د ټیګونو ارشیف : سرمقاله

د هیواد د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې په مناسبت

نن ټکی اسيا سرمقاله : ۹۷ کاله وړاندې زمونږ نیکونو او پلرونو د بیشمیره قربانیو او سرښندنو په برکت له یرغلګرو انګریزانو څخه د هیواد خپلواکي تر لاسه کړه. هغه مهال په افغانستان کې د یرغلګرو انګریزانو شکست او له دې هیواد څخه د هغوی پرشاتګ په ټولې نړۍ باندې خپلې اغیزې لرلې. د ۱۲۹۸ هجري لمریزکال د اسد د ...

نور ولوله »

یوځل بیا د کیري د مداخلې ضرورت

نن ټکی اسيا سرمقاله : له تیرې پنجشنبې راهیسې چې د ډاکټر عبدالله د انتقادي نیوکو له امله د ده او ولسمشر غني ترمنځ کومه ستونزه رامنځته شوې داسې ښکاري چې هغه نوره هم د سختیدو په لور روانه او فکر نه کیږي چې د حکومت د مؤسیسنو (امریکایانو ) له مداخلې پرته دي هواره شي. کومه ناسته چې د ...

نور ولوله »

ګډ حکومت د سقوط په درشل کې

نن ټکی اسياـ سرليکنه په داسې حال کې چې د هیواد له لراوبر څخه د سیمو او ولسوالیو د سقوط خبرونه اوریدل کیږي د ملي یووالي حکومت سیاسي وضعیت دې حدته ته رسیدلی چې په مجموع کې د ټول حکومت د سقوط او شړیدو ښکارندويي کوي. د ملي یووالي حکومت د جوړیدو د دوهمې کلیزې له پوره کیدو سره په ...

نور ولوله »

په هلمند کې د امنیتي ځواکونو ځوروونکی وضعیت

د روان کال له پیله په هلمند ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړې روانې دي. له تیرې یوې میاشتې راهیسې یادو جګړو نورهم زور اخیستی تر دې چې په مشرانو او ولسي جرګې کې د هلمند استازي او خپله په هلمند کې د ولایتي شوری رئیس د لښکرګاه سقوط نیږدي بولي. په هلمند کې ...

نور ولوله »

ريښتیا د افغان ځواکونو په رهبرۍ کې مثبت بدلون راغلی؟

نن ټکی اسیا سر مقاله : په افغانستان کې د ناټو د روزنې ماموريت (غوڅ ملاتړ) وياند ډګروال پارذاکارياژن ویلي چې افغان دفاعي ځواکونو د تېرو کلونو په پرتله ډېر پرمختګ کړي او په مشرتابه کې يې د پام وړ ښه والى او بدلون راغلى دى. نوموړي داهم ویلي چې افغان ځواکونه تر اوسه له خپل پوځي ماموريت څخه په ...

نور ولوله »

له راستنیدونکو کډ والو سره د مرستې اړتیا

نن ټکی اسيا سرمقاله : د افغانستان او پاکستان ترمنځ تر وروستي تاوتریخوالي او له دغه هیواد څخه د کډ والو د راستنیدلو له ګړندۍ لړۍ وروسته داسې لیدل کیږي چې یاد کډوال د هیواد په دننه کې له زیاتو ستونزو سره مخ دي. د ملي یوالي حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په یوه ځل هیواد ته ...

نور ولوله »

کله چې د ولسمشرۍ مقام په بشري جنایت تورن شي

نن ټکی اسيا سرمقاله : ولسمشر د هیواد د ټولو وګړو د حقونو مدافع او ساتونکي وي. ولسمشر د رسمي تحلیف له مخې د هیواد د خلګو د ځان ، مال او ټولو حقه حقونو د ساتنې او رعایت مسؤل وي او د هغوی د هوسايي او نیکمرغۍ دنده لري. خو په افغانستان کې له بده مرغه چې خپله د ...

نور ولوله »

ايا د ناټو د ماموریت غځول به د افغانانو ستونزې حل کړي ؟!

نن ټکی اسياـ سرمقاله د پولینډ په پلازمینې وارسا کې د ناټو تړون غړیو هیوادونو په افغانستان کې د روزنې ماموريت تر يوه کال پورې تمدید او تر ۲۰۲۰ کال پوري یې د افغان امنیتي ځواکونو کلنی ۵ میلیارد ډالریز تمویل هم پرغاړه واخیست. اوس مهال ناټو تړون په افغانستان كې نژدې ۱۳۰۰۰ پوځیان لري، چې ډیری برخه یې د ...

نور ولوله »

له بیوزلو سره د طالبانو د خوراکي توکو مرستې

نن ټکی اسيا ــ سرليکنه د روژې د مبارکې میاشتې له پیله تراوسه پوري د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو لخوا پر بیوزله او اړو خلګو باندې د خوراکي توکو مرستې ویشل کیږي. په دغو مرستوکې اړین خوارکي توکې لکه اوړه ، غوړي، وریجې او بوره شامل دی او د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو د ادارې ...

نور ولوله »

په کوټ کې د داعش د ځپلو او که بیا راژوندي کولو عملیات ؟

نن ټکی اسياـ سرليکنه له تیرو دریو وروځو راهیسې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش او دولتي ځواکونو ترمنځ د خونړیو نښتو خبرونه ډیر په آب وتاب سره خپریږي. د جمعې په ورځ د لومړي ځل لپاره په کوټ کې میشتو دولتي ځواکونو خبر ورکړ چې داعشي جګړه مارو په یادې ولسوالۍ کې پر دولتي ځواکونو بریدونه ...

نور ولوله »