طالبانو په بریالیتوب اعتراف کوي. لومړی ځل د افغانستان لپاره د امریکايي مرستو او بیا رغونې د څار ادارې (سیګار) د نومبر د میاشتې په لومړۍ نیټه په خپل رپوټ کې ولیکل چې په تیرو (۶) میاشتو کې د طالبانو د ...

نور ولوله »